اصطلاحات/ عُقابي جانان

ماسره مۀ ګرځه ملګريه دهشتګر يمه زه
د ډېرو خلکو اصطلاح کې څڼيور يمه زه

اوږده کالي،جګې پېنڅې او سپين سروس بوټونه
توره پګړۍ او اوږدې زلفې برېتور يمه زه

په هره لاره هر پاټک مې تلاشي کېدای شي
زه يم مشکوک زه يم مطلوب او ترهګر يمه زه

شپه په خطره کې تېروم په ماچاپې وهل شي
د ظالمانو ستر قاتل يم تېر له سر يمه زه

په روشن خيالو، ديموکراتو باندې ښه نه لګم
بې دينه خلکو ته د حق توره، خنجر يمه زه

په ګمراهانو باندې بد لګم او سوځي رانه
د اسلام پالو او ښو خلکو د زړه سر يمه زه

زما په غاړه ډېره ستره دښمني ده ګوره
دښمن د هرظالم،جابر او يرغلګر يمه زه

د “عُقابي جانان” ياري به درته ګرانه پرېوځي
سپين طالب جان يم ګام په ګام خطرخطر يمه زه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د