افغانستان

هلمند: نادعلي کې پر سرحدي ځواکونو موټر بم برید شوی

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل): د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، نن سهار په نادعلي کې پر سرحدي ځواکونو موټر بم برید شوی، چې شپږ سرحدي ځواکونه پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د ځواک په خبره، برید د نادعلي ولسوالۍ اړوند په سیداباد کلي کې پر سرحدي ځواکونو شوی دی.

د هلمند امنیتي مسوولین وايي، د سرحدي پولیسو د څلورمې لېوا په لومړي ټولي برید کې ځینو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو د تلفاتو د کره شمېرې په اړه څه نه وايي.

د ننني برید مسوولیت تراوسه طالبانو نه دی منلی.

په دې وروستیو کې په سویلي ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی، چې ګڼو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

دوې ورځې وړاندې طالبانو د فراه د انار دره ولسوالي هم نیولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x