افغانستان سوپر سیکس ته ووت

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۶ل): افغانستان د نړیوال جام غوراوي سیالیو سوپر سیکس پړاو ته نن د هانګ کانګ او نیپال لوبډلو تر سیالۍ وروسته لار وموندله.

د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام یو ورځیني لوبو لپاره په غوراوي سیالیو کې افغانستان ته د نیپال بریا ته منتظر و، چې نیپال هانګ کانګ لوبډله ماته کړه او په مرسته یې افغان لوبډلې دویم پړاو ته لار وموندله.

د نیپال لوبډلې له پرلپسې درې ماتو وروسته نن هانګ کانګ لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو د کم اوسط په لرلو یې ونشو کړای له افغانستان څخه مخکې شي، او له غوراوي سیالیو بهر شوه.

هانګ کانګ نیپال ته ۱۵۳ منډې هدف ټاکلی و چې نیپال لوبډلې په ۴۱ اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ.

افغانستان اوسط د زمبابوې څخه په کمو منډو ماتې خوړلو او نیپال ته ماتې په ستر توپیر ماتې ورکولو سره لوړ شو، که څه هم اوس نیپال لوبډلې هانګ کانګ ته د پنځه ویکټو او لس اورونو په توپیر ماتې ورکړه خو بیا هم له افغانستان څخه مخکې نشو.

افغانستان چې په ګروپ بي کې ځای لري، ورسره سکاټلینډ او زمبابوې هم دویم پړاو ته لار موندلې ده، چې له ګروپ ای څخه ویسټ انډیز، آیر لینډ او شونې ده عربي امارات لار ومومي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې په غوراوي سیالیو کې خپلې لومړۍ درې سیالۍ پرلپسې وبایللې، خو په څلورمه لوبه کې يې نیپال ته د ۶ ویکټو او ۱۱ اورونو په توپير ماتې ورکړه او د اوسط په غوره والي کې یې ورسره مرسته وکړه.

د سوپر سیکس سیالۍ به د روانې میاشتې ۱۵مې نېټې څخه پېل کیږي، چې له شپږو لوبډلو څخه به یې دوه پایلوبې ته وځي او همدغه دوه لوبډلې به نړیوال جام ته هم لار مومي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

د نن ټکی اسیا چلوونکو ورونو :
سوپر سیکس ( Super sex ) پښتو کی لویی غویمی ته وایی او که ستاسی هدف له سوپر سکس څخه بل څه دی هغه بل څه باید په ډاګه شی