قرآن، ولې مُعْجِز، او داللّه تعالی کلام دی؟

لیکوال: ملا حبیب اللّه ”مؤذن ”

پدې خبره زموږ ټولو ایمان دی چې قرآن کریم د اللّه تعالی کتاب دی، اودده په څیر کلام هیڅوک ویلی نه شي؛ هغه معنوي او لفظي مزایاوې او خصوصیات چې قرآن کریم یې پخپله غیږه کې لري، په بل کلام کې به یې تر قیامته پورې څرک ونه مېندل شي،چې په حقیقت کې همدا د “معجز “معنا هم ده.

“معجز” عاجز کوونکي ته وایي.

قرآن هم په خپل تاریخي اعلان سره ټوله نړۍ او قومونه یې تر قیامته پورې چلینج کړي دي ترڅو دده په څېر یو آیت جوړ کړي.

اوس خبره ددې اعجاز د فهم او ادراک ده.

نو په دې هکله باید ووایم چې اصلاً د قرآني اعجاز درک ذوقي شان لري؛ په دې معنا چې د لیکنې او تدریس له لارې یې د افهام او تفهیم حق نشي پوره کېدای؛ لکه څنګه چې د کوم خواږه شي مخصوص خوږوالی په پوره توګه تر هغو پورې نشي فهمېدای ترڅو پورې چې څکه ترې ونشي.

که د یو چا د ذایقې حس بالکل روغ وي نو یوازې هغه کولی شي چې مثلآ “دآم” ځانګړی خوږوالی محسوس کړي، او دا به بیا داسې احساس وي چې د هېڅ شک او تردّد امکان به پکې نه وي.

نو همدا راز که یو څوک په عربیت کې دومره ماهر وي لکه پخواني عربان، نو هغه بیا د قرآني اعجاز په فهم کې هېڅ مشکل نه لري.

د یاړونې وړ ده چې دا ډول ادراک، چې معیاري یا مسلکي ادراک یې بللی شو د هرچا د وس خبره نه ده.

خو قرآن کریم ډیری داسې خصوصیات هم لري چې د هغو په ملاحظه کولو سره د عادي فم لرونکی انسان هم دا ميندلی شي چې دا کلام د اللّه کلام دی.

یو څو همداسې خصوصیات یې په لاندې ډول دي:

۱:انسان او قوتونه یې محدود دي؛ ځکه هم چې هرڅومره غټ او بليغ ترين شاعر وي، شاعري به یې په یو خاص میدان او دائره کې د خپل کمال په ښودلو باندې قادره وي، که له دې دائرې نه یې را وباسې بیا یې هغه زور نه وي.

مثلآ: د عربود مشهورشا عر “امرألقیس “کمال یوازې د ښځو او آسونو د ښکلا او محاسنو د بیان په دائره کې منحصر دی.

“اعشی “بیا د شرابو په بیان کې نامتو دی.

همدا راز فردوسي او نظامي د جنګي مضامینو نران دي، او “سعدي ” د اخلاقي.

خو یوازې قرآن دی، چې هر ډول مضامین بیانوي خو د فصاحت مينار یې همداسې بې تو پیره دنګ ولاړ وي.

۲: په هره ژبه کې چې کوم کتاب ولیکل شي سل دوه سوه کاله وروسته، په اړونده ژبه کې د تغیراتو له وجې د هغه کتاب په فهم کې دېرې ستونزې پیدا کیږي، لکه د امير کروړ د وخت پخواني پښتو متون.

او یادا چې:

حضرت شاه عبدالقادر صاحب پخوا د قرآن کریم ترجمه په اردو ژبه کې کړې وه، خو د وخت په تیریدو پکې د افادې په لحاظ ډیری مشکلات پیدا شول، چې بالآخره “شیخ الهند” دېته اړ شو چې همدا ترجمه په نوي قالب کې وړاندې کا.

خو ددې برعکس د قرآني الفاظو انتخاب د داسې چا له لوري شوی دی چې هيڅکله به یې د فهم په اړه څوک له مشکل سره مخ نشي.

دا لاڅه، بلکې، همدا قرآن لا، هم د عربیت د ټولو فنونو د قواعدو ستر مأخذ دی.

۳: شاعران که عرب دي که عجم، د خپل زور ښودلو په پار د درواغو پولې تر پښو لاندې کوي؛ ځکه هم د عربي شاعرۍ په هکله مشهوره ده:

“أَحْسَنُه أ کْذبُه ”
(ښه یې هغه ده چې دروغ پکې ډیر وي)

خو قرآني مضامین د خپل فصاحت او کمال له عروج سره سره د رښتیاوو پوره پابند دي.

۴:د قرآن د بیان طرز له نوښته ډک اسلوب لري؛ معمولآ هر انسان له خپل ماحول نه په تأثر هغه کلام صادروي چې دده په شاوخوا کې رواج وي، خو قرآن کریم د هغه مهال له أدبي ماحول نه په بغاوت کولو سره د کلام داسې نمونه وړاندې کړه چې د عربو غونډ فصیحان یې هېښ کړل:

د نړۍ په ټولو ژبو کې د کلام درې ډوله مېندل کیږي:

لومړی: منظوم.
دوهم: منثور مسّجع.
دریم: منثور غیرِمسّجع.

خو قرآن کریم له یوه سره هم ورته والی نلري؛ نه پوره منظوم دی، نه پوره منثور دی، او نه مسّجع منثور.

۵: انساني خبرې د انسان له جذباتو نه متأثرې وي او دی پخپله ، د همدې جذباتو تابع:

که یو څوک د غصې په حالت کې څه وایي، نو په خبرو کې به یې د ترحّم او نرمۍ څرک ونه وینې، او همداسې که یو څوک د نرمۍ او محبت په جذبه کې خبرې پیل کا هغه بیا په عین وخت کې د قهر او نفرت په خبرو باندې قادر نه وي؛ او دا ځکه داسې وي چې په انساني جذباتو کې اعتدال نه وي.

خو قرآن کریم بیا د اِنذار او اِبشار، دوزخ او د جنت، د قهر او ترحّم ټول مضامین په یوه وخت بیانوي.

۶:ساینس که هر څومره ترقي وکړي، قرآني مفاهیم نشي چلینج کولای، بلکه ساینس لګیا دی سوکه سوکه په هغه تکویني معارفو باندې خُشند وهي، کوم چې قرآن کریم سوونه کاله وړاندې بشر ته القاء کړي دي.

۷: که د هر چا کلام مطالعه کړایشي نو داسې الفاظ به ضرور پکې وي چې د کوم بېروني فشار او تأثیر بوی به ترې راځي او دا به ترې اخستای شې چې نوموړي دا خبرې د ډار او یا کمزورۍ په حالت کې کړي دي، که د کوم چا په خبرو کې څه قوت او شانُ شوکت محسوسيږي نو هغه به هم معمولي او مبالغه آمېزه حیثیت لري.

خو د قرآنکریم په لوستونکیو باندې پټه نده چې د نوموړي په هره صفحه کې داسې الفاظ ترسترګو کیږي چې دا ترې په واضحه توګه محسوسيږي چې دا د یوې داسې هستۍ خبرې دي چې له چانه خو متأثر نه، بلکه د کائناتو په غټو او وړو ارکانو یې پوره حکمراني چليږي.

یومثال یې:

د نوح”علیه السلام ” له طوفان نه وروسته باید د ځمکې مخ له اوبو نه فارغ شوی وای، چې دا کار اللّه تعالی وهم کړ، خو خبره ددې کار د کولو د کیفیت بیانولو په انداز کې ده، چې اللّه تعالی یې په داسې الفاظو بیان کړی چې د هر حرف حرف نه یې مطلقه حکمراني مالومیږي:

[وقیل یا أرضُ ابْلعی ماءَکِ ویا سماءُ أقلِعی]

(او وویل شول :چې ای ځمکې! اوبه دې تېرې کړه، او ای آسمانه! اوبه دې دربندې کړه)

زاتي مو نور نه ځنډ وم فقط دا یو نکل راسره واورئ، ځکه دا بحث هغه بې ساحله سمندر دی چې حدود یې یوازې اللّه تعالی ته مالوم دي:

د قرآن د نزول په مهال په کعبه شریفه کې أووه داسې مشهورې قصیدې راځړېدلې چې په ګرده عربي نړۍ کې یې ساری نه درلود.

چې کله قرآنکریم په نزول پیل وکړ، نو بې لدې چې څوک ورته ووایي، د هرې قصیدې د شاعر خپلوان یو، یو راغی او د قرآن کریم په مقابل کې د دې قصیدو د ناکامۍ د ښودلو په پار یې یوه یوه قصیده راکوزه کړه، خو یوازې امرألقیس ته منسوبه قصیده ځکه همداسې ځړېدلې پاتې شوه چې خور یې د دې کار له کولو نه انکار وکړ.

خو څه وخت وروسته یې خور د قرآن کریم دا آیت واورید:

[وقِیْلَ یا أرضُ ابْلَعِی ماءَکِ ویاسماءُ اقْلِعِی وغِیْضَ الماءُ] نو سمدلاسه راغله او د ورور قصيده یې راښکته کړه.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د