fbpx
Hindwana351

که دغه هندواڼه خورئ، په جیب کې باید ۳۵۱ ډالر ولرئ

فکر نه کوم تر اوسه دې چا د ۳۵۱ ډالرو په بیه هندواڼه خوړلې وي. یعنې د یوې هندواڼې چې وزن یې شاوخوا ۲ کیلو دی، قیمت يې ۳۵۱ ډالره دی. هندواڼه دننه هماغه هندواڼه ده خو ځينې يې ګردې وي ځينې يې هګۍ شکله هندواڼې، دا  هندواڼه چې موږ يې یادونه کوو د «زړه» په څېر بڼه لري.

عربي رسینو لیکلي چې جاپان کې یو دهقان زړه ته ته ورته ۱۲۰ هندواڼې کرلي، چې له دغو يې ۴۰ په جاپان کې، ۴۰ په روس کې او ۴۰ نورې یې کویت ته لیږلي دي. د جاپان او د روس قیمتونه لا څرګند شوي نه دي چې په څو به خرڅې شوي وي، خو د تیلو څخه مالامال هېواد کویت کې بیا دغه هندواڼه په ۳۵۱ ډالره پلورل شوې.

نن ټکی آسیا دغه خبر د ځينو کسانو سره شریک کړ، چې په اړه يې نظرونه را واخلي په دې اړه عبدالرحمن چې د ننګرهار پوهنتون کې محصل دی ویل: « د یو داسې هېواد چې ۱۰۰ سلنه خلک یې مسلمانان وي په داسې شیانو دومره پیسې ورکول، ګڼ سوالونه راپورته کوي»، انجینر شفیع بیا ویل چې «په افریقا او نورې اسلامي نړۍ کې مسلمانان له لوږې مري او دوی چې د تیلو په پیسو مست دي، داسې بېځایه اسراف کوي».

محمد کریم خالص په کونړ کې د یوې لیسې مدیر دی، ده په خپلو څرګندونو کې ویل چې «په ۳۵۱ ډالرو زه خپله ټوله کورنۍ دوه میاشتې چلولی شم».

عادل خوګیاڼي بیا په دې اړه ویل چې «دوی یې څه کوي، نه یې پرې لاس تڼاکی شوی نه یې پسې پښې ستړي شوي، په کور کې ناست دي، ۵ او ۶ د تیلو کوهیان یې په نوم دي، له هغې ورته پیسې راځي او دوی پرې عیاشي کوي، که مسلمانانو خپلې پیسې سمې لګولی اوس به مو دا حال نه وای».

زیات شمېر کسان ځينې عربان په دې هم تورنوي چې په هغه شیانو چې هیڅ  ارزښت نه لري، له اندازې زیات مصارف پرې کوي، دوی ددغې «هندواڼې» اخیستل د بېلګې په توګه ښايي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د