
نور: لا هم ارګ سره هوکړې ته نه یو رسېدلي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل): د بلخ ګوښه شوي والي عطاء محمد نور هغه ادعاوې یو ځل بیا رد کړي، چې ګوندې محمد اسحاق رهګذر د بلخ نوی والي ټاکل شوی او دی د به د بلخ له واکمنۍ لاس په سر شي.
نور پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي« هغه خبرونه چې وايي ما د بلخ د والي په توګه کار پرېښی دروغ دي او زه یې ردوم».
تېره ورځ ځینو رسنیو وویل، چې ارګ، جمعیت ګوند او نور هوکړې ته رسېدلي، چې محمد اسحاق رهګذر به د بلخ نوی والي وټاکل شي.
نور ویلي، څو چې د جمعیت ټولې غوښتنې او شرایط نه وي منل شوي، تر هغه وخته به هېڅ پټه او ښکاره معامله ونه شي.
«په ټینګار وایم، چې د اسلامي جمعیت روا غوښتنې منل شوې نه وي، هېڅ پټه او ښکاره معامله به ونه شي. زه په ټولو ژمنو ولاړ یم، د خبرو ور مې نه دی تړلی او وروستۍ پرېکړه به هم د جمعیت مشرتابه شورا کوي».
نور همدارنګه د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني ته واک ورکړی، چې د ارګ او د ده ترمنځ په یوې هوکړه سره سلا شي.
له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د ارګ او بلخ د ګوښه شوي والي ترمنځ ناندرۍ روانې دي؛ خو دواړه لوري یوې هوکړې ته نه رسېږي.
د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ ۱۸ ځلې خبرې شوي؛ خو ټولې بې پایلې پای ته رسېدلي.
د تېرې دوشنبې په ورځ د ملي یووالي حکومت اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې ویلي وو، چې د ارګ او جمعیت ګوند ترمنځ اختلافات پای ته رسېدلي او ډېر ژر به بلخ ته نوی والي ولېږل شي.
د ارګ له لوري بلخ ته له دې وړاندې انجینر داود د نوي والي په توګه ټاکل شوی و، چې تراوسه په کابل کې بې برخلیکه پاتې دی.
دا سمه ده چه د کابل د غلامی اداری ټول لوړ بوړی او منځپوری د امریکا په مشری د ۴۸ هیوادو په اوږو سباره راوړل شوی غلامان دی یعنی عطا نور هم لوی غلام دی . مګر د غنی په مقابل کی دریز یی زه تاییدوم ، غنی سربیره پردی چه یو کمونست او سکولریست دی یعنی هم د روس او هم د امریکا غلام او ملحد دی د رولا غنی سره د واده کولو د پاره د دی په ځآی چه هغه مسلمانه شوی دی عیسوی شوی . زه خبر یم هغه یی د عیسویت له کوچنی کفر د… نور لوستل »