fbpx

د سید جمال الدین افغان مليت او آندونه

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

پوښتنه:

موږ په دې خبر یو چي سید جمال الدین افغان یو تکړه داعي او مسلمان وو، خو اوس دلته موږ وینو چي ایران هر کال پر دې باندي کتابونه چاپوي چي د سید په تاریخ کي دوی لیکي چي دا زموږ کس وو، ځیني وايي چي دی هسی مشهوره وو اسلاميت یې تر پوښتنو لاندي راولي نو هغه معلومات چي تاسی د سید په هکله لرئ راته څرګند کړي.

ځواب: عبدالغفار جُبیر

شیخ الاسلام شهید الحاج سید علامه جمال الدین حسینی افغاني رحمة الله وعلیه

سید علامه جمال الدین افغاني رحمة الله علیه د اسلامي نړۍ رغښت، نوښت ،د اسلامي نړۍ وحدت،دازادۍ ولولې اوداسلامي امت سمبالښت ستره ارزو وه،دی تکړه سیلاني، مدبر،عالم، فصیح،چار پوه،هوښیار، ځیرک، ذهین، د اسلامي فکر او بصیرت څښتن وو،ده تل کوښښ کاوه چي د کفري نړۍ ټول هغه شوم پلانونه چي د اسلامي نړۍ پر خلاف جوړېدل هغه ړنګ کړي،دی تل د هیواد پالنې او اسلامي ولولو څخه برخمن وو،هغه تل د عیسایي اروپا، انګریزي ښکېلاک او امپرالیزم په خلاف تر مرګه پوري نه ستړي کيدونکي هلې ځلې وکړې،هغه د اسلامي نړۍ د اوسنۍ ویښتیا ستر بنسټ ایښودونکی او امام دئ،دلاتهراپ اسټاډرډ په وینا، جمال الدین افغان لومړی مسلمان وو چي د لویدیځ د نیواک راتلونکي خطرونه یې په ښه توګه سره محسوس کړه،او خپل پاته عمر یې پر دغي خطرې باندي د اسلامي نړۍ په پوهولو ولګاوه،او انګریزان ځنی ډارېدل،ايډورډ جي براوون، دده په هکله وایي: علامه د اسلامي هیوادونو د ویښتیا لپاره ډېر ستر کارونه وکړه او د لویدیځو هیوادونو د ښکېلاک پر ضد ئې د یو بل د یووالی بلنه ورکړه، هانس کهان دده په هکله وایي: علامه افغاني ان د هغه مخالفینو دده ستر توب مانه،هغه یو اغېزمن وینا کوونکی، علمي پانګه، سم اند او مذهبي سپېڅلتیا لرله، له همدې کبله هغه د نوی ختیځ تر ټولو لومړی بلېنده وال جوړ کي.

حضرت مولانا پیر ذوالفقار احمد نقشبندی صاحب پخپل کتاب کي د علامه و جهاد ته اشاره کړېده او دی لیکي: کله چي په افغانستان کي د جهاد خبره راغله نو سید جمال الدین افغاني رحمة الله علیه تر ټولو لومړی دا ګام پورته کړ دا ځکه چي دی شیخ د طریقت وو.

د سيد جمال الدين افغاني رحمة الله عليه اصلي مليت او جنسيت

دروند ورور زاهد جلالی صاحب پردې موضوع باندي پخپله ښکلې مقاله (ستر شخصیت او سپک تورونه) بحث کړیدئ، زه غواړم چي پر دې موضوع باندي یو څه نوره رڼا واچوم، هغه له دې کبله چي ایرانیانو ډېر کتابونه، مجلې ، مقالې، جریدې او ویب پاڼې پر دې باندي لري، چي سید علامه جمال الدین افغاني رحمة الله علیه ایرانی دئ او افغاني نه دئ.

دده پر افغانيت باندي خپله د علامه سید جمال الدین افغاني رحمة الله علیه خپله ویناوې او لیکنې شته، دده د تکړه او مخورو شاګردانو تائید شته او نړیوال هم ورسره په یوه خوله دي.

۱: علامه سید جمال الدین افغاني د خپل ځان په هکله وایې:

د علامه افغاني یو تکړه شاګرد برهان الدین قلیج خان د خپل نامتو استاذ په هکله لیکي: یو ځل ما و حضرت استاد ته وویل چي ځیني خلک تا ایرانی ګڼی ددې سبب څه دئ؟

نو هغه وفرمایل چي: زه د کنړ د سیدانو له مشهوری کورنۍ څخه یم او په ۱۲۵۴ کي په افغانستان کي زیږدلی یم، د شیخ جمال الدین په نامه یو بابی مبلغ د ایران او سیدونکی وو او کوم ځای ته چي زه تللی یم هغه هم تللی وو له دې امله ځیني وګړي په غلطه ما شیخ جمال الدین ایرانی ګڼي مګر دا ګومان ډېر ناوړه، نه منونکی او سر تر پایه ناسم او ګر سره درواغ دي زه هیڅ کله ایرانی نه یم بلکې افغان یم او ټول افغانان ما ډېر ښه پېژني.
۲: علامه سیدجمال الدین افغاني پخپله په عروة الوثقی جریده کي داسي وایي:

الافغان و هي اول ارض مس جسمي ترابها

ژباړه: دا(افغانستان) لومړۍ هغه ځمکه ده چي زما وجود ددې خاورې مسه کړیدئ.

۳: غلام حسین موسوي پخپل کتاب کي لیکي چي سید جمال الدین افغاني ویل :

اني اخطرت لترك بلادي الافغان مضطربة بها الاهواء و الاغراض.

ژباړه: زه مجبوره شوم چي خپل افغان وطن په داسي حال کي پرېږدم چي په دې وطن باندي شخصي اغراضو او تمایلونو لوبې کولې.

۴: علامه سید جمال الدین افغاني پخپل کتاب (تتمة البیان فی تاریخ الافغان) کي لیکي چي زه د افغانستان یم او افغاني یم.

د علامه شاګردان، ملګري او نور… دده په هکله څه وايي؟

۵: خپله ایرانیان دا مني چي هغه افغان وو، په دې کي مدرسي چهار دهی، ابراهیم صفایې، شیخ عباس قمی، سید محمد علی آستانه او نور ایرانیان علامه د سید صفدر ځوی او افغاني بولي.

۶: مفتی محمد عبده د سید جمال الدین افغاني ځانګړی ملګری او ډېر پیاوړی شاګرد وو هغه د علامه افغاني فارسی رساله (حقیقت مذهب نیچري و نیچریان) و عربي ته ژباړلې او په سریزه کي لیکي: سید جمال الدین افغاني د افغانانو دهیواد په یوه مخوره کورنۍ پوری اړه لري.

۷: د علامه افغاني او محمد عبده نامتو شاګرد سید رشید رضاء مصري د(المنار) چلونکی پخپل تالیف کي (تاریخ الاسلام)کي لیکلی دي: سید جمال الدین افغاني د اسعد آباد په نامه د کنړ د سیمي په یوه کوچني کلی پیداشوی دئ.

۸: د علامه یو بل پیاوړی شاګرد امیر شکيب ارسلان پخپل کتاب (الحاضر العالم الاسلامي) کي پر دې موضوع باندي اوږدې خبرې کړیدي او لیکي: سید جمال الدین افغاني د افغانانو په هیواد کي د کنړ په سیمه کي پیداشوی دئ.

۹: نامتو مصري ادیب جرجی زیدان په (مشاهیر الشرق) کي لیکي: سید جمال الدین افغاني د اسعد آباد په نامه په یوه کلی کي چي د کنړ د اړوند کلیو څخه دئ پیداشوی دئ.

۱۰: یو بل مصری ادیب عبدالرحمن رافعی په خپل تالیف (تاریخ حرکت قومی) کي لیکي: سید جمال الدین افغاني د اسعد آباد په نامه په یوه کلی کي پیداشوی دئ دا کلی د کابل د کنړ به سیمه کي پروت دئ.

۱۱: همدارنګه ابراهیم مصطفی الوکيلی پخپل کتاب (مفاخر الاجیال) کي لیکي:
سید جمال الدین د اسعد آباد په قریه کي چي د کنړ یوه سیمه ده پیداشوی دئ.

۱۲: د علامه افغاني د لیکنو د مجموعې (عروة الوثقی) اوډونکی مصطفی عبدالرزاق د کتاب په سریزه کي پر دې مسئلې باندي ژورې خبرې کړی دي او لیکي: سمه خبره داده چي سید جمال الدین افغاني، افغاني دي او همدا خبره علامه هم کړیده.

۱۳: ولفرډبلنټ د سید جمال الدین افغاني مخلص دوست او ملګری وو او د علامه افغاني په هلو ځلو کي یې کارنده برخه اخیستې وه هغه په خپلو کتابونو(History of the British occupation of Egypt) او نورو کتابونو کي لیکلی دئ چي سید افغاني دئ او په افغانستان کي پیداشوی دئ.

۱۴: هانس کهان پخپل کتاب(History of Nationalism in the East) کي لیکي:
خپله سید ویلی دي چي زه په ۱۸۳۸ میلادئ کال کي په افغانستان کي پیداشوی یم.

۱۵: چارلس ایډمزپه (Islam and Modernism in Egypt) کي لیکلی دئ:
سید علامه افغاني د افغانستان د اسعد آباد په نامه په یوه کلی کي پیداشوی دئ.

۱۶: د افغاني د افغانيتوب لپاره همدا بس ده چي دئ پخپله هر ځای افغاني وو،هم په ترکيه کي، هم په مصر کي، هم په فرانسه کي، هم په روسیه کي، هم په ایران کي او هم هر ځای.

۱۷: سید علامه افغاني یو مهر د مربع په شکل سره درلودئ چي پر خپلو ټولو لیکنو باندي یې واهه ددې مهر په هکله په آریانادایرة المعارف کي لیکي دي:

په ۱۸۶۵ میلادي کال کي سید له مشهده وځي او تهران ته ځي او له همدې وخت نه یې ادبي علمي رسالې په خپل قلم رانقلوي او پر لیکي:

((جمال الدین الحسینی الاستنبولی الافغاني الکابلی)) او خپل مربع مهر ورباندي لګوي.

که و دې مهر ته وکتل شي نو دده په هغه وخت کي نسبت د ایران څخه استانبول لا ورته قدرمند وو،دا ځکه چي په هغه وخت کي استانبول د اسلام مرکز وو،ده خپل ځان کابلی په دې باله چي کابل مشهوره وو او کنړ داسي شهرت نه درلودئ او بل داچي کنړ و کابل ته نژدې وو، اوفغاني ځان په دې کابلی بولي چي افغان دئ، نو که چيری دی ایرانی وای نو پکار داوه چي د افغاني پر ځای یې ایرانی لیکلی وای.

۱۸: کله چي د علامه سید افغاني په ژوند کي ده دا ګنګوسې واوریدلې چي خلک و ده ته ایرانی وایي نو له دې مودې راهیسی يي کابلی او استانبولی لیری کړ او تل یې د خپل نامه سره ((افغاني)) لیکه.

۱۹: د علامه سید جمال الدین افغاني رحمة الله علیه ملیت او جنسیت لا هغه وخت ښه په بین المللی ډول سره معلوم شو چي کله په (۱۹۴۴) میلادي کال کي دده جسد د ترکيې څخه د افغانستان و مرکز کابل ته راوړل شو او هلته د کابل نړیوال پوهنتون ترڅنګ د علی اباد په منطقه کي خښ کړل شو. هلته ولي ایران دعوه نه کوله؟ داځکه چي ایران پوهیدئ چي هغه افغاني دئ.

۲۰: شارل آدمس پخپل کتاب (الاسلام والتجدید) کي لیکي:

سید جمال الدین د افغانستان کابل ته نژدې په اسعد آباد کي پیداشوی دئ.

سید علامه جمال الدین افغاني رحمة الله علیه تل کوښښ کاوه چي اسلامي امت د غربي عیسایې ښکېلاک په مقابل کي یو موټی کړی او دې ته توجه نه ورکول چي دا څوک دئ؟ د کوم ځای دئ؟ سید چي د هرځای دئ داد هغه په شخصیت او ستر توب کي کوم تغیر او توپیر نه راولی د هغه خپله وینا ده:

((هیچ احتیاج به این ندارم که خود رابه یک ملتی نسبت دهم هر ملک ملک ماست که ملک خدا ما است))

هغه د اسلام پر نړۍ والو بنسټونو قایل وو، هغه د ټولې اسلامي نړۍ لارښوونه کوله هغه د مسلمانانو د ویښتا، سیاسي ازادۍ او ددین د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کولې.

علامه سيد افغاني رحمة الله عليه د ژورناليزم په ډګر کي د اسلام دفاع کوله.

علامه سید افغاني د اسلام ضد فکري او وسلواله جګړه نشوای زغملای او تل یې کوښښ کاوه چي کله به سید هر ځای ولاړئ نو هلته به یې اخبارونه او جریدې چاپولې،ټولنې به یې جوړولې، ډلې به یې جوړولوې، ګوندونه یه یې تاسیس کوله ، په دې هلو ځلو کي یې هر ځای د جریدو او اخبارونو بنسټ کښیښود، افغاني تل غوښتل چي تل اسلامي امت په فکري اسلامي روزنه سره سمبال کړی، دوی ویښ کړي او ویښ یې وساتي،او د کفري ښکېلاک په مقابل کي یې یو مټی کړي ،دی د اخبارو په هکله وایي:

((اخبار لیکل هغه بې ساری هنر دئ چي موضوع یې د خلکو اخلاقي او ملي حال احوال او غایه یې د ولس د اخلاقو سمون، د خپل او ان د ټولو اولسونو نیکمرغي، آرامي او هوسایي ده.))

علامه سید جمال الدین افغاني د ژورنالیزم په ډګر کي:

۱: دارالخلافه تهران، ۱۲۸۲ ق ، په ایران کي یې یوه رساله (آه از سوز دل من که عالم رامیسوزند و آتش به جهان درمی زند جمالدین الحسین افغاني)ولیکل.

۲: په حیدرآباد کي یې د(معلم شفیق) په نامه یوه مجله خپره کړه، چي وروسته دامجله د انګریزانو له لوری بنده کړل شوه .

۳:علامه شپږ میاشتی وروسته بیایې په(سیدالاخبار، مفرح القلوب) په جریدو کي لیکنې خپرولې،او دده مقالې د((مقالات جمالیه ))په نامه خپرې شوې،درد نیچریه رساله یې هم دلته ولیکل.

۴: سید چي کله لندن ته ولاړئ هلته یې د لندن په (نحله) مجلی کي مقالې خپرې کړې.

۵: له دې څخه وروسته یې په پاریس کي (ابونظاره مجله او البصیر مجله) کي مقالې خپرولې.

۶: د جماد الاولی په ۱۵ نیټه په پاریس کي د(عروة الوثقی) جریده لومړی ګڼه چاپ کړه،په دغه وخت کي یې (تتمة البیان فی تاریخ الافغان) هم بشپړ کړ.

۷: په لندن کي یې په (میرازاملکم) کي په ورځپاڼه کي خپلې مقالې خپرې کړې.

۸: په ۱۳۰۹ ق کي یې په لندن کي یوه مجله د(ضیاء الخالقین) په نامه په عربی او انګلیسی ژبو سره خپره کړه،

۹: په ۱۸۷۵ میلادي کال کي د(الاهرام) اخبار په مصر کي خپور کړ.

۱۰: د(مصر) په نامه اووه ورځنی اخبار دده یو شاګرد پیل کړه، چي د سید او محمد عبده لیکنې ئې پکښې خپرولې.

۱۱: په ۱۸۷۸ میلادي کال کي ئې د(التجاره) په نامه ورځپاڼه راویستل.

۱۲: په ۱۸۷۹ میلادي کال کي ئې یوه جریده د(مصرالفتاة) په نامه د علامه په امر په خپریدو پیل وکړ.

۱۳: په ۱۸۷۵ میلادي کال کي علامه دوې نوري جریدې (محروسه او مرأة الشرق) راویستلې.

۱۴: د افغاني یو شاګرد په ۱۸۷۷ میلادي کال کي (ابونظاره) په نامه اخبار خپور کړچي د سید افکار یې منعکسول.

۱۵: د علامه مقالې او لیکنې په ټوله نړۍ کي خپریدلې د پاریس یوه معتبره جریده (دیبا) کي د علامه لیکنې او د فلیسوف رینان او علامه تر منځ بحث په بشپړ ډول سره خپور شو.

۱۶: کله چي ماسکو ته ولاړئ د علامه لیکنې د ماسکو مشهور اخبار(ماسکوګزټ) کي خپریدلې.

۱۷: کله چي علامه په لندن کي ووهلته دده اودده د شاګردانو د جریدو څخه علاوه دده مقالې او لیکنې د لندن په مشهور اخبار(قانون) کي خپریدلې.

شيخ الاسلام علامه افغاني رحمة الله عليه دا نړيوالې اسلامي ټولنې تأسيس کړې:

۱: ده په هند کي د ((عروه)) ډله تأسیس کړه.

۲: سید په ۱۸۷۹ میلادي کال کي د(حزب القومی) یو ګوند جوړ کړ چي دا په مصر کي لومړې سیاسی ډله ده.

۳: په مصر کي د(حیات الوطنی) ټولنې بنسټ کښېښود چي د محفل وطنی په نامه سره ئې شهرت وموندئ ددې ټولنې په لږ وخت کي تأسیس ، فعالیت، خدمتونه او کړنې:

ددې ټولنې غړو په یوه میاشت کي (۱۰۰۰۰) تومنه پانګه ټوله کړه، (۵۰۰) لوړ پړو چارواکو خپل سامانونه و پلورل او بیه یې ددې ټولنې و خیریه څانګې ته ورکړه،دې ټولنې د(۵۰۰) اړو کسانو اړتیاوې پوره کړې،(۷۵) بې وزلو کسانو ته ئې د سوداګرۍ پانګه ورکړه، (۱‍۵۰۰) ناروغان ئې تداوي کړل، (۲۰۶) فقیرانوسره اړینې مرستې وشوئ، (۲۵۰۰) زناکارانو، شرابخورو او بې پتو کسانو ددې ټولنې په برکت سره توبه ویستله، په (۴۰) غونډو کي د یهودو او نصاراوو سره مناظرې او بحثونه وشول او هغوی یې د اسلام په حقانیت باندي قانع کړل، (۱۲۰) سوالونه یې له دوی و پوښتل خو دوی (یهودو او نصاراوو) ئې ځوابونه نه درلودل، (۱۲۵) تنو یهودو او نصاراوو اسلام قبول کړ،(۱۸۰) کسه داسي کسان وه چي د انګریزانو سره ئې کار کاوه د هغو ددفترونو څخه راووتل

۴: په ۱۸۵۷ میلادي کال کي و حجاز ته ولاړئ او هلته ئې د(ام القری) په نامه سره یوه نړیواله اسلامي ټولنه جوړه کړه تر څو د نړۍ ټوله مسلمانان تر یوه منشور لاندي راولي.

۵: سید علامه جمال الدین افغاني رحمة الله علیه یوه نړیواله ټولنه (جمعیة العروة الوثقی) جوړه کړه، په دې ټولنه کي د ترکيې، شام، مصر، تونس، الجزایر، مراکش، ایران، هندوستان او ځینو نورو هیوادونو وګړو برخه درلوده، ددې ټولنې مالي مرسته د حیدر آباد، مصر او تونس څخه وه،له دې څخه وروسته یې د عروة الوثقی په نامه جریده هم پیل کړه.

علامه سید جمال الدین افغاني رحمة الله عليه د اصلاحاتو بنسټ ايښودنکی

سيد علامه جمال الدين افغاني رحمة الله عليه هغه مهال چي په ګران هيواد افغانستان کي وزير او مشاور وو او په دولت کي یې واک درلودئ، ددې اصلاحاتو بنسټ يې کښېښود:

۱: سید علامه جمال الدین افغاني رحمة الله علیه په ګران هیواد افغانستان کي د ژورنالیزم بنسټ ایښودونکی دئ، سید د امیر شیر علی خان څخه د اخبار راایستلو اجازه واخیستله او دا لومړی ځل وو چي د(شمس النهار) مجله یې راویستله او هغه ئې په ټوله هیواد کي خپروله.

۲: سید علامه جمال الدین افغاني رحمة الله علیه په ګران هیواد کي د مفت تعلیم بنسټ کښېښود، د زده کړو د پرمختیا لپاره ئې دولتي ښوونځۍ پرانستلې چي مخکي نه وي او د تعلیم په خپرولو کي ئې ځانګړې پاملرنه وکړه.

۳: د امیر دربار او ټول دفترونه یې سم او منظم کړل.

۴: د افغانستان فوځ ئې پر نوو بنسټونو باندي منظم کړ.

۶: د پوځی (حربي) ښوونځیو بنسټ او خښته ئې کښیښودل.

۷: د مشرانو او وزیرانو مجلس یې جوړ او تأسیس کړ.

۹: و بهرنیو هیوادونو ته ئې خپل سفیران او استاذي ولیږل.

۱۰: د بهرنیو هیوادو سره ئې د سوداګرۍ بنسټ کښېښود.

۱۱: د نوو اصولو سره سم ئې د پوست(Post Office) او مواصلاتي لاری چاری سمی کړې.

۱۲: د عامو خلکو لپاره ئې روغتنونه پرانستل.

۱۳: د شیر پور په نامه ئې نوی ښار ودان کړ.

۱۴: د وزیرانو کابینه یې جوړه کړه.

۱۵: منظم فوځ ئې جوړ کړ..

۱۶: ملي ژبه ئې پښتو وټاکله .

۱۷: ملکي او عسکري نومونه ئې په پښتو کړل.

۱۸: پر لویو لارو ئې مسافر خانې جوړي کړې.

د علامه سید جمال الدین افغاني علمي ځيرکتيا

د علامه د پوهې ، زکاوت، حافظې، ذهانت په هکله زښته ډيرو کسانو ليکنې کړيدي، او د هر يوه ليکنه پر خپل ځای ده، دا ځکه علامه د اسلامي امت يو ځلانده ستوری وو.

۱: کله چي د ازهر و پوهنتون ته ورغئ نو د ازهر شاګردانو ورڅخه و غوښتل چي (شرح اظهار) ورته درس کړي.

۲: د مصر نامتو عیسایي د سید علامه جمال الدین افغاني سره په بحث کي دومری اغېزمن شو چي اسلام یې قبول کړ.

۳: په ترکيه ترکان د علامه تر داسي اغیزو لاندي راغلل چي ترکانو ورته (سحرالقلوب) وایه.

۴: سید د ترکیې په پوهنتون (دارالفنون) کي استاد و ټاکل شو.

۵ : علامه د ازهر د پوهنتون په نصاب کي د ابو علی ابن سینا کتابونه ورګډ کړل او پخپله ئې ددې کتابونو تدریس په غاړه واخیستل.

۶: علامه په ۱۸ کلنی کي ادب، بلاغت، تاریخ، فقه، تفسیر، حدیث، تصوف،منطق، کلام،الهیات،فلسفه، ریاضی، طبعیات، هیئت، طبابت او نورو علومو کي بشپړ معلومات درلودل. ددې علومو څخه وروسته یې و ساینس ته مخه کړه پر هغه باندي هم بر لاسی شو.علامه چي به کله په هر فن کي خبرې کولې چا دا ګمان نشوای کولای چي دا فن ده لوستی دئ او که ددې فن واضع علامه دئ.

۷: علامه افغاني و کولای شوای چي د ټولې نړۍ مسلمانان یې سره منظم کړل، او ټول امت اسلامي یې د غربي ښکېلاک او غربی امپرالیزم په خلاف سره متحد کوله، اغیزې ئې د اسلامي هیوادونو څخه نیولې تر ټولې نړۍ پوری ورسیدلې، علامه په کفري نړۍ کي داسي خلک اغېزمن کړل چي دده د عزت ساتلو په موخه ئې ځانونه قرباني کوله. همدا دده اغیزې دي چۍ مصریان ورته په سلام، ترکان ورته په احترام، ایرانیان ورته په درنه سترګه ګوري او ایرانی یې بولي حال داچي علامه افغاني رحمة الله علیه افغاني دي.

۸: علامه سید جمال الدین افغاني رحمة الله علیه په، پښتو، دری، فارسی، عربي، ترکي، اردو،فرانسوي، انګلیسي، روسي او الماني ژبو سره داسي خبرې کولې چي چا نه پیژانده چي دا دده مورنۍ ژبه ده او که یې زده کړېده.

۹: دده د خاطراتو لیکوال محمد باشاه المخزومی دده په هکله وایي:

که زه ووایم چي خدای جل جلاله له انبياوو څخه پرته بل هیچاته دومري قوي ذهن، وسیع عقل، نافذ بصیرت ورکړی نه وو لکه چي ده ته یې ورکړی وو مبالغه به نه وي.

۱۰: فرانسوي ژبه یې په درې میاشتو کي زده کړه.

۱۱: ترکي ژبه ئې په څو اونیو کي زده کړه.

د علامه سید جمال الدین افغاني شهادت او د ژوند اخيري شيبې

د علامه وروستی لیک چي د ناظم الاسلام کرمانی په کتاب (تاریخ بیداری ایران) کي یې راوړی دئ:

زه دا مهال دا لیک خپل یوه ګران دوست ته په داسي حال کي لیکم چي په بند کي یم او د خپلو دوستانو له لیدو څخه بې برخي یم ، نه د ژغورنې په انتظار یم ،نه د ژوند په هیله نه ،له نیولو څخه خفه یم او نه له مړینې څخه بېره لرم، زما له نیولو او وژلو څخه مي خوا نه ده بده،زما ځان زما د همنوع لپاره بندي دئ او زه د ملت د ژوند لپاره وژل کېږم.

علامه په دې لیک کي وایي چي زه بندي یم، او نظر بنده نه یم، او بل دا چي و ده ته دده په ژوند کي مرګوني ګواښونه شوی وه،علامه رحمة الله علیه په دې پوهېدئ چي زه به وژل کېږم، پر ده داسي سخت بندیزونه ولېګدل چي هیڅوک هم نسوای ورتللای او دده ملاقات بند کړل سو، داسي کسان ورتللای سوای چي نړیوال شهرت به یې درلودئ او هغه به هم چارواکو په دې پرېښودل چي وښیي چي علامه صرف څه نظربنده دئ او په بند کي نه دئ.

د ناصرالدین قاجار د وژلو څخه وروسته سلطان عبدالحمید حواس بایللی وه، پر علامه یې بندیزونه سخت کړل او علامه د جاسوسانو تر سختي څارني لاندي ونیول شو، په همدغه بندیخانه کي و علامه ته په زهرو لړل شوی مسواکان راوړل شول د تحفې په بڼه سره ، دا چي علامه د ادنی سنت عملي کوونکی وو نو ځکه ډېر خوښ شو، علامه ددې مسواکانو د استعمال څخه وروسته د خولې په سرطان بوخت شو،دده معالج ډاکتر جمیل پاشا د هغه شپږ غاښونه و کښل،درې ځلي ئې عملیات وشول، خو ناروغې ئې نوره زیاته شوه،علامه د سلطان څخه وغوښتل چي د درملنې لپاره و ویانا ته ولاړشم خو سلطان اجازه ورنکړه،او علامه له دې وروسته ډېر تکلیفونه و ګالل او اخر لاعلاجه شو او په ۱۸۹۷ میلادي کال کي د مارچ په نهمه علامه افغاني له دې فاني نړۍ سترګې پټی کړې او شهید شو. د مړینې پر مهال دده عمر(۵۸) کاله وو.

مصطفی عبدالرزاق د علامه د شهادت په هکله وایي:

حسب جمال الدین من عظمة ومجدانه فی تاریخ الشرق الحدیث اول داع الی الحریة و اول شهید فی سبیل الحریة
ژباړه: د سید جمال الدین عظمت، مجد او لویې دپاره دا کفایت کوي چي دی د شرق په نوي تاریخ کي د ازادۍ او خپلواکۍ له امله اول بلونکی او د ازادۍ په لاره کي اول شهید دي.

ولفرډ بلنټ د علامه سره دده د بند په وخت کي کتلي وه،او د هغه حالت یې لیدلی وو هغه په سپینو ټکو کي لیکلی دي: ((زما زړه ته لویدلی دي چي شیخ جمال الدین افغاني مرګونی ناروغی په زهرو وه،دا ځکه چي په دربار کي د هغه دښمنان بیخی ډېر وه،او سلطان عبدالحمید ته د هغه شتون کړاو ګرځیدلی وو.))

د ولفرډبلنټ ددې څرګندونو سره ابوسعید العربی او نور د علامه شاګردان او دوستان هم غږي دي. ترکان بیا ددې څخه ځان ایسته کوي او پړه یې د ایران پر حکومت اچوي.

بسم الله آفندی چي اوس مهال د ترکيې په یوه پوهنتون کي د تاریخ استاد دئ، ما د علامه د شهادت په هکله ور څخه و پوښتل ، ده راته وویل چي د ترکيې رسمي وینا هم هغه ده چي خپره شوی ده، یعنی علامه د خولې د سرطان له کبله مړ شو،ما ورڅخه و پوښتل چي دا سرطان د زهرو له کبله وو او یوه توطئیه نه وه؟ ده راته وویل چي زما د څېړنو پایلي همداسي دي، خو که هر دولت د ترکيې د رسمي دریځ پرته بل څه ولیکي کيدای شي ترکيه ورڅخه خفه شي، نو همدا وجه ده چي کوم کتابونه چي په مصر، ایران، افغانستان او نورو هیوادونو کي چاپ شوی دئ په هغو کي د شهادت خبره نشته.

امت مسلمه ته د علامه جمال الدین افغاني توصيه

د علامه هره خبره د ژوند د سمون یوه مرغلره وه، تل یې په داسي دیندارۍ ، خواخوږۍ او د زړه له کوګله خبرې کولې چي تل به دده خبرو په اوریدونکو باندي په مستقیم ډول سره اغیزه کوله،مخاطب به یې و ځانته متوجه کړ، د هغه په باطني حجرو کي به یې انقلاب راوستئ،هغه به ئې د اسلام په حقانیت باندي خبر کړ،که به هغه کومی انديښنې درلودې نو هغه به یې ورڅخه لیري کړې،دده مقالې، لیکنې ، توصیې، ویناوې او خطبات په ټوله نړۍ کي پاشلي دي، چي ما دده د وصیتونو څخه یو څو کرښې را اخیستی دي:

د مځکي د مخ ټول عالمان، خطیبان او د جوماتونو ټول امامان او واعظان دي یو له بله اړیکې پیدا کړي او د امت لاس دي په داسي توګه و نیسي لکه چي قرآن او حدیثو د رښتنولۍ او د حق پر لاره د کلک دریدلو لارښوونه کړېده.

ای خدای بخښلی امته ! خپل ژوند وژغورئ، خپلي وینې مه بهوئ، خپله اروا مه بې وزلې کوئ،خپله نیکمرغې په هیڅ بیه مه پلورئ، په وسوسو مه تیروځئ،په ا ندیښنو مه غولیږئ، د باطلو د ښکلا تر اغیزو لاندي مه راځئ، د عقل سترګې پرانیزئ، د وهمونو پیټی لیری کړئ،او د دیني اړیکو لمن کلکه ونیسئ دا تر ټولو پیاوړي مزي دي چي په هغه کي ترک له عرب سره، ایرانی له هندوستاني سره او مصری له مغربي سره یو ځای کيږی دا غښتلي مزي دي چي الله جل جلاله تاسی په تړلی یاست ستاسو عزت، ستاسی برم، ستاسو واک او ستاسو سیاسي سرغندوی ده دا مزي کمزورۍ ته مه پرېږدئ.

هغه سرچينې چي په دې ليکنه کي په مستقيم او غير مستقيم ډول سره ورڅخه کار اخيستل شوی دئ:

۱: د افغاني سید جمال الدین خاطرات، د محمد پاشا المخزومی تالیف، ژباړه محمدشاه ارشاد/ خپرونکي صدیقي خپرندویه ټولنه ۱۳۹۱ کانسی روډ کوئټه

۲: آریانادایرة المعارف،دافغانستان دعلومواواکاډمی ریاست/خپرونکي: نبراسکا مطبعه کابل- افغانستان۱۳۸۶

۳: سیدجمال الدین افغان اندوژوند، تالیف شاهدحسین رزاقی، ژباړه عبدالمالک همت، ۱۳۸۱ ش کال/ خپرونکي: صحاف نشراتی مووسسه کانسی روډ کوئټه

۴: تتمة البیان فی تاریخ الافغان، دعلامه سیدجمال الدین تالیف، دقاهرې چاپ ۱۹۰۱

۵: مقالات جمالیه، ټولوونکي عبدالغفورشهباز/ خپرونکي: رپن پریس کلکته ۱۸۸۲

۶: مقالات جمال الدین افغاني، فارسي په اردوژباړه: مبارزالدین رفعت/ خپرونکي: دارالاشاعة ساسیة، حیدرآباددکن ۱۹۳۸

۷: اثارجمال الدین افغاني، قاضی عبدالغفار/خپرونکي: انجمن ترقي اُردو ډهلی ۱۹۴۰

۸: جمال الدین افغاني، سعیدپاراس داستانبول چاپ ۱۹۶۳

۹: الماثروالاثار، محمدحسن خان اعتمادالسلطنت دایران چاپ

۱۰: ګفتارخوش یارقلی، محمدمحلاتی/خپرونکي: نجف علویه، ۱۳۴۰

۱۱: سیدجمال الدین افغاني، مرتضی مدرسی چهاردئهی دتبریزچاپ ۱۳۲۸

۱۲: تاریخ بیداری، ناظم الاسلام کرمانی دتهران چاپ

۱۳: کتاب الدرر، ادئب اسحاق دقاهرې چاپ

۱۴: اشهرمشاهیرالشرق، امیرشکيب ارسلان ، دقاهرې چاپ

۱۵: عروة الوثقی جریده، پاریس

۱۶: مشاهیرالشرق، جرجی زیدان

۱۷: ردعلی الدهیریېن سریزه، محمدعبده.، دقاهرې چاپ ۱۹۲۵

۱۸: مفاخرالاجیال، ابراهیم مصطفی الوکيلی.

۱۹: تاریخ حرکت قومی، عبدالرحمن رافعی.

۲۰: دشرق نابغه سیدجمال الدین افغاني، دکتورسعیدافغاني، ۱۳۵۵ شمسی کال/ خپرونکي: بیهقی کتاب خپرولومووسسه.کابل- افغانستان

۲۱: خطبات فقیر، پیرذوالفقاراحمدنقشبندئ /خپرونکي: مکتبة الفقیرفیصل آباد

په اسلامي پاکه مینه

عبدالغفارجُبیر
یکشنبه، ۱۷ اګست، ۲۰۱۸

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

salamualikum/in the history we got good leaders/but it that time we got opposition also..
now is too late to talk about that saeed/talk now about ASHRAF GHANI.
WE GOT HONOR ASHRAF GHANI.
NOW WE HAVE HUNDREDS OF CORRUPTOR,
ASHRAF GHANI WANT BUILD THIS COUNTRY/BUT WARLORDS/FUNDAMENTALISM AND
CORRUPTORS ARE MAKE PROBLEMS FOR HIM
WE HAVE TO IN PRESENT TIME SUPPORT ASHRAF GHANI.TO GET RIGHT DIRECTION FOR REBUILD AFGHANISTAN THANK YOU

افغان
میلمه
افغان

Ghani is as karmal andkarzi and Shah shuja, not as honor Saeed.wh
what ever you metioned in English , is good for your commision