سبا پنجشنبه ویسټ انډیز سره سیالۍ او پایلوبې ته د لار موندلو چانسونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به سبا پنجشنبه په دولس بجې د ویسټ انډیز لوبډلې سره د غوراوي سیالیو په دویم پړاو کې لومړۍ سیالۍ ترسره کوي.

د ۲۰۱۹م نړیوال یو ورځیني جام لپاره د غوراوي سیالیو دوهم پړاو سبا پنجشنبه پېلیږي، چې په کې ویسټ انډيز، افغانستان، سکاټلېنډ، عربي اماراتو، هانګ کانګ، هالینډ او نیپال به پاپوا نیو ګینیا سره لوبیږي.

همدا ډول افغان لوبډله له عربي اماراتو سره په ۲۰مه او آیرلېنډ لوبډلې سره په ۲۲مه نېټه سیالۍ لري، چې ټولې لوبې ګټل ورته اړین دي.

افغانستان چې په ډيره سختۍ یې سوپر سیکس پړاو ته لار وموندله، هم په دوهم پړاو کې له یو شمېر ستونزو سره مخ ده، دوی په لومړي پړاو کې پخپل ګروپ کې لومړۍ درې پرلپسې سیالیو کې ماتې وخوړه، خو په څلورمه لوبه کې یې نیپال ته په ستر توپیر ماتې ورکړه، او پخپل اوسط لوړولو کې یې مرسته وکړه.

د افغانستان د اوسط لوړولو ګټه دا شوه، چې وروسته د نیپال او هانګ کانګ څخه په غوره اوسط مخکې شو او سوپر سیکس پړاو ته یې لار وموندله.

خو اوس په دویم پړاو کې افغان لوبډله له یو شمېر ستونزو سره مخ ده، او پایلوبې ته لار موندل یې لا هم نورو لوبډلو پورې مشروط دي.

افغان لوبډله به څنګه درېیم پړاو ته لار ومومي؟

باید وویل شي چې افغانستان دویم پړاو ته د صفر پواینټ سره تللی دی، چې مقابل کې ویسټ انډیز څلور او آیرلېنډ دوه پواینټونه لري. که افغانستان خپلې درې لوبې وګټي نو پواینټونه به یې شپږ شي، ويسټ انډيز که له افغانستان څخه ماتې وخوري خو سکاټلېنډ او زمبابوې ته ماتې ورکړي نو اته پواينټونه به يې شي او بې له کومې ستونزې به پايلوبې او نړيوالو اتلوليو ته لار ومومي.

که ويسټ انډيز ځاى ومومي نو يوه بله لوبډله به موقع لري چې پايلوبې ته ورسېږي، که آیرلېنډ له سکاټلېنډ او زمبابوې لوبې وگټي نو شپږ پواينټونه به يې وي، په هغه حالت کې به د افغانستان هم شپږ پواينټونه وي.

که سکاټلېنډ او زمبابوې له آيرلېنډ او ويسټ انډيز څخه لوبې وبايلي او له اماراتو يې وگټي نو په هغه حالت کې به د دوى دواړو پواینټونه پنځه پنځه وي چې تر افغانستان به کم وي، خو که چيرې دوى له آيرلېنډ او اماراتو لوبې وگټلې او له ويسټ انډيز څخه يې وبايللې نو بيا به دوى د اوو پواینټونو په لرلو تر افغانستان وړاندې وي.

نو افغانستان ته غوره حالت دادى چې خپلې درې (ټولې) لوبې وګټي او سکاټلېنډ او زمبابوې په دويم پړاو کې تر يوې لوبې ډېرې ونه ګټي.

آيرلېنډ هم باید په زمبابوې او سکاټلېنډ کې يوې لوبډلې ته ماتې ورکړي او متحد عرب امارات بيا له زمبابوې او سکاټلنډ څخه هغې لوبډلې ته ماتې ورکړي چې له آيرلېنډ څخه يې گټلې ده.

په داسې حالت کې به ويسټ انډيز اته پواينټونه ولري، افغانستان شپږ، آيرلېنډ څلور، سکاټلېنډ او زمبابوې پنځه او امارات دوه يا څلور پواينټونه ولري، په داسې کېدو سره به افغانستان د نړیوال جام اتلولیو ته لار ومومي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د