افغانستان

فراه: د طالبانو په برید کې د ملي امنیت ۸عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل): د فراه د ولایتي شورا غړي وايي، تېره شپه طالبانو د فراه ښار اړوند د ملي امنیت پر یوې پوستې برید کړی، چې د ملي امنیت۴ عسکر یې وژلي او ۴ یې ټپیان کړي دي.

د فراه د ولایتي شورا منشي دادالله قانع وايي، طالبانو د ملي امنیت پر یوه پوسته برید کړی، چې د ملي امنیت څلور عسکر یې وژلي او څلور تنه یې ټپیان کړي دي.

خو د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د فراه ښار اړوند د شمال ګاه په سیمه کې یې د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی، چې پنځه عسکر یې وژلي او څلور یې ژوندي نیول شوي دي.

طالبان وايي، دغه پوسته یې نیولې او له پوستې یې ټولې سپکې او درنې وسلې هم وړي دي.

د تېرې شنبې په ورځ د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې د طالبانو او کمانډويي عسکرو ترمنځ نښته کې ۵۳ کمانډويي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د تېرې دوشنبې په ورځ طالبانو د فراه انار دره ولسوالي هم نیولې وه، چې وروسته د کورنیو چارو وزارت وویل، چې ولسوالي بېرته د دولتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.

د فراه د ولایتي شورا غړي اندېښنه ښيي، چې د فراه د مرکز سربېره ځینې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي او یا کېدای شي فراه په یو مخیز ډول د طالبانو لاسته ورشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x