ازادۍ…

هــمــت بــدري.🖋…

رازي له هرطرف خوږې وږمې دازادۍ
ښکاریږي په هرلور بلي ډېوې دازادۍ

خزان لمنه ټوله کړه سپرلی ورپسې راغی
چـمـن کـې بلـبلان وایـي نـغمـې دازادۍ

ودان به شي په هرځای کې ړنګ شوي ګدرونه
ډکـېـږي لـه ژڼـکــیـو بــه حــجــرې دازادۍ

پیغلوټي به راټولې شي دبرکلي ګدر کې
شیـنکي منـګـي به ډک کړي له چینې دازادۍ

خماربه شي زلمي به اتڼونو باندې سر شي
چـه وڅـکي څو خـوږې خـوږې پیالې دازادي

یاران به تري راټول وي هغه پورې شینکي ډاګ کي
.هـمـت بــدري. بـــه لـیـکـي تـرانـې دازادۍ