انتخاب، غزل

لاندې دښمن، دپاسه ډرون، د ژمي شپه او چاپه
کړنګ د بمبار، غرونه، کورونه لولپه او چاپه

شېبه شېبه د بې هوشۍ، ماحول خپه او چاپه
ذکر د رب، د زړه سکون، د خوب چپه او چاپه

نشته سرپه، هره تپه باندې ټاپه سیاپه*
سهار، ماښام، اوړی او ژمی، او چاپه او چاپه

لاس کې دوربین، مخابره، پیکا ته پروت قمندان!
د وینو ډنډ، له ځانه لاندې ماته ښپه* او چاپه

روستۍ سلګۍ او مخه ښه له څړیکې څړیکې ژونده
یاد د ملګرو! د زخمونو په تسپه او چاپه

هسې بچي خو ایوبي ته وَرته نه زیږوي!
د جیټو شور! د وړو مور! د ننګ ټپه او چاپه

ژوند د کمر په سر ولاړ، وروستی دیدن او خالؔد
پروت ټپي یار، غزل غزل، څپه څپه او چاپه
ـــــــــــــــــــــــ
خالد خراساني
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سیاپه: توره تیاره
ښپه: پښه (د مومندو لهجه)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د