نظــر

هر پښتون افغان دی؟

لیکوال: بصیر الحق عادل

څېړنه: بصيرالحق عادل

يو ځای مې اورېدلي وو چې: «هر پښتون افغان دی خو هر افغان پښتون نه دی» له دې جملې موږ ته ښه جوتيږي چې پښتانه يانې افغانان. په دې لنډه ليکنه کې مې د پښتنو او افغانانو په اړه يو څو خبرې کړي دي، د هغو پښتنو لپاره چې ځانونه افغانان نه بولي د يو شمېر دلايلو پر بنسټ ما دا ثابت کړي دي چې پښتانه ټول افغانان دي.

دغه راز مې يو شمېر معتبرې سرچينې هم پسې وپلټلې خو هومره نه چې اړتيا وه، خو زما د مطالعاتو له مخې د پښتنو او افغانانو د تاريخ کتابونه تر ډېره ورته والی لري او هغه کره تاريخ چې څېړونکي پرې يوه خوله دي، له ډلې يې ما يو ماخذ ته مې مراجعه وکړه او د خپلې دې څېړنې لپاره مې ترې ګټنه وکړه.

پښتانه يا افغانان چې نړۍ کې يو پېژندل شوی قوم دی، ډېرې څېړنې او ليکنې هم پرې شوي دي، د «افغان» د کلمې څخه د «پښتون» کلمه ډېره لرغونې ده او پښتانه هغه اريايان دي چې بلخ کې يې ظهور وکړ او په درې خواوو بېلابېلو سيمو ته وکوچېدل.

پښتانه د خپل لوی کور افغانستان ترڅنګ په پاکستان، ايران، امريکا، هندوستان، چين، جرمني او نورو لسګونو هېوادونو کې استوګنه لري چې په زده کړو او خپلو کارو بارونو بوخت دي، خېبر پښتونخوا کې د ورکړل شويو سرشمېرنو له مخې شاوخوا ۱۸ ميليونه پښتانه ژوند کوي.

پښتانه د تاريخ په اوږدو کې په بېلابېلو نومونو ياد شوي دي چې دلته يې راوړل تکراري بولم خو د هغو له ډلې يو د «افغان» نوم هم دی چې تر ډېره اسلامي مؤرخينو په خپلو اثارو کې په دې نوم ياد کړي دي.

پوهاند حسن کاکړ په خپل کتاب پښتون، افغان، افغانستان کې ليکي: «پښتانه په اصل کې ساکا دي، ساکا چې له ستيانو نه جلا يو اريايي قوم و، په کومې نامالومې لرغونې زمانه کې د اريايانو له لويې ډلې نه بېل شوي او بيا ډېری يې په لرغوني افغانستان يا اريانه کې مېشت شوي دي، په دې ډول پښتانه د افغانستان لرغوني اوسېدونکي دي.»

دلته د پوهاند کاکړ له څرګندونو جوته شوه چې پښتانه اصلاً د افغانستان دي او هغه څوک چې د افغانستان وي د افغانستان د اساسي قانون له مخې پرې د «افغان» کلمه اطلاق کېږي.

دغه راز پوهاند حسن کاکړ په ياد اثر کې بل ځای ليکي: «ګاونډيو ولسونو پښتانه د اسواکا، اوسوه غانه او ابګان په نومونو يادوي چې بيا هغه په اسلامي افغانستان کې په افغان تحول وکړ، هغسې چې نور پښتانه افغانان بلل وروسته يې د افغانستان ټول اوسېدونکي هم په دغه نامه يادول.»

موږ مخکې هم اشاره وکړه، افغان هغه کلمه ده چې پښتنو ته د نورو خلکو لخوا ورکړل شوې ده، پښتنو ته د پټان نوم هم ورکول شوی دی خو دوی ځانونه پښتانه بولي.

انګريزي مستعمرې د خپل سياست په پايله کې په ۱۸۹۳ ز کې د پښتنو پر زړه د بېلتون کرښه راکښله چې اوس د ډيورنډ کرښه ورته ويل کېږي، خو انګريزان ونه توانېدل چې د پښتنو فرهنګ، دودونه، رواج، تاريخ، ادب، مذهب او ټولنيزې اړيکې سره پرې کړي، نو تر اوسه پورې د «لر او بر پښتون» په نوم يادېږي او يو له بل سره مذهبي، فرهنګي او کلتوري اړيکې پالي.

دغه راز پروفيسر پرېشان خټک په خپل کتاب پښتانه څوک دي؟ د پښتون د کلمې سره د «افغان» کلمه يو ځای راوړې ده، هغه ليکي: «پټان، افغان او يا هم پښتون يو داسې جامع او ټولشموله کرکټر دی چې د خپلو خويونو او دودونو په رڼا کې له بېلابېلو نسلونو سره تړل شوي دي»

دا کتاب چې د پښتنو پر تاريخ پکې څېړنه او کره کتنه شوې ده غوره اثر ګڼل کېږي او د ډېری پوهانو بېلابېلو نظرونه پکې راخيستل شوي دي.

دغه راز پوهاند حسن کاکړ په خپل کتاب کې د افغان د کلمې په اړه ليکلي: «د افغان نوم دغومره حاوي، يو موټی کوونکی او تمثيل کوونکی شو چې د وطن ټولو اوسيدونکو هغه په دغه مفهوم ومانه او غوره شويو استازو يې په اساسي قانون کې ثبت کړ.»

خوشال خټک چې لوی پښتون شاعر دی او ويل کېږي چې له ده پرته پښتو ادب نيمګړی دی ولې د پښتون پر ځای د افغان دعوه کوي؟

بابا فرمايي:

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم

د «افغان» کلمه عامه ده په دې خاطر يې کارولې ده، مخکې مو هم يادونه وکړه چې هر پښتون افغان دی خو ولې هر افغان بيا پښتون نه دی، افغانستان کې له پښتنو پرته نور قومونه هم ژوند کوي چې هغوی ته هم افغانان ويل کېږي.

پوهاند حسن کاکړ وړاندې ليکي: «افغان هغه څوک دی چې د افغانستان تبعه وي، د پښتونخوا پښتانه يا ډېری هم ځانونه افغانان ګڼي نو د افغان دغه نوم د يو ځانګړي ولسي مفهوم نه ملي مفهوم ته تحول کړی.»

پورته مې د يو څو تاريخ پوهانو له کتابونو ځينې بېلګې راواخيستې چې ترې څرګنديږي پښتانه ټول افغانان دي، اوس راځم خپل فکر او خپلو دلايلو ته:

يوې پښتنې سندرغاړې د ډيوه راډيو سره مرکې کې وويل چې زه افغانه نه يم، نو ما د دغو خبرو په غبرګون فيس بوک کې يو پوسټ وکړ او تعجب مې وکړ چې د پښتو ژبې يوه هنرمنده چې پر خپل هنر وياړي او دا دعوه کوي چې خپلې ژبې ته خدمت کووم خو د خپل ټاټوبي او خپل هويت څخه انکار کوي.

زما دې خبرو پر ټولنيزو شبکو ګڼ غبرګونونه راوپارول او ډېری لوستو خلکو چې ليکوال، مدني فعالان او د پوهنتون استادان هم پکې شامل وو وويل، چې هر پښتون افغان نه دی نو ځکه دې څېړنې ته مجبور شوم.

اوس په دې اړه خپل تحليل ته راځم چې ولې هر پښتون افغان دی:

يو؛ يو شمېر افغانان ډېری هغه پښتانه چې په نورو هېوادونو کې په تېره بيا پاکستان کې يا خېبر پښتونخوا کې استوګن دي د افغان په نوم نه پېژني او نه يې افغانانو کې شمېري، دوی هغو پښتنو ته چې خېبر پښتونخوا کې اوسيږي د «پاکستاني پښتنو» ترکيب کاروي چې دا کار له يوې خوا سياسي اړخ لري او بل اړخ يې زموږ ناپوهي ده.

که موږ د خېبر پښتونخوا پښتانه افغانان ونه بولو نو بيا ولې دعوه کوو چې د ډيورنډ کرښه تحميلي ده، يا وايو چې «لر او بر يو پښتون» که لر او بر يو پښتون وي نو مخکې خو ثابته شوه چې پښتون يانې افغان.

دغه راز موږ په لوی لاس د هغه ولس ترمنځ د نفاق کرښې راکاږو چې د ټولنې نړۍ لپاره يوه مطرح قوم يا ملت دی او دا کار موږ په خپل لاس کوو.

دوه؛ خېبر پښتونخوا کې يو شمېر استوګن پښتنانه چې ډېری يې لوی لوی سياستوال، فرهنګيان او هنرمندان دي دوی وايي موږ پښتانه يو خو افغانان نه يو. د دوی دا دليل ځکه د منلو نه دی چې پښتانه چې سوچه اريايان دي او ظهور يې له بلخ کړی دی، يا پښتانه د افغانستان اصلي اوسيدونکي دي او هر څوک چې د افغانستان اوسيدونکی وي نو هغه افغان دی، نو بيا دوی دا دعوه ولې کوي چې موږ پښتانه يو؟

دوی به هم ښايي دا کار يا له دې امله کوي چې نه پوهېږي او يا به د سياسي فشارونو، موقفونو د ساتنې او هلته د اوسېدو لپاره يوه پلمه وي.

دغه راز هغه وخت دوی په کومه سيمه پورې تړلي وو چې پاکستان له نه و رامنځته شوی او د ډيورنډ کرښه نه وه رامنځته شوې؟

درې؛ تر اوسه د ډيورنډ دواړو غاړو ته د پرتو پښتنو دودونه، فرهنګ، کلتور، ژبه، مذهب او ادب يو دوی چې کله موږ دغه ډول مشترک ټکي ولرو چې د يو هېواد اساس جوړوي نو بيا بېلېدلی ولې شي؟

وروستيو کې دې پايلې ته رسېږو چې ټول پښتانه افغانان دي، افغانستان د پښتنو لرغونی او اصلی کور دی دا چې موږ د سياسي فشارونو يا مجبوريتونو پر اساس پر ټوټو وېشل شوي يو نو دا جلا مسأله ده خو له بده مرغه ډېری پښتانه لا هم ځانونه افغانان نه بولي او خپله د خپل نوم د ورکولو هڅې کوي.

د افغانانو د يووالي په هېله!

اخيستنې:

۱: کاکړ، پوهاند حسن، پښتون، افغان، افغانستان (۱۳۹۰) د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، کابل

۲: خټک، پروفيسر پرېشان، پښتانه څوک دي، د هجرت الله اختيار ژباړه (۱۳۹۱)، مومند خپروندويه ټولنه

۳: څوليزی، محمد عثمان، پښتون، افغان او پټان، مقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد

لیکنه مې دې له سره تر آخره ولوسته. ډېر ځایونه پکې تناقضات او دروغ پراته دي. لمړی دا چې ته هېڅ حق نه لرې چې ځان ته د څیړنې اختیار ورکړې، ستا په لیکنه کې د څېړنې هېڅ څرک نه لګیږي، ځکه څیړنه د مستندو شواهدو او ثبوتونو پر اساس کیږي، حال دا چې ستا لیکنه پدغه جمله پیل شوې ده (یو ځای مې اورېدلي وو) چې دغه جمله پخپل ذات کې د تحقیق او څیړنې له نظره کفر دی، ځکه چې ستا ددې خبرې نه ځای مالوم دی، نه یې کس مالوم دی او نه یې وخت مالوم دی،… نور لوستل »

غوربندی

خالد صاحب

تاسو هم احتمالا د جنایتکارې ټلوالې صابون وهلی یاستی چې پښتانو ته د اسراییلو ورکه برخه وایی، دلیل مو څه دی.؟ په کوم سند؟؟

تاسو ته توصیه کوم چې په دې هکله د ښاغلي صمد په تول برابره معیاري څېړنیزه مقاله ولولی، بصیر الحق صاحب دې هم ولولي، تاسو یو به خپل ځان وپېژنی او بصیر الحق صاحب به څېړنه او څېړنیزه لیکنه!!!

خالد

غوربندی صیب!
زه د ټلوالې بنده هم نه یم او د اسمعیل یون بنده هم نه یم، واقعیتونه وایم.
اسناد خو دومره ډېر دي چې حساب یې نشته.
زما اصلی هدف یوازې دوه ټکي دي، لمړی دا چې دغه لیکوال د تحقیق په اصولو اصلا خبر ندی، ټوله لیکنه یې د تحقیق له اصولو سره په ټکر کې ده.
او بل دا چې استناد یې ټول د پښتنو لیکوالانو په نظریاتو باندې استوار دی، حال دا چې په تحقیق کې موافق او مخالف جهتونه دواړه باید و څیړل شي.

غ.حضرت

سلامونه. زه د ښاغلی بصیرالحق صاحب د څېرنیزی او تحلیلی لیکنی په هکله د ویلو څه نلرم خو نشم کولای چه د محترم خالد صاحب د تبصرې په هکله پټه خوله پاتی شم. د نن ټکی آسیا په ښکلی وبسایټ کی درې څلور کسان همیشه د هر څه د مالکیت ادعا لری، یعنی که افغانیت دی هم د هغوی دی، که مسلمانی ده هم فقط د هغوی ده، که پښتون ولی ده هم د هغوی ده او که انسانیت او عقل دی هم فقط د هغوی دی. د انګرېز د پټ جنګ چه د امریکې سره پکی نغښتي دی هم… نور لوستل »

خالد

غ. حضرت صیب! هیله ده په حوصله یې ولولۍ! قربان دې شم، زه هېڅکله هم نه د ښه مسلمانتوب دعوه لرم او نه هم د ښه افغانیت او پښتونولۍ او عقل او . . . . د کمال دعوه لرم. خو یو څو کلیمې مې په ژوند کې تعلیم کړی دی او د اهل علم سره مې کار دی، ټوله ورځ مې له تعلیم او تعلم او تدریس سره ده، نه د انګلیس جاسوس یم او نه د امریکا مین یم. هیله ده چې شک مو لیرې شوی وي. زه ډېر وخت نه غواړم چې دلته په کومه لیکنه باندې… نور لوستل »

خالد

هېره دې نه وي چې حتی خپله د یهود او یهودیت کلیمه هم دومره دیني رنګ نه لري لکه څومره چې قومي رنګ لري، یهود او یهودیت په محدود شکل د موسی (ع) پیروان او دین ته منسوب شویدي، حال دا چې یهود هم تر ډېره قوي قبیلوي ریښه لري، یهود د حضرت یعقوب (ع) نسل دی چې د یوسف (ع) د ورور یعنی یهودا څخه پاتې دی، تاسو یهود یوازې د منسوخ تورات پلویانو ته وایاست، حال دا چې یهود او بنی اسراییل دواړه د یعقوب (ع) اولاده ده، په کوم خاص دین پورې اړه نه لري، په هر… نور لوستل »

غازي

نړي ته خلک داسمانه نه دي راغلي دسعودي خلک او مدينه هم يوه ورځ ديهو دانو مينه ؤه

غوربندی

د نن ټکي اسیا له درنو چلوونکو هیله کوم چې په دې هکله د ښاغلي ډاکټر صمد واصفي صاحب څېړنیزه مقاله یو ځل بیا خپره کړي تر څو ځانورکو پښتنو ته د ځان په هکله مالومات وشي.

الحاج استاذ بیانزی

زما په اند زمونږ افغانان په څلور لسیزو پرله بسی جنګو له امله سره د دی چه امریکایانو ځینی د روسانو او ځینی هم اوس په نیکتآیو او نورو میکپو رنګه له بهره ښکلی کړی مګر له دننه هم د فقر او هم او پوهی له نه شتون ستونزو سره لاس او ګریوان دی . چه هره خبره چا وکړه بی له دی چه سوچ پری وکړی په اړه یی ککری ماتوی . هماغه خبره چه څوک ووایی د چا غوږ سپی یووړو نو هغه کس مخکی له دی چه خپل غوږ وګوری سپی پسی ځغلی . یهودو دعوی کوی… نور لوستل »

غازي

داخبرې سمې دي دادم او دهوا دلار ملگري په هر ځاي کې کوچيدلي
بني ادم اعضاي يکديگرند

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx