انجينر داود: د بلخ رسمي والي زه يم

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل):د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له لوري د بلخ د والي عطا محمد نور د ګوښه کېدو او پر ځای يې اسحاق رهګذر د ټاکل کېدو موضوع لا هم نه ده حل شوې، چې د اشرف غني له لوري نږدې دوه مياشتې وړاندې د دغه ولايت لپاره بل نومول شوی والي انجينر داود داوود وايي، چې دی د بلخ ولايت لپاره د حکومت رسمي والي دی او په دولتي غونډو کې د والي په توګه ګډون کوي.

انجينر داود ويلي، چې تېره ورځ يې هم د بلخ ولايت په اړه شوې غونډه کې د والي په توګه ګډون کړی، خو د حکومت او جمعيت اسلامي ترمنځ د شته لانجو او مخالفتونو له امله تر اوسه نه دی توانېدلی، چې بلخ کې خپله څوکۍ اشغال کړي.

انجينر داود له رسنيو سره په خبرو کې د اسحاق رهګذر ټاکل د والي په توګه رد کړي او زياتوي، چې دی د حکومت او عطاء محمد نور ترمنځ هوکړې ته په تمه دی او تر هغه وروسته به د بلخ د والي په توګه عملا کار پيل کړي.

تېره ورځ ځينو رسينو د باوري سرچينو له خولې ليکلي و، چې د عطاء محمد نور او ارګ لانجه حل شوې او د نور پر ځای د جمعيت اسلامي بل غړی اسحاق رهګذر د بلخ د والي په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلي نور او همدارنګه انجينر داوود دغه راپورونه بې بنسټه بللي دي.

عطاء محمد نور ويلي، چې تر څو د ده غوښتنې نه وي منل شوي، تر هغو به دی د بلخ والي وي او په وينا يې په دې اړه يوازې جمعيت اسلامي ډله پرېکړه کولی شي.

انجينر داود هم د ښاغلي رهګذر د ټاکل کېدو خبرونه ناسم بللي او زياتوي، چې دی د حکومت له لوري د بلخ رسمي والي دی او او د دواړو لوري ترمنځ د شته لانجو له حل وروسته به د والي په توګه خپله دنده عملا پيل کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د