افغانستان

طالبان: د نورستان او کنړ اړوند افوهات په کلکه ردوو

طالبان وايي، چې د دولتي مسوولینو هغه ادعاوې چې ګواکې په نورستان او کنړ کې د طالبانو یوه ډله د بلې ډلې غړي له منځه وړي، په کلکه ردوو. د ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي،  چې مقابل لوري خپل مورال بایللی دی، ځکه خو غواړي په افواهاتو د طالبانو ترمنځ د نفاق هڅه وکړي.

د طالبانو د ویاند له قوله دوی یو کلک کاري ګروپ ګمارلی دی، چې د طالبانو په منځو کې مغرض وګړي، په نښه کړي او دا چې دا کار شخصي خصومتونه زېږوي، ځکه خو باید کاري ګروپ له پوره تکتیک او بشپړ احتیاط نه کار واخلي. د خبرپاڼې متن:

په نورستان او کنړ کې د دښمن د پروپاګند په اړه داسلامي امارت د ویاند وضاحت

له تیرو څو ورځو راهيسې د کابل ادارې اړوند د نورستان چارواکې مکررې ادعاوې کوي چې ګنې د نورستان  او کنړ په ولایاتو کې تور پوښي کسان پیدا شوي او په اصطلاح مجاهدين شهیدانوي او داسې نور افواهات.

موږ د دښمن دغه پروپاګند دهغو دشومو دسیسو دناکامۍ له امله دهغو دناامیدۍ او مايوسۍ علامه بولو او په زغرده يې ردوو.

دنورستان او کنړ ولایاتو په مختلفو سیمو کې دسږکال په اوائلو کې دښمن هڅه کوله چې دمجاهدينوصفوفو ته خپل استخباراتي اجنټان دمجاهد په نامه داخل کړي او په وسیله يې دمجاهدينو دمشرانو ، غونډو، تجموعاتو او بیلا بیلو مهمو پلانونو په اړه معلومات ترلاسه کړي او دمهموکسانو په شهادت کې رول ولوبوي، همداراز امریکايي هوايي ځواکونوته رهنمايي وکړي او دمجاهدينو د تحرکاتو په اړه دښمن اګاه وساتي.

داسلامي امارت مجاهدينو هم د دښمن دغې دسيسې د شنډيدو لپاره یوکلک کارې ټيم په کار وګماره ترڅو د دښمن دغه اجنټان دمجاهدينو په صف کې شناسايي او دشريعت منګولوته وسپاري، په همدې اساس يې د خپل خورا چټک فعالیت په ترڅ کې د دښمن له شلو زیات استخباراتي کارمندان ونيول او په نورستان کې يې د دښمن يوه مهمه شریره شبکه له کاره وغورځوله، د دښمن دنیول شوو کسانو څخه د لومړۍ درجې مجرمين ۷ کسان د محاکموپه حکم له منځه يوړل شول او ګڼ شمير نور ېې لا هم تر قانوني مراحلو لاندې دي.

دښمن چون مهم پروګرام يې مختل شو، او ډير استخباراتي اجنټان يې دمجاهدینو منګولوته ولويدل په غبرګون کې يې ديو شمير رسنيو دلارې افواهات خپاره کړل چې په نورستان کې د مجاهدینو ترمنځ نقاب پوښان پيدا شوي او نور مجاهدين وژني او داکسان د بهرنيو هيوادونو پورې اړوند دي، په داسې حال کې چې د مجاهدينو دغه خاص عملیاتي ګروپ  طبعا د ځينو سیمیزو مشکلاتو او د شخصې خصومتونو د مخنيوې لپاره هڅه کوي چې د فعاليت په مهال  په خاص احتیاط کار وکړي، دښمن نشې کولای چې په دغه راز بې هوده اوتو بوتو سره د مجاهدينو ترمنځ شيطاني رول ولوبوي او خدای مکړه مجاهدین په خپل منځ کې بدګمانه کړي، ځکه د مجاهدينو ټولې پریکړې دخپلو مشرانو په اجازه او د شرعي محاکمو د پریکړو څخه وروسته ترسره کيږي  چې په اړه يې ټول مجاهدين اطمنان لري او هيڅ زار تشويش نه پيښيږي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۵/۸/۸هـ ق

۱۳۹۳/۳/۱۶هـ ش ـــ 2014/6/6م

یاده دې وي  تر دې وړاندې افغان دولت ویلي وو، چې د لښکرطیبه ډله افغان خاورې ته د طالبانو د هغو مشرانو د له منځه وړلو لپاره داخله شوې ده، چې په تېرو ټاکنو کې يې د ګډوډۍ هڅه نه ده کړې. د شنونکو په باور د طالبانو له لیکو د دولتي مسوولینو داسې انګېزې خپرول ځکه اغيزناکې دي، چې طالبان له خورا احتیاط او پوره ځیرکتیا نه کار اخلي. د چارو د څېړونکو له نظره که دولت رښتیا هم د هغو له لیکو دومره قوي استخباراتي معلومات درلودلای، دا جګړه به دومره نه اوږدېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x