هند: چاودنه کې نهه پوځيان وژل شوي لس ټپيان دي

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل): د هند په چهتیس ګړ ایالت کې په بمي چاودنه کې د دغې هېواد نوولس پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، چاودنه د یاد ایالت په سکما سيمه کې د پوځيانو په يوه ډک موټر ترسره شوې چې له کبله يې نهه پوځيان وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي.

ځايي سرچينې وايي، وژل شوي او ټپيان د هليکوپترو په مرسته د چاودنې له ځای څخه روغتون ته لېږدول شوي چې د ټپيانو له ډلې د څلورو پوځيانو حالت ښه نه دی.

سرچينې زياتوي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د هندي پوځ (سي آر پي ايف) له لوري په سيمه کې د ماويست وسله والې ډلې پر ضد عمليات روان و.

هندي چارواکي وايي، ماويست وسله والو په زياته اندازه بارودي مواد ځای پرځای کړي و او د پوځي عملياتو پر مهال يې چاودنه ورکړه.

له چاودنې وروسته امنيتي مسئولينو په چهتيس ګړ ايالت کې ټولو امنيتي ادارو ته د تيارسۍ امر کړی.

ماویست وسله والې ډلې تر دې مخکې هم په هندي پوځيانو بريدونه کړي چې لسګونه پوځيانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د