حکمت خلیل کرزی: طالبانو ته د سولې بې ساری وړاندیز

د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال طالبانو ته د سولې د وړانديز په اړه يوه مقاله ليکلې، چې نيويارک ټايمز ورځپاڼې خپره کړې او نن ټکی اسيا د خپلو لوستونكو لپاره ژباړلې ده.

د تېرې فبرورۍ په اته ويشتمه د افغانستان ولسمشر اشرف غني د يوه جامع دعوت له مخې طالبان د سولې خبرو ته رابللي، چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي. د سولې دغه وړانديز له هر ډول مخکنيو شرطونو پرته دی، د طالبانو په رسميت پېژندل، په سياست کې هغوی ته رول ورکول او له دې لارې د سولې جامع تړون ته رسېدل د ولسمشر اشرف غني ځانګړي وړانديزونه وو.

ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د کابل پروسې په هغه غونډه کې کړي، چې د ملګرو ملتونو، ناټو، او اروپايي ټولنې په ګډون د دېرشو هېوادنو او نړيوالو ټولنو استازو په کې ګډون درلود.

د سولې د دغې طرحې جوړولو نوښت څو مياشتې وخت نیولی او په افغانستان کې د سولې د عالي شورا د غړو سربېره د حکومت دننه او بهر مهمو مسؤولينو او سپين ږيرو د سولې د ډايالوګ لپاره ډېرې هڅې کړي دي. د افغانستان اجراييه مشر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني هم په دې اړه له سياسي څېرو، د مدني ټولنو له استازو، ديني علماوو، ښځو او ځوانانو سره ناستې کړي او دې ټولو خلکو د سولې د دې نوښت او طرحې ملاتړ او هرکلی کړی، تر څو حکومت له طالبانو سره سياسي روغې جوړې ته ورسيږي.

زموږ په باور د سولې دغه وړانديز په عامه توګه د ټولو افغانانو په يووالي، د دوی د بشري حقونو او انساني کرامت له مخې شوی دی. موږ په دې باور يو، چې د سولې دا وړانديز به طالبانو ته دا فرصت په لاس ورکړي، چې دوی ځانونه د قانوني او سياسي ځواک په توګه رسمي کړي، له سياسي لارو خپلو موخو ته د رسېدو هڅه وکړي او د سولې له بهير سره يو ځای شي.

افغان حکومت په قطعي توګه هوډ لري، چې د طالبانو سترې او بنسټيزي غوښتنې په نظر کې وساتي، په هېواد کې د نړيوالو پوځيانو د شتون، زموږ په اساسي قانون کې تعديل او د طالبانو د بنديانو د پرېښودو په اړه د هغوی ګڼې غوښتنې په نظر کې نيول شوي دي.

د سولې په نوې طرحه کې دا هم شته، چې د طالبانو د قومندانانو نومونه به د ملګرو ملتونو او نورو ټولنو د بنديزونو له ليسته ووېستل شي، چې د دوی د حرکتونو او ګرځېدو پر وړاندې خنډونه دي او له دې لارې دوی وکولی شي، چې په افغان ټولنه او دولت کې کار وکړی شي.

د سولې د دې پروسې له مخې، چې روانه دښمني پای ته ورسيږي، افغان حکومت به د طالبانو او د هغوی د کورنيو امنيت خوندي کړي او د سولې د تړون په برخه کې به د پخوانيو طالب جنګياليو د اوسېدو او عادي ژوند زمينه هم برابره کړي.

طالبانو ته د سولې د وړانديز په اړه افغان حکومت او ولس د نړيوالې ټولنې له لوري تشویق او تشجيع شوی دی.

موږ د خپلې طرحې ډېر ستر ملاتړ موندلی تر څو موږ د خپلو افغانانو او په ځانګړې توګه د بشري حقونو خونديتوب باوري کړو. موږ د کابل پروسې په ناسته کې د ښځو د رول خوندي کول هم په نظر کې ساتلي دي.

د سولې په دې طرحه کې موږ خپله نرمي وښوده او له طالبانو سره د خبرو لپاره مو په کابل او يا هم له هېواده بهر د دوه اړخيز پوهاوي په ترڅ کې د ناستې وړانديز کړی، تر څو د سولې په اړه په روانو ناستو کې په داسې موضوعاتو خبرې وکړو، چې د سولې خبرو ته زموږ ژمنتيا وښي او له دې لارې د سولې او مذاکراتو هوکړې ته ورسېږو.

د نړيوالې ټولنې غړو هېوادونو د کابل پروسې پر مهال د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې د هر ډول ملاتړ ژمنه کړې او اوس هم د سولې د بريا لپاره خپل پيغامونه رالېږي.

افغان حکومت د سولې په اړه د اسلامي هېوادونو لکه د اندونيزيا، سعودي عربستان، قطر او نورو دولتونو مثبت نظرونه او اغېز څخه مننه کوي، چې دوی د سولې د ملاتړ په اړه کړي دي.

د افغانستان او پاکستان ګڼ شمېر ديني عالمان به د روانې مياشتې په وروستيو کې د اندونيزيا په لويديځ جاوا ښار کې د دغه هېواد له ديني علماوو سره ناسته وکړي. دغه علما به د خپلو ديني معلوماتو او فکر پر بنسټ په افغانستان کې د سولې له هڅو څخه خپل ملاتړ اعلان کړي. ديني عالمانو ته د سولې په برخه کې رول ورکول زموږ د هر افغان غوښتنه ده، تر څو د سولې په لاره کې ګټور تمام شي.

په داسې حال کې، چې موږ د سولې لپاره هم خپلې هڅې کوي، په عين حال کې موږ دا هم غواړو، چې  د افغانستان د دفاع وزارت امنيتي ځواکونه غښتلي وي، تر څو د افغان ولس د ژغورنې لپاره د دوی وړتيا نوره هم زياته شي او د افغان ولس پر ضد د کورنيو، سيمه‌ييزو او نړيوالو سخت دريځو ډلو د تېريو او تاوتريخوالي مخنیوی وکړي.

د تروريزم پر ضد روانه درنه جګړه د سولې حدودو ته تر هغو نه شي رسېدلی او نه هم بريالۍ کېدای شي، تر څو، چې د امریکا متحده ايالات، ناټو او په سيمه کې د افغانستان متحدين زموږ مرستې ونه کړي. د دوی د پوځي مرستو سربېره موږ د امریکا او نړيوالې ټولنې ډيپلوماټيک ملاتړ ته هم اړتيا لرو، تر څو د افغانستان په مشرۍ د سولې روانه پروسه بريالۍ شي.

اوس نو د بال د طالبانو په پښو کې دی، چې دوی څه کوي. دوی بايد خامخا زموږ ښو هيلو ته وګوري، تر څو د سولې په اړه روان ګامونه پر مخ ولاړ شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د