fbpx

چین د نړۍ پر مخ تر ټولو زیات سرعت لرونکی اورګاډی جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ کب، ۱۳۹۶ل): د چین یو شرکت د داسې چټك اورګاډي د جوړولو خبر وركړی چې په نړۍ کې ساری نه لري، او په یو ساعت کې د ۴۰۰۰ کېلو مترو پورې د سفر کولو توان لري.

د چین یوه هوایي ډګر «ساینس او صنعت» شرکت دغه اورګاډي ته د الوتنې اورګاډي «Flying train» نوم ورکړی، او ویلي یې دي چې په یو ساعت کې به په لومړي کې د ۱۰۰۰ کیلو متره مسافې وهلو وړتیا او سرعت ولري.

دغه شرکت زیاتوي، چې دوی د عامو خلکو لپاره داسې اورګاډی جوړوي چې لومړی به د ښارونو ترمنځ په یو ساعت کې تر ۱۰۰۰ کیلو میترو پورې سرعت لري چې وروسته به دغه سرعت تر ۲۰۰۰ پورته او په وروستۍ مرحله کې به ۴۰۰۰ کیلو میترو ته لوړ شي.

اوسمهال په نړۍ كې تر ټولو چټك اورګاډى په جاپان كې دى چې په ساعت كې ۶۰۰ كيلومتره واټن وهلى شي، دې اورګاډي ته Bullet train ویل کیږي، خو اوس دغه نوی اورګاډی به ددې لس چنده زیات سرعت ولري.

دا ټيكنالوژي چې د ماګلېف په نامه هم ياديږي په اصل كې د الكترو مقناطيسي وړانګو په واسطه حركت كوي چې د حركت پر مهال تر پټلۍ شاوخوا ۲۰ ميلي متره لوړيږي، همدا لامل دی چې دېته هوايي اورګاډی هم ویل کیږي.

دغې کمپنۍ ددې اورګاډي په اړه ډېر معلومات نه دي څرګند کړي، خو ویل کیږي چې په راتلونکي کلونو کې به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي، او لومړی هدف به یې د چین بیجینګ ښار نه تر ووهان ښار پورې سفر ولري، چې د چین په داخل کې به په نیم ساعت کې دغو ښارونو ته تګ راتګ کوي.

د چین ساینس او ټکنالوژي شرکت وایي چې پر دغه پروژې ۲۰ چینایي نړیوالو ساینسي څیړنو ادارې کار کوي.

د بیجینګ ټرانسپورټ پوهنتون پروفیسر ژاو جیان وایي، چې د ټکنالوژي په تاریخ کې به دا لومړی ځل وي چې انسان په لږ وخت کې د ۴۰۰۰ کیلو میتره مسافه تر ټولو کم، په یوه ساعت کې وهي.

سرچینه: South China Morning Post

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د