Altaf husaidn101

د بریتانیا پولیسو الطاف حسین خوشي کړ

د بريتانیا پولیسو د پاکستان متحده قومي غورځنګ (M.Q.M)مشر الطاف حسین له څلو ورځني زندان وروسته خوشي کړ. نوموړی نن د بریتانیا په وخت نیمه شپه خپل سیمه ایز دفتر ته ورسید.

الطاف حسین چې د خپل ګوند ډېره برخه يې د پاکستان د سند ولایت په کراچۍ ښارکې ده، څلو ورځې وړاندې د بریتانیايي پولیسو له خوا له خپل کورنه یووړل شو.
پلویانو يې په بریتانیا او پاکستان کې غبرګونونه وښوودل او د نیول کېدو سره سم يې په کراچۍ کې د بریتانیا قونسلګري موقتاً وتړل شوه.
 الطاف حسن د میلونونو تورو ډالرو د سپینولو سربېره د خپل ګوند د بنسټګر عمران فاروق پر وژلو هم متهم دی. پر دې سربېره پرې د څلورسوه زرو  تورو پونډو د سپینولو تور هم دی.
ویل کېږي، چې نوموړی له بنده په ضمانت راخوشي شوی او د خپلې پورته لومړۍ دعوې اړوند په جولای میاشت کې بیا محکمې ته غوښتل شوی دی.
شپېته کلن الطاف حسین له لسیزو راهیسې په لندن کې مېشت دی، او له هماغه ځایه د خپل سخت دريځه ګوند رهبري کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د