نړۍ

ایران د ۵۰۰ ډالرو په مقابل کې افغان مهاجرین د سوریا جګړې ته لیږدوي

نن ټکی آسیا: د امریکا یوه خبري سرچینه وايي چې د ایران فوځ افغان مهاجرینو ته 500 ډالر د میاشتي ورکوي، تر څو په سوریا کې د بشار الاسد د فوځ تر څنګ د پاڅون کونکو په خلاف وجنګیږي.

 

د وول سټریټ لیکوال فیلیب سمیث په یوه لیکنه کې چې عنوان یې دی: په سوریا کې د ایران له خوا د افغانستان شیعه جنګیالي.

ویلي چې ایران تر څو خپل دفوځ په منځ کې مرګ ژوبله کمه کړي، دغه کار ته یې لاس اچولی، او افغاني مهاجرین چې په مذهب شیعه ګان دي، د جګړې لپاره د خپل فوځ پر ځای د 500 ډالرو ماهانه په مقابل کي لیږدوي.

په لیکنه کي راغلي چې د افغانستان شیعه ګان په دریو برخو ویشل کیږي، لومړۍ یې هغه دي چې په سوریا کې د جګړې تر مخه دحضرت زینب رضي الله عنه قبر ته نیژدې استوګن وو، کوم چې د شیعه ګانو لپاره د دمشق په جنوب کې د خصوصي تقدیس وړ ځای دی
او زیاتوي چې ددغو شیعه ګانو شمېر دوه زره تنو ته رسیږي، او اکثریت یې په قوم هزاره دي.

دوهم هغه افغانان دي چې ډیر وخت یې په ایران کې تیر شوی، او له هغه ځایه څخه سوریا ته لیږدول کیږي، تر څو د بشار الاسد د ځواکونو تر څنګ د سوریا د پاڅون کونکو په خلاف وجنګیږي، او هغوی ته باقاعده ماهانه 500 ډالره د میاشتي سپارل کیږي.

او دریم هغه افغانان دي چې په سوریا او ایران کې نه دي استوګن، خو له نورو هیوادونو څخه سوریا ته د جګړې لپاره لیږدول کیږي.

باید وویل شي چې په دې ورستیو کې د افغانستان د شیعه ګانو په اړه یو وار بیا بحثونه تاوده شوي، او ویل کیږي چې په سوریا کې به د هغوی جګړیز فعالیت د سیمي او افغانستان په تاوان تمام شي.

عبد الله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x