د پښتنې مور چغه

صادق « سالار»

تیره ورځ نا هیلي ناست وم چې ته راته راغلي ، پر مخ دي د ویر علامې له ورایه ښکاریدي څه مې ویلي نسو.

د ستونې علقه مې وچه سوه احساس مې کړه لکه عزرائیل چې زما د روح د قبضه کولو لپاره راغلي وي خو چې کله ته راغلي څنګ ته په خپل غمجن اواز دي راته وويل

بچیه!

دا چاودنه چې وسوه ستا ورورک خو به پکښې خوږ سوي نه ويي؟

زه خبر وم چې ما مې خپل ورور د لاسه ورکړي دی خو ستا د خوشحاله کولو لپاره مې پر شونډو دروغجنه خندا راوسته او درته مې وویل.

نه! نه! مور جانې زما ورورک خو پوهنتون ته تللي وو تر څو خپل اسنادونه د پوهنتون څخه را واخلي هغه نو هلته څه کوي

اوه! مورکۍ راځه شې نسته کور ته به لاړ سو.

د باغچې ګلان هم غمجن ښکاریده داسی معلومیده لکه چا چې په څو ورځو ورته اوبه نه ويي ورکړي بعضو خپل مخونه اسمان ته پورته کړي وه بعضو ځمکې ته کتل

د اسمان سپوږمۍ هم په همدغه شپه ستا د غم په خاطر ډيره غمجنه ښکاریده

و څنګ ته يي ځلیدونکوو ستورو هم ځلا کمه کړي وه

داسي معلومیده چې تا د اسمانونو رب ته په ژړا ژړا خپل سر تور کړي وي او خپل غم دی ورته په چغو چغو ویلي وي ځکه خو نن شپه سپوږمۍ ویر نیولي وه.

کله چې مې ته ولیدي په داسی حالت کښې نو وویریدم داسی احساس مې وکړي چې دا خطا ما کړي وي.

زما ښه په یاد دي چې راته ویل دی زویه دروغ خو به نه وايی راځه چې ورسو ورور دي چیري دي ټیلفون هم نه پورته کوي.

دا ځل مې بیا درته دروغ وویل تر څو ستا غمجنې اوښکې ونه ووینم نو ومې وویل.

نه! مورکۍ د هغه تلیفون لږ خراب وو نو د جوړولو لپاره مستري ته ایښې دي.

زويه! ته دروغ وايي یو ځل خو يي احوال واخله داسی نه چې څه په سوي وي.

ما ورته وویل سمده خو د مورکۍ په خاطر د کور دروازه مې خلاصه کړه او را ووتم

چې ګورم د ګران ورورک تابوت مې د کور مخکې ته په یو امبولانس کښې را کښته کړل سو او د خپل پلار جان غمجن حالت مې هم ولید خو پښتنې غرور يي دومره زورور وو چې غم هیڅ تاثیر نسو پر کولي.

خو کله چې راکښته يي کړي او مخ يي ور لوڅ کړي نو وویل

اه! زویه ډير نامرده يي خپل پلار دي تنها پریښودي او لاړې؟

خو ده لا دا خبره نه وه خلاصه کړي چې مورکۍ مې سرتور سر راغله او وویل.

اخ زوی مې! خدایه خاوري مې په سر سوي.

ما مې په ډک زړه په لوند ګیروان خپل مور د پښتنې دستور مطابق را کش کړه او ورته ومي ویل راځه مور کورته دلته نامحرم خلګ هم سته خو هغې راته وویل ورک سه دروغجنه!

نور مې زوي نه يي!

اوس مې د ورور غم یو ځل ژړوي او د مور خبره مې سل ځله ژړوي.

آیا څوک سته چې ماته ووايي چې زه مې د خپل مور زوي یم کنه؟

درنښت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د