ورزش

فیفا: …د فټبال امپراتوری

د فټبال نړیوال فیدراسیون چې په لنډه ورته فیفا ویل کیږي، نن ورځ د نړۍ په سطحه تر ټولو لوی نړیوال تنظیم دی، او دا وخت تر ملګرو ملتونو زیات (۲۰۹غړي) لري.

د فیفا نړیوال فیدارسیون د کال 1904 میلادي په مئي میاشت کې تأسیس شو، او په لومړۍ تأسیس کې لاندي هیوادونه ددغه فیډراسیون غړي وه:

فرنسا
ډنمارک
بلجیک
هالنډ
اسپانیا
سویډن
سویسرا

ددې فیدراسیون په تاسیس کې تر ټولو زیاتي خواري د فرنسې روبیر غیران او دهالنډ کارل هیرشمان وکښلې، او ځکه یې نو لومړی مشر هم روبیر غیران وټاکل شو، خو نومړی ونه توانید چې د فټبال د مور هیواد انګلستان کومک تر لاسه کړي، او دغه هیواد هم په دغه فیدراسیون کې شامل کړي.
انګلستان بیا دا له ځان لپاره مناسبه نه بلل چې دوی غوندي یو ستر هیواد دې په دغه سی یو فیدراسیون کې ځان غړی وبولي، خو بالاخیره یو کال وروسته هغوی هم دې ته اماده شول، چې ددغه فیدراسیون غړیتوب واخلي.

په اوروپا کې د نړیوالي اولې جګړې لمبې دومره وې چي ددغه نوي فیدراسیون بنیاد هم له ځانه سره لمبه کړي، خو سختي شپې وې، او تیري شولې، او په کال 1920 کې فټبال نړیوالو المپیاتو ته لاره پيدا کړه.

که څه هم د هغه وروسته یو ځل بیا دغه نړیوال فیدراسیون د ځینو هیوادونو تر منځ کشمکش ولید، خو په کال 1928 کې د غړو ټول شمېر 41 هیوادونو ته رسیدلی وو، او د غړو تر منځ یې د نړیوالو مسابقو لپاره پلانونو باندي خبري کېدلې، چې اخیر کار په کال 1930 لومړی ځل وو، چې دغه مسابقې په کښي ترتیب شوې، او د لاتیني امریکا په اوروګوای هیواد کې تر سره شوې.
او له هغه وروسته د فیفا نړیوال فیدراسیون غړي هیوادونه زیاتېدل، تر څو په دې فیدراسیون د فټبال ملګري ملتونو لقب کښېښودل شو، او په تاریخ کې یو بې سارۍ نړیواله امپراطوري، چې ژبه یې فټبال ده.
د رواني جون میاشتي په ۱۲ نیټه به یو ځل بیا د فیفا له خوا تنظیم شوي نړیوالي سیالۍ په برازیل کې پیل شي، چي ګمان کیږي، دا به په تاریخ کې د فټبال تر ټولو کامیابه سیالۍ وي.
ددې سیالیو لومړۍ لوبه به د کوربه هیواد برازیل او کروشیا تر منځ تر سره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x