پښــــتو ادب

ژوند ادبي بهیر د روان ښوونیز کال وروستۍ ناسته وکړه

ژوند ادبي بهیر خپله نهه اتیایمه اوونیزه ناسته د عبدالباسط امیرزوی پر تلاوت پیل کړه.
د دریځ چارې د سباوون خاموش سره وې، په لومړي سر کې د یاد بهیر پخواني مشر خوشال دراني خبرې وکړې، نوموړي وویل د تېر یوکال راهیسې چې د بهیر مشري ورترغاړې وه په خپل وار یې تېر کال هغه ملګري، چې تېر کال فارغ شول یوــــ یو ستاینلیک یو د ژبو ادبیاتو پوهنځي له خوا او بل د ژوند ادبي بهیر له خوا ورکړل شول، چې ځانګړې ناسته یې هم ورته نیولې وه.

په روان کال کې یې هم یوه ځانګړې ناسته وکړه، چې په یوه ورځ یې د سمیع الله مجاهد د درېیو کتابونو مخکتنه او هم یې کالیزه ولمانځله.
نوموړي په خپلو خبرو کې هغه ستونزې هم یادې کړې، چې تېرو کالونو کې نه وې.
هغه له ټولو فارغ شویو او برحاله محصلینو څخه مننه وکړه، چې دوی سره اوږه پر اوږه کار وکړ او ژوند ادبي بهیر یې څلور کاله ژوندی وساته.
د بهیر نوي مشر نقیب احمد عزیزي که څه هم مسوولیت دروند وباله، خو له ملګرو یې هیله وکړه، چې یواځې یې پرېنږدي، عزیزي له ټولو فارغېدونکو محصلینو څخه مننه وکړه، چې یاد بهیر کې خپلې خولې وڅڅولې.
د یاد بهیر مرستیال الله محمد مشواڼی او د اړیکو مسوول هلال عاجز وټاکل او له ټولو ملګرو څخه یې هیله وکړه، چې دوی هېر نه کړي.
عبدالباسط امیرزوی د بهیر څلور کلنې خاطرې وویلې، چې یاد بهیر کې یې ډېر څه زده کړل او له نورو ملګرو څخه یې هم هیله دا وه، چې باید ژوندي اووسي.
سمیع الله مجاهد هم په دې خوښ وه، چې د انګلیسي ادبیاتو ترڅنګ یې په یاد بهیر کې له پښتو ادبیاتو سره هم اشنا شو.
الله محمد اتل ټولو ملګرو ته ډاډ ورکړ، چې د نوي ښوونیز کال په پیل کېدو به خپلو غونډو ته دوام ورکوي.
وروسته خوشال دراني، عبدالباسط امیرزوی او سمیع الله مجاهد ته دوه ـــــ دوه ستاینلیکونه یو د ژوند ادبي بهیر له خوا اوبل د ژبو ادبیاتو پوهنځي له خوا ورکړل شول.
غونډه دملګرو په ګډه دعایه پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x