ملګري ملتونه: په روان کال ۳۰ زره افغانان بې ځایه شوي

نن ټکی اسیا (سه‌شنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره وايي، د روان کال له پیله تراوسه ۳۰ زره افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

یادې ادارې په خپل اوونیز راپور کې ویلي، چې ډېری بې ځایه خلک د جګړو، د دولتي ځواکونو د عملیاتو او نورو لاملونو له مخې بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې تېره اوونۍ په خپل اوونیز راپور کې ویلي وو، په تېرو دوو میاشتو کې ۲۰ زره افغانان بې ځایه شوي، چې ځینې یې نوي راستانه شوي کډوال هم دي.

له پاکستانه د کډوالو د راستنېدو لړۍ د روانې مارچ میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوه، چې تراوسه سلګونه کورنۍ راستنې شوي دي.

په دې وروستیو کې ایران او پاکستان له خپلې خاورې نه د افغانانو په ویستلو پیل کړی، چې ډېری راستانه شوي کډوال له سخت حالت سره مخ دي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د