د کاګیسو رباډا په غوره توپ اچونه سویلي افریقا استرالیا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ کب، ۱۳۹۶ل): د سویلي افریقا او استرالیا لوبډلو ترمنځ په دویمه ټیسټ لوبه کې سویلي افریقا لوبډلې استرالیا لوبډلې ته د کاګیسو رباډا په غوره توپ اچونه ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې لومړی استرالیا توپوهنه وکړه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۲۴۳ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا ډیويډ وارنر ۶۳ کیمرون بینکروفټ ۳۸ منډې جوړې کړې، د سویلي افریقا لخوا غوره توپ اچونه کاګیسو رباډا ترسره کړه چې ۵ ویکټې یې ترلاسه کړې، همدا ډول فیلینډر ۲ او لونګي نګیډي ۳ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې سویلي افریقا لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۳۸۲ منډې جوړې کړې، او پر استرالیا یې ۱۴۱ منډې غوره والۍ ترلاسه کړ، ددوی لخوا ای بي ډيویلیئرز غوره او مسوولانه لوبه نندارې ته وړاندې کړه، نوموړي ۱۲۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، همدا ډول ډین ایګر ۵۷ منډې جوړې کړې، د استرالیا لخوا پيټ کمینز ۳، میچل مارش او جوش هیزلووډ ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

ورپسې په دویمه پاڼۍ کې د استرالیا لوبډله د کاګیسو رباډا غوره توپ اچونې ته کمزوې ثابته شوه، او ټولې یې ۲۳۹ منډې جوړې کړې، چې سویلي افریقا ته یې د ۱۰۲ منډې هدف وټاکه، رباډا ۶ ویکټې ترلاسه کړې، همدا ډول کیشو مهراج او لونګي نګیډي ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

سویلي افریقا لوبډلې ټاکلی هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ، او د شپږ ویکټو په توپير یې استرالیا ته ماتې ورکړه.

کاګیسو رباډا په غوره توپ اچونه او د په سیالۍ کې د ۱۱ لوبغاړو په سوځولو د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه، خو نوموړي په لومړۍ پاڼۍ کې د استرالیا توپوهونکو سره د بد وضعیت له امله د دوو ټیسټ لوبو بندیز سره مخ شو.

د یادونې وړ ده چې استرالیا لوبډلې سویلي افریقا لوبډلې ته په لومړۍ ټیسټ لوبه کې ماتې ورکړې وه چې په دې سره یې سیریز په ۱-۱ برابر شو.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د