
په اماراتو کې عسکري خدمت اجباري شو
نن ټکی اسیا: خلیجي هیواد متحده عرب اماراتو رئیس شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان په یوه صادر شوي امر کي ویلي چې د دغه هیواد ځوانانو باندي به له دې وروسته عسکري خدمت اجباري وي.
د متحده عرب اماراتو رسمي اژانس (وام) ویلي چې شیخ دغه امر ددې لپاره صادر کړی تر څو خپل د وطن د بچیانو په زړونو کې د هیواد سره مینه، وفا او قرباني ځای کړي.
د نوي قانون سره به سم ټول هغه ځوانان چې عمرونه یې د ۱۸ کلونو څخه تر ۳۰ کلونو پوري وي، د دوه کلونو لپاره عسکري خدمت کوي، خو د عالي تعلیم لرونکو لپاره به د خدمت دغه موده نهه میاشتو ته را ټیټیږي، او همداسي هغه ښځي چي په خپله خوښه غواړي عسکري خدمت وکړي، د هغوی لپاره به دا شرط وي چې خپل د ولي امر اجازه ولري، او د خدمت موده به د هغوی هم نهه میاشتي وي.
د سیمي کارپوهان وايي چې د متحده عرب اماراتو هیواد چې په سیمه کې یو مهم تجارتي مرکز بلل کیږی، او د استوګنو اکثریت یې د نورو هیوادونو اتباع دي، په سیمه کې د نویو بدلونونو څخه د ویري له امله دا پریکړه کړې.
باید وویل شي چي په دې ورستیو کې پر دغه هیواد له دې امله نیوکي زیاتي شوې، چې د نورو هیوادونو په سیاستونو کې مداخلت کوي، او هلته خپل دخوښي مشرانو ټاکلو لپاره خپل د قوي اقتصاد او مرستو څخه ګټه پورته کوي، چې کیدای شي په راتلونکي کې ورته په لوړه بیه تمام شي.
عبد الله