
د ډاکټر عبد الله په کمپاین د شوي چاودني وروسته انځورونه
نن ټکی آسیا: تیره ورځ په کابل کې د ډاکټر عبد الله پر ټاکنیز کمپاین یوه چاودنه وشول، چې له کبله یې درنه مرګ ژوبله واوښته، په دې اړه د نن ټکی آسیا راپور وايي چې دوه تنه مړه او شپاړس کسان ټپيان شوې وه.
د وژل شویو کسانو په اړه ویل کیږي چې د ډاکټر عبد الله شخصي ساتونکي وه.
ځیني سرچیني داسي خبر هم ورکوي چې چاودنه د ریموټ کنټرول په ذریعه تر سره شوې، او اصل هدف یې انجینر محمد خان وو، او دا یې خپله د ډاکټر عبد الله د ټیم یو دسیسه بللې، تر څو انجینر محمد خان له مخه وباسي.
باید وویل شې چې تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویل شوي.
د پيښي وروسته انځورونه:
(AP Photo/Yassin Haidari, Abdullah Abdullah campaign office)
{dailymotion}x1yukem_blast-on-abdullah-campaign-in-kabul-tolo-news-video_news{/dailymotion}
tolo news