پاکستان یو ځل بیا پر کونړ ۲۰۵ توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۶ل): د کونړ ځايي چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ پاکستانیو پوځیانو ۲۰۵ توغندي توغولي، چې د سیمې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش رسنیو ته ویلي، له تېر ماښام راهیسې پاکستانیو پوځیانو ۲۰۵ توغندي پر دانګام ولسوالۍ توغولي، چې د ځايي خلکو باغونه، کروندې او کورونو ته یې زیان اړولی دی.

دی وايي، د توغول شویو توغندیو له امله خلکو ته ځاني زیان نه دی اوښتی؛ خو مالي زیانونه یې اړولي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستاني پوځیان د کونړ پر دانګام، شلتن، اسمار، ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو توغندي توغوي، چې زرګونه کورنۍ یې سیمې پرېښودو ته اړ کړي دي.

میاشت وړاندې د دفاع وزرات ویاند دولت وزیري سرحدي ځواکونه امر کړی و، چې د پاکستانیو توغندیو ځواب په توغندیو ورکړي او د آن د دفاع وزرات اجازې ته هم اړتیا نه لري.

۹ ورځې وړاندې هم پاکستانیو پوځیانو د کونړ پر څلورو ولسوالیو ۱۷۵ توغندي توغولي وو.

د پاکستان د تازه توغول شویو توغندیو په اړه تراوسه د دفاع وزارت کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې غندلي وو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
روح الله روحمل
میلمه
روح الله روحمل

څه وکړو الله ج دی د افغانستان دښمنان تباه کړی ښایسته اسلامی نظام هم دشریر پاکستان له امله چی امریکایی یرغلګرو ته یی لار ورکړی او شمسی اډه یی ورکړه را ړنګ کړ اوس چی مو هره ورځ په توغندیو ولی زور لری په وطن مین کس نلرو چی ځواب یی ورکړی