fbpx

دغه ډولونه چای وڅښئ او له چاغوالي سره مخه ښه وکړئ!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ کب، ۱۳۹۶ل): د وزن کمولو لپاره له یو شمېر طبي او غیر طبي لارو ګټه اخیستل کیږي، له ورزش سره مختلف خواړه، څښاک او داسې نور شیان.. د وزن کمولو لپاره په طبابت کې څیړنې کیږي او مختلف لارې موندل کیږي.

که چای څښل مو خوښ وي، نو داسې چای وڅښئ چې هم مو ورسره وزن کم شي او هم ترې خوند واخلئ. دلته د داسې څو ډوله چای په اړه معلومات ترسره کړئ چې وزن او د بدن اضافي وازدو ختمولو کې مرسته کوي.

زنجبیل (ادرک) چای

زنجبیل یا ادرک ته پښتو کې «سونډ» هم ویل کیږي، بې شمېره طبي ګټې لري، په ځانګړي ډول په چای کې یې ګډول حیرانونکې پایلې لري، د زنجبیل چای څښل بېځایه زیاته اشتها راتلل کنټرولوي، چې زیات وخت د مړښت احساس کیږي، همدا ډول زنجبیل د بدن دفاعي او هاضمي سیستم قوي کوي.

ویلني چای

د ویلني چای د هاضمي سیستم سربېره کولمې روغې ساتلو کې هم ګټور ثابتیږي، چې په مرسته یې د معدې سوزش، بد هضمي او د خیټې ګیس ختمیږي، کله چې د معدې او خیټې ټول سیستم روغ وي، په بدن کې د اضافي وازدې رامنځته کېدلو چانسونه ختمیږي. دغه چای له یو شمېر ګټو ترڅنګ ښه خوند او بوی هم لري.

شین چای

شین چای د روغتیا لپاره بې شمېره ګټې لري، په ځانګړي ډول د وزن کمولو لپاره غوره څښاک دی، په دې کې موجود «کافیین» د اضافي وزن حجراتو له منځه وړلو سربیره د میتابولیزم فعالیت زیاتوي، چې د بدن وزن کمولو کې چټکه مرسته کوي.

سرچینه: ډان نیوز

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د