madrasa

پګړۍ څه ده اوڅه پیغام لري

لیکنه: مولوی ضیاءالحق صدیق یار

پګړۍ چه په عربی ژبه کې ورته عمامه ویل کیږی داحادیثو دکتابونو څخه ثابته ده حضرت عبدالرحمن ابن عوف رض فرمایی

«عممنی رسول الله ص‌» یعنی ماته رسول الله پګړۍ راوتړله.

پګړۍ څه ده اوڅه پیغام لری.

هوکی پګړۍ سپینه ده سپیڅلې ده، ښکلې ده، دنبوی وراثت زیري ده، هغه څه ده چه طالبجان ورته دیارلس اوڅوارلس کاله انتظارکوی اوټولی خوښۍ یی همدی پوری تړلی وی، پګړۍ دشهادت الهام او زیری دی.

پګړۍ نوجوان فاضل ته پیغام لری.

موږ په (۱۳۸۷ه ش) کال کې دجامعة العلوم الاسلامیه زرګری په مدرسه کې دلویې دوری مبارک درسونه ویل او اخری کال مو ؤ

کله چه دکال وروستی شيبې وی زموږ مشفقو استاذانو راته په وروستی ورځ ځانګړی نصایح او پیغامونه لرل« مشت نمونه خروار »دخپلو دوه قدردانو استاذانو یو وصیت لیکم.

زموږ استاذ دهیوادجیدعالم مرحوم شیخ الحدیث مولاناعبدالستار جان رحمه الله راته ویل ګلانو فاضلانو هسی نه وی دا سندونه د دنیوی متاع اوسامان ذریعه جوړه کړئ، په رسمی اسنادو یی بدل کړئ.

او درس تدریس به کوئ که تدریس موپریښود دابه له مورپلار، استاذانو او….. سره خیانت وی ځکه هغوی پرتاسو مصرفونه ددینی علم لپاره کړی.

اوبیایی دمحمدادریس په نوم دیوعالم قیصه کوله هغه اونور ملګری فارغ شول ده تجارت شروع کړ اوملګرویی تدریس یوکال وروسته خوب ګوری چه دقیامت په ورځ اعلان وشو، علماء دی راپورته شی دی هم ورپورته شو کله چه روان شو ملائکو راوګرځولو ده وویل زه هم عالم یم او دامی ملګری دی هغه ورته وویل تاتدریس پریښئ کله چه بیدارشو تدریس یی شروع کړ.

او شیخ الحدیث مولاناافضل حسین حسینی دامة حیاته بیا راته وصیت وکړ او خپله مبارکه پګړۍ یی راواخیسته او ویل یی.

فاضلانو! موږ خپله پګړۍ ستاسوپه سر کیښوده نور به دا دروند مسؤلیت ستاسو پر سر وی او خدمت به کوی.
په اخرکې ټولو فاضلانو ته دخپلو ګرانو استاذانو دوصیت دتعمیل هیله لرم اوددستار د ولو مبارکی ورته وایم مبارک موشه . پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د