fbpx

د سي آی ای مشر د امريکا د بهرنيو چارو وزير ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (سه‌شنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۶ل): د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د امريکا د استخباراتو (سي آی ای) مشر يې د بهرنيو چارو وزير په توګه ټاکلی دی.

ټرمپ په خپله ټويټر پاڼه، د بهرنيو چارو له وزير ريکس ټيلرسن څخه د کړو خدمتونو مننه کړې او ويلي يې دي چې د هغه پر ځای به مايک پامپيو غوره کار وکړي.

دغه راز ټرمپ، ميرمن جينا هاسپل د امريکا د مرکزي استخباراتو د مشرې په توګه ټاکلې ده.

د ټرمپ په خبره جينا هاسپل به لومړنۍ ښځينه وي چې د سي آی د مشرې په توګه به دنده کوي.

تر اوسه د ټيلرسن د لرې کولو او د نويو تبديلو لامل نه دی په ډاګه شوی خو په دې وروستيو کې د امريکا د بهرنيو پاليسو په اړه د دغې هېواد شنونکو او سياستوالو نيوکې لرلې.

په دغې دندو د پاتې کېدلو لپاره بايد د بهرنيو چارو نوی وزير او د سي آی ای نوې مشره د امريکا له کانګرس څخه د باور رايې واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د