fbpx

مټیس په افغانستان کې د سیاسي بریا په هیله

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمس مټیس په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی.

د کابل په ارګ کې یې تر ډیرو ټینګو امنیتي تدابیرو لاندې له ولسمشر غني او ګډ حکومت له ځینو نورو سهیمانو سره ګډې خبرې وکړي .

نوموړی په داسي حال کې کابل ته راځي چې تازه په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن خپله دنده پري ایښې ده .

ښايي د ټیلرسن د دندې پریښودو یو عامل د نوموړي لخوا د افغانستان د لانجې پر سیاسي هواري ټینګار وي چې ولسمشر ټرمپ او د هغه جنګي ټیم ورسره موافق نظر نه درلود.

په کابل کې د ولسمشر غني تر لیدو وړاندي جیمس مټیس ځینو رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې د سولې په راتګ کې بری ممکن دی، خو دا حتمي نه ده چې هغه به په جګړه کې وي ؛ بلکې د افغانستان د حکومت او ځینو طالبانو ترمنځ د خبرو له لارې هم دا کار شونی دی.

د افغانستان د لانجې په ساسي مذاکراتو کې د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن په ځای د جیمیس مټیس مداخله د دې ښکارندویه ده چې ټرمپ په هیڅ صورت دلته د جګړې د خاتمې پلوی نه دی.

ټرمپ او د هغه جنګي ټیم چې د سولې په اړه کومې هلي ځلې کوي هم هدف یې تري په طالبانو فشار راوړل دي نه په واقعي ډول د جګړې پای ته رسیدل.

ځکه جیمس مټیس خپله وايي چې د طالبانو ځینو وړو ډلو له ګډ حکومت سره د روغې جوړې لپاره تیاري ښودلی ، چې دا خبره په خپل ذات کې دا ثابتوي چې امریکایان په هر ممکن ډول وي د طالبانو د له منځه وړلو په لټه کې دي هغه که د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ په زور وي او که د هغوی تر منځ د درز اچولو په وسیله.

دا چې امریکایان له طالب مشرتابه سره د مخامخ کیدو په ځای د ګډ حکومت په وسیله د طالب په نوم له یو شمیر سیاسي ګڼګپانو سره سازشي معاملو ته دوام ورکوي دیته کله هم له طالبانو سره د سیاسي مذاکراتو نوم نشي ورکیدی او نه هم د طالب له نوم نه په استفادي سره معلوم الحاله معامله ګر کرکترونه د دغې سترې او کثیر الابعاده لانجې د هواري وړتیا لري.

بلکي هغوي او ګډ حکومت په شریکه له امریکایانو څخه د سیاسي غلا په تر لاسه کولو سره دا لوبه ګرمه ساتلې چې جیمس مټیس بیا همدا معامله ګري د سولې لارې ممکن بری بولي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د