Blast-on-Abdullah

له دوهم ځل ټاکنو سره د ناامنیو زیاتوالی- سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: تیره ورځ په کابل کې د ولسمشریزو ټاکنو د مخکښ نوماند ښاغلی ډاکټر عبدالله عبدالله په ټاکنیز کاروان غبرګې چاودنې وشوې چې له کبله یې ۶ تنه مړه او تر ۲۰ تنه زیات ژوبل شول.

دغه چاودنې د کابل اریانا هوټل د ودونو د سالون مخته هغه مهال وشوې چې عبدالله عبدالله په دغه سالون کې خپله انتخاباتي غونډه پای ته رسولې وه.

تراوسه چا د نومویو بریدونو مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی او خپله ډاکټر عبد الله عبدالله او د کابل حکومت دولتي چارواکي یې هم په اړه متفاوتې څرګندونې لري.

تر دې له مخه په هرات او د هیواد په ځینو نوروسیموکې هم د نوموړي په انتخاباتي کمپاینونوبریدونه شوي چې وروستی هغه یې تر ټولوخونړی وه .
د انتخاباتي کاندیدانو په ټاکنیزو کمپاینونو باندې دبریدونو لړۍ په داسې وخت کې تیزیږي چې د هیواد زیاتره ولایتونه اوسیمې په یوه فوق العاده جګړییز خطرناک حالت کې قرار لري.

داچې له یوې خوا مو د هیواد په ښارونوکې د دوهم ځلي انتخاباتو کمپاینونه روان وی او له بلې خوا د عین هماغو ولایتونو په کلیوالو سیموکې جګړه ییز عملیات او فعالیتونه جریان لري د غه وضعیت په خپل ذات کې دیوه نا امنه او له بي ثباتیو ډک مستقبل ښکارندوینه کوي.

امریکایان غواړي د دوهم ځلې ټاکنو لپاره د افغاني ځواکونو دجګړې په زور زمینه سازي وکړي.

همدا لامل دی چې په تبلیغاتي لحاظ د غو عملیاتو بریالي ښودلو ته ډیره هوا ورکول کیږي ، خو که ځمکنیو واقعیتونو ته وکتل شي نو ټول بهرنیان د افغان ځواکونو په شمول په هیڅ صورت د دې وړتیا نه لري چې یواځې دکابل امنیت خوندې کړای شي ، دا خولیري خبره ده چې لیرې پرتې سیمې دي تر خپلې ولکې لاندې راولي او امنیت دې خوندي کړي .

هغه ټاکنې چې بهرنیان او افغان دولت ورته د توپک په زور زمینه سازي کوي هم یې ملي مشروعیت ترپوښتنې لاندې دی او هم په هیواد کې ترې دیوه ملي حکومت جوړیدو هیله نا شونې ده.

خو بهرنیان بیا دهمدغو متنازعو انتخاباتو په شمول له دغه ډول پروژو څخه یواځې د افغان جنګي او د هغوی په منځ کې د تفرقې اچولو اراده لري ، نه د افغان ولس د خیر ښیګڼې او مصلحت.

همدا اوس چې مشخصا د ډاکټر عبدالله ټاکنیز کمپاینونه په نښه کیږي او یاد ده دمرستیال حاجي محقق لخوا د اشرف غني په خلاف قومي او نژادي ضد تبلیغات کیږي دا ټولې هغه دسیسې دې چې امریکایانو د افغانانو د ویشلو او یو پربل وهلو لپاره مخکي ترمخکي طرح کړې او اوس یې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د پرشاکولو پرمهال عملي کوي. خدای تعالی دي ټول افغان ولس ته دا بصیرت ورپه برخه کړي چې د خپل منځي ملي وحدت په ساتلو سره د دښمنانو دغه ډول تخریبي دسیسې ټولې شنډې او له شره ځان وژغوري.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د