نظــر

انتخابات که د مجاهد اولس په سرنوشت لوبې!

شپږ دیرش کاله وړاندي دسره ښامار دلاس پوڅو  په وړاندي  هغه وخت  دمیړني اولس له لوري چي علماء روحانیون یې په سر کي ول دجهاد مبارزې او سرښندنې  ږغ پورته شو چي  هلۍ توره او ټوپک را واخلۍ هیواد ته مو دین ته مو او اسلامي اقداروته مو ګواښ متوجه دۍ  هلۍ دقربانۍ ډګر ته را ووزۍ  سرنه وښندۍ ځانو نه قرباني کړۍئ کنه نو یا به دکفر قانون پر ځان منۍ او یا به دنړۍ له نقشې پوپنا کیږۍ

دا وو چي دې غیر تي او میړني اولس  دمتدینو او حقاني علماوو په فتوا دوخت دکمو نسیت رژیم په وړاندي  دالله اکبر په نعرو جهاد پیل کړ  او دایې وښودله چي دې اولس  ته له اسلامي نظام نه پرته بل نظام  دمنلو وړ ندۍ

دا وو چي دوخت فرعون  اودشوروي اتحاد سر غنه (لیونید ایلچ بریژ نیف) یو بل تازه دمه غلام ببرک کار مل  دکابل دواکدار په توګه  پر دې هیواد مسلط کړ  چي په دې سره هم دمسلمان هیواد استقلالیت له منځه ولاړ  او هم دسرو لښکرو په مټ  ددې ټاټوبې هر څه  له نابودي سره مخ شول  خو الحمدلله چي  دې غیرتي اولس  نور هم  دروڼو تورو په چلولو او دخپلو سرونو په نذرانه کولو سره  دا هیواد له کفري تاړاک  نه په پوره ډول وساته  او ددې سپیڅلي هدف لپاره یې کم تر کمه یونیم میلیون شهیدان ور کړل او هیواد یې له دې کفري ناورین نه وژغوره

خو دکمونیزم له دې فاضحانه شکست او ماتې وروسته  دمجاهدینو رهبران قوماندانان او افراد پر دوو بر خو وویشل شول  یو یې هغه چي جهاد یې بریالی وباله او نور بیر ته پر کورونو کیناستل او دوهم ډول یې هغه وو چي له کمو نیستي جنرالانو سره یې لاس یو کړ او جګړه یې په ناروا شکل وغځوله او داقتدار پر سر یې دکابل پلاز مینې په شمول دهیواد په نورو ولایاتو کي هم  جګړې پیل کړې چي په کي ډیری خلک ووژل شول

بالآخره خبره ودې سر حد ته ورسیدله چي  پاټکونه ایجاد شول او دلویې لارې پر سر او په ښارونو کي دا داقتدار لیوني  له یو او بل سره ونښتل  چي په دې سره دعام اولس ژوند ډیر له ستونځو سره مخ شو حتی چي رقص مرده وشو او په پا ټکونو کي دانسانانو نه دانسان په   شکل کي دمسافرو دزورولو او له هغوی نه دپیسو اخیستلو په موخه د سپيو کار واخیستل شو  او حالت دې کچې ته را ورسید  چي  نه دچا مال خوندي وو نه اولاد نه عزت او آبرو  هیچا هم دا نشوای کولای چي خپل کشر زوی یالور له کوره وباسي  دې دوحشت دورې چي لوبغاړي یې

1 = فقید مشر برها ن ا لدین رباني  دجمعیت ګوند مشرچي  دامریکا ملاتړی او لومړی دوست وو چي  دامریکایي اشغال په وړاندي یې اولس له جهاد نه را ګرزاوو او ویل یې چي له امریکا سره باید صلحه وشي چي څوکاله وړاندې دکابل ښار په زړه کي په خپل دفتر کي دننه په یوه فدایي برید کي ووژل شو

2 = قوماندان احمدشاه مسعود دنظار دډلګی مشر چي دژوند تر آخري سلګۍ یې دروسانو په اسلحه او دامریکایانو په مشوره  دمجاهد اولس او طالبانو په وړاندي  خپل جنګ ته  دوام ورکړ چي بالآخره تر امریکایي اشغال  لږ وړاندي  ددوو عربو مجاهدینو له لوري په خواجه بهاءالدین کي  په فدایي برید کي ووژل شو

3 = دوستم  دګلم جم ملیشو مشر  چي دثور دانقلاب له پیل نه  دخلقیانو تر سقوط پوري  په هغه نظام کي پوځي جنرال پاتې شو او دزرګونو افغانانو قاتل وو چي په وروستیو کي یې  لومړی له مسعود او بیا له حکمتیار سره  اتلاف وکړ  اودطالبانو په وخت کي یې تر ډیره له طالبانو سره جنګ وکړ او بیا تر کیې ته وتښتید  او دامریکا له اشغال سره یو ځای راستون شو اوله طالبانو سره یې  غدر وکړ او دطالبانو مشران یې لکه ملا نورالله نوري او ملا فاضل اخوند او ځیني نور مجاهدین یې وامریکا ته لاس تړلي وسپارل او نور طالبان یې یا په کانتینرونو کي وآموسیند ته واچول او یا یې پکي ضربه او تیر باران کړل او یا یې ودښتو ته وایستل او په دست جمعي توګه یې شهیدال کړل چي شمیر یې په تخمیني ډول شپږو زروته رسیدی  خو  دا مهال  وانتخاباتو ته کاندید او داشرف غني مرستیال معرفي شوی

4 =  ګلبدین حکمتیار دحزب اسلامي مشر  چي دظاهر شاه دحکومت په مهال کشر زلمی وو او ږیره یې صافه او پاکه خریله خو دده په قول چي دظاهر شا دنظام په وړاندي جهاد باید وشي  او بیا ور پسې دداود شهید نظام په وړاندي  خو چی کله دثورکمونیستي  انقلاب  حاکم شو نو دی مخکي لا هم په پاکستان کي دمودودي ګروف جماعت اسلامي په دفاتروکي ژوند کاوو  نو یې له هغې لاري  پاکستاني حکومت ته ځان نیژ دې کړ او په سل کي شپیته فیصده اسلحه او مهمات ده وړل او ذخیره کول یې او څلویښت فیصده دانورو تنظیمونو ته دجهاد لپاره ور کول کیدل  خو په دې ټوله جهادي موده  کي  یو بل داسي رهبر نه وو چي ده دي ورسره  اختلاف نوي کړی  او نه یو داسي بد وو چي ده دي ورسره اتلاف نوي کړی  چي په سر کي یې له  عصمت خان سره اتلاف وو او په منځ کي یې له کمونیست جنرال شاه نواز تڼي سره او په آخر کي یې له دوستم سره  اتلاف دیاد ولو وړدي  چي اوس یې دامریکا یې حکمت تر چتر لاندي  دانتخاباتو لپاره خپل کاندید هلال معرفي کړ او له ټول اولس او خاصتا له حزبیانو یې وغوښتل چي په دې امریکایي پروسه کي برخه واخلي او ورته ویې ویل چي دا دومره ثواب لري لکه په سنګر کي پر امریکا یانو ډزې.

4 = سیاف  داتحاد اسلامي ګوند مشر سیاف چي په مداریتوب سره یې ډیر شهرت درلود  او داخوانیت په تور ونیول شو او پلچرخي زندان ته واستول شو  او بیا را خوشی شو  نو چي  دپاکستان پیښور ته یې  ځان ورساوو نو بې له ځنډه اخواني ګندونو ورته دخپل مشر په توګه بیعت ورکړ او دځان مشر یې وټاکو او دې اتلاف ته یې داتحاد اسلامي نوم ورکړ  چي له کم وخت نه بعد یې خپل ګوند داتحاد اسلامي په نوم جلا کړ  او لاره یې ترې بیله کړه  چي  کمونیستي نظام دسقوط په مهال یې  له هزاره ګانوسره جنګونه پیل کړل  چي هر څه پکي وشول  بیا یې دطالبانو په وړاندي په شمال اتلاف کي غړیتوب تر لاسه کړ چي نور غړي یې ربان مسعود خلیلي محقق محسني مزاري او ځیني تښتیدلي قوماندانان  او په آخره کي دکابل له سقوط نه بعددڅو ورځو لپاره ګلبدین حکمتیار هم وو ده هم تر هغه جنګ وکړ چي امریکایان را تلل چي دا مهال  دهغو هزاره ګانو تر څنګ ناست او ځان یې داولس مشر ي ته  انتخاب کړ او ولس ته یې وویل  چي رایه راکړۍ  زه به در ته امن او شریعت را ولم

5 = او عبد العلي مزاری دحزب وحدت مشر وو چي په څوڅو واره یې په لوړه او ټیټه سطحه  اتلافونه وکړل او بیر ته یې مات کړل  دې بدنامې  دورې څوکلونه په بر کي ونیول

تر څو چي فقید رباني تش په نوم داهل حل او عقد شورا را وبلله او ځان یې ددې هیواد دمشر په توګه ونو ماوو چي دې کار نور هم دجګړو اور تیز او ولس وځورا وو

دوی چي له کمونستانو سره یې تقریبا ګډ حکومت جوړ کړ نو دې کار دوی  له اصلي دښمن سره چي روسان ول  دوستان کړل  چي په دې کار سره دوی وتوانیدل چي له روسانو یې نظامي او اقتصادي مرستې تر لاسه کړې

دې انارشي او بربریت ودې اندازې ته ورسید چي خلک ددوهم ځل لپاره له خپلوسیمونه ونورو سیموته وکوچیدل  ښارونه او لویې لارې په پوستوبدل شول

په دې وخت کي ملا محمد عمر مجاهد چي یو مجاهد طالب وو له قندهاره سر را اوچت کړ چي ټول دیندوسته عوام واقعا جهادي قواندانان  علماء او طالبان یې تر شا ودریدل  اودا ځل بیا لکه دپخوانیو کمونستانو په خلاف چي اولس را پورته شو نو ددې فساد په وړاندي هم همداسي را پورته شول او په لنډ وخت کي یې یو په بل پسې دجنګسالارانو ، ټو پکیانواو ایله جاریانو دفساد ټغر ټول او دهیواد په ۹۹سلنه خاوره کي یې اسلامي نظام نافذ کړ

هغه جهادي رهبران چي ریښتوني مجاهدین ول لکه دحرکت انقلاب اسلامي مشر مولوي محمد نبي (محمدي )او دحزب اسلامي مشر مولوي صاحب محمد یونس (خالص )پر خپلو ټو قوماندانانو ږغ وکړ چي دطالبانو ددې غورزنګ (دافغانستان دطالبانو اسلامي تحریک)په وړاندي له جنګ نه ډډه وکړۍ او که مو په وس کي وي په څنګ کي ورسره ودریږئ او همکاري ورسره وکړۍ

خو هغه جهادي رهبران چي ددوی دبدو اعمالو په سبب دا وخت دولس له لوري  تش جنګیالي بلل کیدل نه مجاهدین لا  هم پر خپل ځان غوښتونکي دریځ ودریدل او دملت له دې  سترطوفان سره یېي دالهي شریعت غوښتونکي ول   دمقابلې زړه ښه کړ خو په مقتضا د چـــراغــي را که ایــزد بر فــروزد
هرانکس پف زند رویش بسوزد.

نور هم له ذلت او رسوایي سره مخ شول  چي ډیر ژر وشاته وتمبول شول چي  په دې توګه دکابل لوري ته دوه محاذه.

دمیدان ښار محاذ چي دمسعود په وړانديي ورور یې دکرزي مرستیال او نور قوماندانان او مارشالان یې  په دې فاسده اداره کي تر نن پوري پا تې دي  او ددې انتخاباتو سر لاري منتخبین کي چي په سر کي یې  دیر غل په مهال دامریکا نیابتې ویاند او دا مهال دولس مشرئ لپاره کاندید دۍ پرانستل شو
 او دچار آسیاب محاذ چي دګلبدین حکمتیار چي دا مهال یې  ودې امریکایي انتخاباتو ته هلال معرفي کړی دجنګیالیو په وړاندي پرانستل شو چي په دې وخت کي عبدالعلي مزاري  چي محقق یې اوس ددې ادارې لوړ پوړی چار واکی او ددې انتخاباتو لو بغاړی دی ددې جګړو قرباني شو او ووژل شو
او دهرات پر طرف په فراه رود آب خورمااو انار دره کي داسماعیل خان چي دامهال دامریکایي انتخاباتو لوبغاړی  او دکرزي دادارې  دآب وبرق وزیر دی دجنګیالیو په وړاندي محاذ پرانستل شو  چي په دي وخت کي ډیری طالبان په دواړو طرفونو کي ددوی له لوري په شهادت ورسیدل خو له لنډ مقاومت نه بعد هرات چاراسیاب او میدان ښار له سقوط سره مخ شول  او مجاهدین دماهیپر له لارې وکابل ته ننوتل  چي له ننوتلو سره سم یې کمونست  باچا چي درباني په حکومت کي دملل متحد په دفتر کي نظربند وو را ویوست او دکابل په آریانا ځلور لاري کي یې چار ماري کړ او یو شواروز په ترافیکي غرفه  را ځوړند وو چي هر چایې ننداره کوله چي اوس یې وګوند غړي  په دې انتخاباتو کي برخه وال دي

په دې وخت کي ګلبدین رباني مسعود سیاف او ددوی کمونیست جنرالان  دجبل السراج پر لور وتښتیدل  او له سره یې بیا خپل او باشان له دي سپیڅلي لښکر سره په جنګ وګمارل خو په لاس څه نه ورغلل  چي څو اونۍ بعد حکمتیار  له مسعود نه  دډار په نتیجه کي ایران ته ولاړ او نورو یې  تر هغې ورځې  دمارت خلاف جنګ جاري وساتو چي تر څو امریکایان را تلل.

په امریکایي یر غل کي تاسو لیدل چي چایې حمایت اعلان کړ او څوک ورسره ودریدل ؟

امریکا چي ددې جنایت کارانو په خوښه او ملا تړ پر افغانستان یر غل وکړ نو یې دا شعار وو چي موږ به  طالب ،تروریزم،مخدره واد او جنګسالا ران  له منځه وړو  او تاسو ته په دیموکراسي را ولو  خوموږ او تاسو ولیدل چي دوی  یوازي ددې مفسدینو پروګرام عملي کړ او له طالب سره یې جګړه پیل کړه او لا هم دوام لري   تروریزم موږ ونه پیژاند چي دوی تروریزم څه ته وایي ځکه دوی تر اوسه هم دتروریزم تعریف ندۍ کړی  او مخدره مواد یې  دومره زیات کړل چي دکرزي کورنۍ  او ځیني نور لوړ پوړي  چاواکي یې  دتجارت چاري پر غاړه لري  او جنګسالاران یې  پر دې ملت  تحمیل  او پر ځای ددې چي  دملت انتقام ور څخه اخیستل شوی وای دا ونه شول بلکي ددې مظلوم اولس پر سر یې  مسلسل 13 کاله واکداران کړل  او اوس لاهم دانتخاباتو لپاره ځانونه ټاکي او کمپاینونه چلوي   چا په پخوانیو کمو نستانو لکه اشرف غني چي د ډاکټر نجیب مشاور وو  ځانو نه وتړل او چا په نورو مفسدینو او غدارانو پسي نو چي داسي ده په کومو ستر ګوبه دوی له اولس نه دا توقع کوي چي رایه را کړښ بې له دې چي انتخابات په انتصاباتو بدل  کړي لکه په تیر ځل دوی نه پوهیږي چي اولس نور ددوی دا شوم اعمال ظلمونه خیانتونه او دخلکو پر عزت تیری   په خپلو ستر ګو ولید او دایي هم ولیدل چي ددغو مفسدینو  دکوښښونو په نتیجه کي غربي کلتور او دمنسوخ دین عیسویت  ته لار هواره شوه  او اسلامي اقدارو ، قرآن کریم او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  او اسلامي شعائرو ته سپکاوی وشو  دا ټول هغه څه ول چي دوی  پر ملت تحمیل کړل  که امریکایان ول هم دوی را وستل  او که دخلکو پر حقه حقوقو تیری وو هم دوی وکړ  نو دا هیله چي ملت دي ددوی په دې  بدنامو او جعلي انتخاباتو کي ګډون وکړي  بې ځایه  او نه منو نکې ده ۰

(سعادت کامران )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x