نظــر

آیا بد ځوانان د ټولنې د ملا تیر ګڼل کیږی؟‎

لیکوال: صادق ”سالار“

دا چې زموږ بحث د بدو ځوانانو په اړه دي نو اول باید پوه سوو چې بد ځوانان کومو ځوانانو ته ویل کیږي او څنګه باید د داسي ځوانانو څخه خپل ځانونه وژغورو؟

زیاتره خلګ وايي چې ځوانان د یو ټولني د ملا تیر ګڼل کیږي او د ملا تیر د انسان په وجود کښه هغه هډوکي دي چې په قبر کښې هم نه خاوري کیږي چې په ورځ د قیامت به انسانان د همدغه هډوکي په واسطه د الله « ج» په قدرت باندي بیرته را ژوندي کیږي نو ځکه خو خلک د ملا د تیر مثال ورکوي یعني دا هډوکي ډیر قوي او غښتلي دي چې انسان د همدي په واسطه حرکت کوي، کښينې، ولاړیږی او ټولنه همداسی و ځوانانو ته اړتیا لري.

اوس پوښتنه داده کوم ځوانان د ټولنې د ملا تیر ګڼل کیږي آیا بد ځوانان هم د ټولنې لپاره ضروري دي کنه اوس راځو اصلی موضوع ته.

موږ په دي ښه پوهیږو چې بد ځوان نه په کور، نه په کلې او نه په ټولنه کښې د ښه عزت خاوندان دي تل ورپسې بد ویل کیږي او هیڅ یوه کورنۍ هم دا نه خوښوي چې خپل اولاد يي دداسي یو چا سره آشنا سې چې د هغه د زوي آینده ور خرابه کړي او د هغه کورنۍ او هم د ټولنې په زیان تمامه سې هیڅ یوه کورنۍ دا نه غواړي.

بد ځوانان نه تنها د ټولنې په تاوان دي بلکی د اسلام مقدس دین ته هم ضرر رسولی سې یعنی هغه څه چې په اسلام کښې حرام ګڼل کیږي او دغه ځوانان يي تر سره کوي نو دا هم د ټولنې او د اسلام په زیان تمامیږي.

دداسی ځوانانو عادت تل دروغ، خیانت، نفاق، تکبر، غلا، بی حیائی، بد ګماني، بی دیني، بد ګفتاري، حرام خوري او شرابي خوري، مور او پلار ته بي احترامي هغه څه دي چې دغه ځوانان هره ورځ او هر ساعت ورسره مخ دي چې دا د یوې ټولنې د ملا تیر نه بلکي د هغې ټولنې د ملا د تیر د ماتولو په معنا دي او دا کړني بلکل په اسلام کښې حرام دي.

دا هغه ځوانان دي چې نه احساس او نه انساني شعور لري دا ډول ځوانان تنها د خپل نفس او شیطانې کړنو تابع دي له بده مرغه زموږ په ټولنه کښې دا ډول ځوانان بیخې زیات دي نسبت ښو ځوانانو ته.

اوس تاسو وویاست آیا دا ډول ځوانان چې نه يي پلان معلوم وي، نه يي راتلوونکي سم وی، نه کورنۍ ځینې خوشحاله وي، نه دوست ځینې خوشحاله وي نو آیا دا ځوانان به د ټولنې څه په درد و خوړل سې دا به د ټولنې کوم درد دوا کړي بیا هم کچیري څوک دداسي ځوان سره اړیکه ټینګول غواړي نو د شک پرته تاسو به هم په بد او ناصالح ځوانانو کښې وشمیرل سيئ.

دداسی اشخاصو دوستي تر نه دوستي ښه ده دا ډول ځوانان بیا د هغو ځوانانو پر ژوند ډیر ژر بد تاثیر کوي کوم چې د ځوانې په ابتدایه مرحله کښې وي هغه چې د هیڅ تجربې سره مخ سوی نه وي او پر کم عمره ځوانانو ډير ژر اغیزه کولي سې چې بیا د وخت په تیریدو سره همدغه کم عمره ځوانان په بدو کارونو باندي روږدیږی خو چې کله يي ذهنیت خراب سو نو بیا ټولنې ته مشکل ساز جوړیدای سې.

اوس کچیري تاسو غواړي چې د یو ښه ژوند او یو ښه شخصیت خاوندان سي نو د خپل ځان او داسی بی فکره دوست تر منځ لویه فاصیله پيدا کړي تر څو تاسو په دغه ناوړه رنځ اخته نسې دا یو داسي عمل دي چې بیا درته ښه کارونه ټول بد معلومیږي مګر په حقیقت کښې به ته پر غلطه لار روان يي او ته به فکر کوي چې ته ډير ښه کار کوي.

نو زما د هغو ځوانانو څخه هیله داد ده کچیري تاسو خپل دین، وطن، قام، ژبې، ته کوم خدمت نسي کولی نو راځئ بد هم ور ونه رسوو دا خپل ژوند چې جوړ کړي هم درته بس ده.

درنښت

د ځوانانو د ښه ژوند په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom prince

صادق سالار صاحب : بلکل همداسې ده وروره یو ډیر په زړه پورې او د فند څخه ډک مضمون ده ما پخپله ټولنه کې ډیر داسې شاﺉسته ځوانان لیدلی چې ډیر شاﺉسته او ښکلﺉ رنګ به لری مګر هغه ځوانان به داینده هیڅ پلان نه لری او په هغه کې به دا شعور هم نه وی چې موژ الله پاک څه لپاره پیدا کړی یو او د ټولنې لپاره څه خدمت وکړو زموژ د ټولنې لوﺉ مشکل داده چې زموژ د پښتنو خپل اولاد روزنه يعنی تربیه په سمه توګه نشی کولﺉ تربیه ډیره اړینه ده پخوانو خلګو به تعلیم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x