د کندوز ولایتي شورا: د هوايي ډګر په پروژه کې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ چور شوي

نن ټکی اسیا (سه‌شنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۶ل): د کندوز د ولایتي شورا غړي وايي، د کندوز هوايي ډګر سم نه دی رغول شوی او د بیارغونې په پروژه کې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ چور شوي دي.

د یاد ولایت د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وايي، هوايي ډګر په معیاري ډول نه دی رغول شوی او د بیارغونې شرکت پکې میلیونونه افغانۍ چور کړي دي.

د ایوبي په خبره، د هوايي ډګر کیفیت ډېر ټیټ دی او په کوم شکل چې باید رغول شوی وی، هسې نه دی رغول شوی.

ده د کندوز له ځايي چارواکو وغوښتل، چې دغه ډګر دې بیا ځلې په معیاري ډول جوړ کړي.

د کندوز د ولایتي شورا د غړو په خبره، د دغه هوايي ډګر د رنوې کرښه دوه نیم کیلومټره رغول شوې؛ خو کیفیت یې ټیټ دی.

خو د کندوز د هوايي ډګر مسوولین وايي، د دغه هوايي ډګر پرانیسته د پخواني والي اسدالله عمرخېل او د ملي تدارکاتو له لوري شوې ده او هغوی هغه وخت سم بللی و.

د کندوز هوايي ډګر اوس مهال یوازې د پوځي الوتکو د ناستې لپاره دی او ملکي الوتنې ترې نه کېږي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په لویه پروژه کې د فساد خبره رسنیزه کېږي، بلکې له دې وړاندې سلګونه پروژې د بشپړېدو څو میاشتې وروسته له منځه تللي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د