شعـــــرونه

غزل – نظام کندهاری

 

سمې پر دماغ لګي خبرې چې پېيلې وي

داسي لکه سپينې ملغلرې چې پېيلې وي

دَی چې په ماشومه ژبه ګډ وي داسي خوند کوي

لکه د رباب په تار سندرې چې پېيلې وي

زه هم په خطا کې د جواب پر ځای زړګی ورکړم

ده راته پوښتنه کې شکرې چې پېيلې وي

فهم يې په نرمو ګوتو ورو ورو اړولای شي

هغه تسبې ښه وي ليرې ليرې چې پېيلې وي

لاندې تر هغه ګرېوان سينه له دردو ډکه وي

هر تار کې يې اوښکې مسافرې چې پېيلې وي

کله دې هم زده نشو نظامه داسې خوږ غزل

تورو کې معناوې ګټورې چې پېيلې وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x