بهرنیو چارو وزارت: د تاشکند په غونډه کې طالبان ګډون نه شي کولی

نن ټکی اسیا (سه‌شنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۶ل): د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د تاشکند راتلونکي غونډه کې طالبان ګډون نه شي کولی او یوازې د سیمې او نړۍ ډيپلوماتان به پکې برخه واخلي.

د یاد وزارت ویاند شکېب مستغني ویلي، د تاشکند په غونډه کې به دافغانستان د سولې د خبرو پر څرنګوالي او مېکانېزم خبرې وشي.

ده د طالبانو د استازو د نه ګډون مخالفت یوازې د بهرنیو ډيپلوماتو د ګډون له امله وکړ.

تېره ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو، کېدای شي د تاشکند په راتلونکي ناسته کې طالبان ګډون ونه کړي.

د تاشکند د سولې راتلونکي ناسته د روانې مارچ میاشتې پر ۲۶مه او ۲۷ جوړېږي، چې د جګړې له اصلي لوري«طالبانو» پرته به پکې د سولې خبرې وشي.

ټاکل شوې، په دغه ناسته کې به د افغانستان او ازبکستان د چارواکو سربېره د امریکا، روسیې، چین، عربستان، ترکیې، برتانیې، جرمني، ایران، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان، عرب متحده اماراتو، پاکستان، ملګرو ملتونو او د اروپايي ټولنې ځینې لوړ پوړي چارواکي برخه واخلي.

افغان چارواکو د کابل پروسې په دویمه ناسته کې طالبانو ته ځینې وړاندیزونه وکړل؛ خو طالبانو تراوسه د افغان حکومت د سولې وړاندیزونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

افغان چارواکي د تاشکند ناستې ته داسې مهال د چمتووالي خبره کوي، چې په اندونیزیا کې ترسره کېدونکې غونډه ځنډېدلې ده.

طالبانو د اندونیزیا ناسته تبلیغاتي بللې وه او له علماوو یې غوښتي وو، چې په دغه ناسته کې ګډون ونه کړي.

5
تبصره وکړئ

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په کابل کی د روغی جوړی د پاره هم د ۲۵ هبوادو دیپلوماتان راغلی وو هلته یی طالبانو ته د امرکیا په قومانده بلنه ورکوله او طالبانو ته یی د ماشومانو په شان بلنه ورکوله چه نینی به درله واخلم بایسکل به درله واخلو ، رسمی ګوند به مو وپیزنو ، له تور لسته به مو وباسو وسله په زمکه کیږدی قانون او حکومت ومنی ، خوری چښی او حساب مه منی مګر تاشکند کی چه هماغه دول د څو هیوادو نماینده ګان راځی هغوی ته د د دیپلوماتانو نوم ورکوی وایی چه د طالبانو مخه مو خکه ونیوله چه… نور لوستل »

داود
میلمه
داود

دکابل اداره لکه چې لاره ورڅخه ورکه ده. زه فکر کوم دوی دسیاست په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې. ‌‌‌‌‌‌ډير ساده ګان دی. طالبانو له اولې ورځې نه خپل دریځ څرګنند کړی دی او پرې ولاړ هم دي. خو د کابل اداره. په دا دومره. بهرنی جنګی ماشین او تر حکومتی مامورینو زیاتو مشاورینو برسیره بیا هم داسې ساده ساده کارونه کوی چې د خلکو خندا پری راځی. الله دې دوی ته هدایت وکړی. امین

روح الله روحمل
میلمه
روح الله روحمل

طالبان که چیرته سوله کوی نو خپله وسله دی په ځمکه نږدی ترڅو چی امریکایی یرغلګر دلته دی همداشان که موقته سوله کوی نو باید د امریکایی یرغلګرو نه څو چنده زیاتی اډی جوړی کړی او د ټولی نړی د مجاهدینو لپاره په کی نظامی تمرینونه په لار واچوی او داشرط ورته کیږدی چی هیڅوک نشی کولای چی د مجاهدینو مخه هرچیرته چی ځی او له هر هیواده چی راځی ونیسی اوبل شرط داچی که افغان دولت سوله غواړی نو طالبانوته باید د ملی دفاع وزارت د کورنیو چارو وزارت د ملی امنیت ریاست د عدلی وزارت لویه څارنوالی او… نور لوستل »

عبدالوالی مشفق
میلمه
عبدالوالی مشفق

دا ځکه کومه سوله چی حکومت کوی او کومه سوله چی طالبان او اولس یی غواړی ډیر فرق لری حکومت ده خارجانو حضور دی وی اساسی قانون دی وی طالبان دی خارجانو ته خنډ نخه جوړوی
يعنی تسلم دی شی
اما طالبان او اولس ده خارجانو حضور ده جنک تصلی عامل بولی او اسلامی نظام غواړی نه کفری حاضر دولت مفصد فجور او ظالم جنایتګار شیی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د داود صاحب خبره سمه ده نه یواځی د کابل د غلامانو بلکه له بادارانو یی هم لیار ورکه شوی او دا د قران پیښ بینی ده او د قران دهغو ایتو تصدیق دی چه وایی د کفارو مثال د هغو مسافرو دی چه په ډیره طوفانی شپه او په یو لوی او پراخ ځنګل کی نامعلوم هدف او یا نامقدس هدف ته سفر کوی ، لیار یی پکی ورکه کړی چه بریښنا شی لږ خوښاله چه لیار مو وموندله او چه پریښنا لیری شی د سترګو لیدنه یی تر پخوا هم کمزوری حتی خپل ښی او چب لاس هم… نور لوستل »