شعـــــرونه

تيار آسونه/ عُقابي جانان

جنګ او غزا ته مو ساتلي دي تيار آسونه
په اول صف کې اودرولي مونږ قطار آسونه

غشي لينده، زغره او ډال زمونږه زیب،زینت دی
تېره خنجر هم سپينه توره او سنګار آسونه

ښه مو ساتلي او روزلي د جهاد لپاره
اور او اوبو باندې ورخېږي نکړي ډار آسونه

په مونږ دوزخ حراموي مونږ ته جنت رابخښي
ګرم ډګر کې چې کړي پورته ګرد غبار آسونه

په تاوده جنګ کې ئې له پښو خيږي د اور پڅري
د تکبير غږ سره کوي سم ترپهار آسونه

څومره مستي کړي پرمختګ کوي په شا نه راځي
مونږ سره سم په کافرانو کوي وار آسونه

آسونو باولې هم حساب دي د ثواب تله کې
قرآن،حديث کې ستايل شوي دي بار بار آسونه

بیا پرې غازيان سواره باره شول”عُقابي جانانه”
غزا ته درومي کړي عجيبه شڼهار آسونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x