افغانستان

ضمیر کابلوف: امریکا په افغانستان کې د جګړې له لارې نه شي بریالۍ کېدای

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل): یادونه: افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له سپوتنیک اژانس سره په تازه مرکه کې د کابل پروسې په ناسته، د ولسي جرګې په ټاکنو، په افغانستان کې د امریکا موخې، له مخدره توکو سره د امریکا او افغان دولت مبارزه، داعش، د امریکا او ناټو له لوري په الوتکو کې د داعشیانو لېږد او د افغانستان د روانې جګړې په اړه خبرې کړي او امریکا ته یې وړاندیز کړی، چې د افغانستان روانه جګړې د زور له لارې نه شي ګټلی او باید خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د کابل پروسې ناسته د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره ښه موکه وه؛ خو طالبانو تراوسه د دغې ناستې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دی وايي، طالبان غواړي له امریکا سره د سولې خبرې مخامخ وکړي او د همدې لپاره یې د کابل پروسې د ناستې په اړه کوم غبرګون ونه ښود.

کابلوف ویلي، نړیوال او افغان حکومت هم د طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرسته نه کوي.

په دغه مرکه کې د تاشکند د راتلونکي ناستې په اړه یې ویلي، چې روسیه په دغه ناسته کې د یو لوړ پوړي چارواکي«بهرنیو چارو وزیر» په کچه ګډون کوي.

کابلوف د ولسي جرګې د ټاکنو ځنډول د افغانستان پر اوسني حالت د بدلون په اړه ویلي.
« فکر نه کوم چې د ولسي جرګې ټاکنې دې په روان کال کې ترسره شي. طالبان د افغانستان له نیمايي پر ډېره خاوره واک لري او آن په پلازمېنه کابل کې بریدونه کوي». او که ټاکنې ترسره هم شي بیا به هم کوم مثبت بدلون رانه ولي. «که ټاکنې ترسره هم شي بیا به د افغانستان په سیاسي وضع کې کوم بدلون رانه شي او نه به حکومت«طالبان» په زور سولې ته مجبوره کړي».

کابلوف د امریکا له لوري د افغانستان د سوله ییز حل په اړه ویلي، چې امریکايي چارواکي د سولې په خبرو کې له طالبانو ګټه اخلي او واشنګټن تراوسه درک کړې نه ده، چې د افغانستان جګړه په جګړه نه ګټل کېږي او نه به کومه بریا ترلاسه کړي.

افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي په افغانستان کې د مخدره توکو د کښت د زیاتولو په اړه اندېښنه ښوولې، چې د تېرو کلونو په پرتله اوس مهال ډېر کوکنار کرل کېږي او یوازې په تېر ۲۰۱۷ز کال کې ۸۸سلنه زیاتوالی پکې راغلی او ۹۰زره ټنه تولید شوي وو.

د سپوتنیک د دې پوښتنې په ځواب، چې امریکا ولې له افغانستانه خپل ځواکونه نه باسي. د سولې لپاره او که د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره؟

ده ویلي، امریکا په لومړي سر کې پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړه. اوس یې پښې مرکزي اسیا او د ان د روسیې پولو ته رسولي او امریکا غواړي چې ټوله سیمه بې ثباته کړي او خپلې ګټې پکې ولټوي.

د کابلوف په باور، تراوسه د افغانستان کانونه د امریکایانو له لوري د استخراج په باره کې معلومات نه لري؛ خو د داعش ډلې په قوي کولو کې مهم لاس د دوی دی.

په دې وروستیو کې افغان حکومت او امریکايي ځواکونو له افغان ځواکونو روسۍ وسلې ټولې کړې او امریکايي وسلې یې ورکړې. ضمیر کابلوف دغه کار ته یوازې حیرانتیا ښودلې او د افغان ځواکونو د ناکامولو یوه هڅه یې بللې ده.

ضمیر کابلوف یو ځل بیا ویلي، چې امریکا او ناټو د روسیې هغو اندېښنو ته ځواب نه دی ویلی، چې په امریکايي الوتکو کې داعشیانو له یوې سیمې بلې ته لېږدول کېږي او د افغانستان په شمالي برخو کې دغه ډله نوره هم قوي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx