افغانستان

کندهار: د ملي اردو له پنډغالي سره چاودنه شوې

په کندهار کې د موټر بم د چاودنې له امله د ملي اردو پنځه عسکر ټپیان شوي دي. دغه چاودنه نن سهار نږدې اووه بجې د میوند ولسوالي عظیم جان کاریز په سیمه کې وشوه.

په کندهار کې سیمه ایزې سرچینې د نوم نه ښوودو په شرط رسنیو ته ویلي، چې په یاده چاودنه کې د ملي اردو پنځه عسکر سخت ژوبل شوي دي. او په خبره يې تر اوسه پورې د مرګ خبر نه لري.
یاده سرچینه وايي، چې چاودېدونکي توکي په یوه ټونس موټر کې ځای پرځای شوي و، چې د ملي اردو ځايي پنډغالي ته څېرمه درولی وشو، او سهار نږدې اووه بجې يې چاودنه وکړه.
تراوسه پورې د برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې دی، چې په دې وروستیو کې له کندهاره د نا امنۍ ډېر راپورونه ورکول کېږي. د کارپوهان په نظر ورته پېښې به په راتلونکو ټاکنو بې اغېزې نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x