fbpx
selab awba

بغلان: سیلابونو نږدې پنځه زره کورنۍ زیانمنې کړې

د پرونیو بارانونو له امله په بغلان کې نږدې پنځه زره کورنۍ زیانمنې شوې، چې شاوخوا سل تنه پکې مړه شوي دي.د بغلان سیمه ایز چارواکي وايي، چې پرون مازیګرني باران د دې ولایت د ګذرګاه نور په ولسوالي سېلابونه بهولي چې ډېر زیان يې اړولی دی.

د ګذرګاه نور ولسوال نورمحمد ګذر وايي، چې په دغو سېلابونو کې نږدې سل تنه مړه شوي، چې تراوسه يې د پنځوسو (۵۰) تنو جسدونه راویستلي دي او د نورو د جسدونو لپاره هڅې روانې دي.
د ګذرګاه نور د ولسوال له قوله پرونیو سیلابونو په اته دېرشو کلیو کې نږدې پنځه زره کورنۍ زیانمنې کړې دي.سیمه ایز چارواکي وايي دوی به هڅه وکړي، چې له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي.
تر دې وړاندې د بدخشان په ځمکښويېدنه کې افغان ولس د همغږۍ او اتحاد یوه بې ساري نمونه وړاندې کړه.
زیانمن شوي خلک په تمه دي، چې نور هېوادوال به يې بې مرستې نه پرېږدي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د