
مليټري ټايمز: واشنګټن د طالبانو له لوري د شپنيزې ټيکنالوجي له کارولو اندېښمن دی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل): د امریکا مليټري ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د طالبانو پوځي ځواک ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی او دغه جګړه ييز قوت يې اوسمهال په افغانستان کې دولتي عسکرو او بهرنيو پوځيانو لپاره ستر خطر دی.
د مليټري ټايمز په باور طالبانو د خپلو عملياتو لپاره د جګړې پر مهال پرمختللې وسلې او د شپې پر مهال کارېدونکي دوربينونه پيدا کړي دي او کولی شي، چې د شپې پر مهال خپل دښمن په اسانه په نښه کړي.
ورځپاڼې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې «طالبان ورځ تر بلې پر مختللې وسلې او جنګي ټيکنالوجي پيدا کوي، د طالبانو خوځښت څو اوونۍ وړاندې د خپلو پوځي عملياتو يوه ويډيو خپره کړه، په دغه ويډيو کې ښکاري، چې د طالبانو جنګيالي په کندهار کې د امنيتي ځواکونو پر يوه مرکز په داسې حال کې بريد کوي، چې د شپې پر مهال پر مختللي ټکنالوجي سمبال دي.»
د ورځپاڼې په وينا طالبان نه يوازې دا چې پرمختللې ټيکنالوجي کاروي، «بلکې له افغانستانه تر لاسه کېدونکي راپورونه وايي، چې طالبانو د خپلو عملياتو لپاره داسې ټولي جوړ کړي، چې دوی يې سره قطعه بولي، دغه قطعه پر پرمختللو وسلو، د شپې دوربينونو او نورې ټيکنالوجي سمبال ده او کولی شي، چې خپل اهداف په دقيقه توګه په نښه کړي.»
مليټري ټايمز، چې ډېری خپرونې يې د امریکايي پوځيانو د چارو په اړه وي، زياتوي، چې د طالبانو پرمختګ به د امریکا او دولتي عسکرو پر وړاندې ستر خنډ او ګواښ ثابت شي او امریکا به ونشي کولی، چې د طالبانو مخه ونيسي.
مليټري ټايمز په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د وياند ټام ګريسباک له خولې ليکلي، چې دوی هم د افغانستان عسکرو او ځانګړو ځواکونو ته د شپې دوربينونه او پرمختللې ټيکنالوجي ورکړې ده.
ورځپاڼه زياتوي، چې طالبان په تور بازار کې او له ګڼو نورو لارو د شپې دوربينونه او نوره ټيکنالوجي ترلاسه کوي، خو بيا هم د امریکايي پوځيانو افغان عسکرو ته ورکول کېدونکې ټيکنالوجي تر طالبانو پرمختللې او نوې ده.
مليټري ټايمز دا هم ليکلي، چې طالبان ډېری دغه وسلې د تور بازار سربېره له دولتي عسکرو په جګړو کې د غنيمت په توګه ترلاسه کوي او د طالبانو دا پرمختګ يې د امریکا او افغان عسکرو لپاره ستر ګواښ بللی دی.