نړۍ

د جیونیوز پاکستاني تلویزیون خپرونې وځنډول شوې

نن ټکی آسیا:د پاکستان مشهورې تلویزیوني شبکې، جیونیوز خپرونې د جمعې پر ورځ (جون، ۷، ۲۰۱۴م) وځنډول شوې. دغه تلویزیوني چېڼل خپرونې ځکه بندې شوې، چې د پاکستان د برېښنايي رسنیو د تنظیم ټولنې د دې تلویزیون د خپرونو لایسنس د پنځلسو ورځو لپاره لغوه او د لس ملیونه کلدارو جرمانه یې هم پرې ولګوله.

د جیو خپرونې به د روان جون میاشتې تر ۲۰مې پورې بندې وي.

جیونیوز او د پاکستان د پوځ ترمنځ هغه مهال لانجه جوړه شوه، چې د تېر اپرېل میاشت پر ۹مه د یاد تلویزیون مخکښ خبریال، حامد میر د پاکستان کراچۍ ښار کې په نښه شو او سخت ټپي شو. د میر کورنۍ د ده د وژنې د هڅې پړه د پاکستان د څارګرې ادارې یا آی ایس آی پر مشر، جنرال ظهیر الاسلام واچوله. جیو له یادې پېښې وروسته، د څو مسلسلو ساعتونو لپاره د جنرال ظهیر انځور د دې تلویزیون پر صفحه خپراوه.

د جیو او پاکستاني حکومت تر منځ وروسته له هغې ناندرۍ را پورته شوې،چې د دې شبکې پر مشهور خبریال حامد میر باندې له وسله وال برید وروسته د هغه د ورور له خولې د دغه برید پړه مخامخ د پاکستان د استخباراتي شبکې پر مشر ور واچول شوه.

د پاکستان د دفاع وزارت دوې میاشتې وړاندې -په اپریل-کې د جیو تلویزیون د خپرونو د بندولو غوښتنه وکړه.

د جیو تلویزیون چې د پاکستان په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۸۰۰ همکاران او خبریالان لري، وایي له څه مودې راهیسې تر فشار لاندې دي او په مسلسله توګه ورته ګواښونه کېږي.د جیونیوز پاکستاني تلویزیون خپرونې وځنډول شوې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x