ددستاربندی خاطري!!!

لیکنه: م اصف کرار

په اسلامي ټولنه کې دينی مدرسی خورا زیات ارزښت لري .

ځکه چې ديني مدرسې دعلم سربیره په اخلاقی او ادبي بڼه ټولنې ته کامل او باکرداره وګړی وړاندې کوي،
همدا لامل ده چې ټوله اسلامي نړۍ له مدرسوسره همکار اوزړه سوانده ده، په عامه توګه سره دديني مدرسو کالني درسونه، دشوال په میاشت کې پیل اودرجب المرجب په میاشت کې پای ته رسیږي،

په کومو جامعوکې چې دحديثو لویه دوره ویل کیږی هغه په پام کې لري، چې دطالبانو ددستاربندۍ په موخه یوه ستره روحاني غونډه جوړه کړي،

دحدیثو دسترې دورې طالبان هم یوله بل سره دکال له پیل نه دکال ترپای دجلسو اوغونډو په ترتیبولو مجلسونه کوي، اودراتلونکې ژوند په اړه دخپل هدف په ټاکنوکې دخپلودرنو استادانو اوخواخوږو ملګرو سره مشورې کوي،

خوافسوس!

چې ډېری ملګري دحدیثو دسند ترلاسه کولو پرمهال دجامعې اواستادانو سره ژمنه وکړي چې په دې سندسره به زمونږ موخه اوهدف ددین خدمت وي بیا خپله ژمنه سرته ونه رسوی،

اوله هماغه شرعي سند چې دخپلودرنو استاذانو لاسلیکونه پرې شوي وي ناوړه او ناروا ګټه پورته کوي،
ډېرځله دسفرپرمهال ملګري یوله بل څخه دژوند دخوږو اوترخوخاطرو په هکله پوښتنې کوي، کله چې ماته نوبت راشی زه ورته ځواب کې وایم چې زما په ژوندکې خوږه اوترخه خاطره زما داحادیثو ددورې ( ددستاربندی) کال وو،
خوږه خاطره خوله دې امله وه چې ددولسو کالنو ثمره مې په همدې ورځ لاس ته راوړه اودخپل پلار،مور، وروڼو اونورو دوستانو اوملګرو دهیلو اوارمانونو کاروان منزل ته ورسیده،

او دناهیله کوونکي شیطان دغرور ورمېګ هم په دغه ورځ روحاني تورو مات کړ.

ترخه خاطره بیا له دې امله وه، چې په همدې ورځ يو داسې دروند مسولیت راپه غاړه شو چې دالهي نصرت پرته دبشریت له وس او توان لرې خبره ده ،

یادونه:

دلویې دورې داحادیثو زده کونکې دي په دې پوهه شي چې تاسوته همدغه مسولیت متوجه ده باید دراتلونکي ژوند په اړه ښه سوچ اوفکر وکړئ ا وپه دې پوهه شي چې وخت څومره ارزښت لري؟

اوڅومره ژرتیردونکې ده.اوبس…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د