fbpx

کرېکټ بورډ له شمشاد تلویزون څخه پر دوی د تور لګولو اسناد غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د شمشاد تلویزون څخه پر دوی د تور لګولو په خاطر له دوی څخه د بخښنې غوښتنه کړې ده.

شمشاد تلویزون د مارچ په لسمه نېټه په خپله خپرونه کې پر کرېکټ بورډ تور پورې کړی و، چې ګواکې دوی له یوه ناپيژندل شوي لوبغاړي سیف پکتیاوال څخه په لوبډله کې د شاملېدو لپاره یو لک شل زره ډالره غوښتي.

کرېکټ بورډ شمشاد تلویزون مخاطبوي: «تاسو د مارچ په لسمه نېټه په ماښامنۍ خپرونه کې د لوبو خبرونو په برخه کې یو خبر خپور کړ چې ګواکې کرېکټ بورډ له یوه ناپيژندل شوي لوبغاړي سیف پکتیاوال څخه ددې لپاره یو لک شل زره ډالر غوښتي چې په لوبډله کې ځای ورکړي».

همدا ډول دوی شمشاد تلویزون ته خبرداری ورکړی چې په کرېکټ بورډ له تورونو لګولو ډډه وکړي او ددې د بدنامولو کوښښ دې بند کړي، کرېکټ بورډ زیاتوي، «د کرېکټ په باور دا ددوی د بدنامولو یوه هڅه او بل اور ته لمن وهل و، که دا ثابته نشي نو دا به د افغانستان د یوې ملي ادارې خلاف دسیسه وي چې تاسو یې همکاري کوئ».

د کرېکټ بورډ څخه په خپاره شوي خبر کې څرګندیږي چې پخپلو خبرو ډاډه دی، نو ځکه یې شمشاد تلویزون ته توند ځواب ورکړی، او غوښتنه یې ترې کړې تر څو ددغې قضیې په اړه ټول اسناد وړاندې کړي، که دغه تور ثابت شي چې کرېکټ بورډ تورن کسان عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپیژني.

خو که دغه اسناد د شمشاد تلویزون لخوا ثابت نه شول بیا دې پخپل خبري سرویس کې له دوی څخه په زغرده بخښنه وغواړي، او که داسې هم نه وي نو کرېکټ بورډ اړ کیږي چې ددوی پر ضد د عدلي او قضایي ارګانونو د دروازو ځنځير وشرنګوي، کرېکټ بورډ ددې په هکله وایي:

«که شمشاد تلویزون د اړوند تور اسناد نه لري او یا هم نه وړاندې کوي نو کرېکټ بورډ اړ دی چې د خپل ځان د سپیناوي په موخه د شمشاد تلویزون په وړاندې د عدلي او قضایي ارګانونو د دروازو ځنځیرونه وشرنګوي، ځکه دا د فساد یو حساس تور دی او کرېکټ بورډ یې باید په هر حالت کې تر پایه وڅيړي».

د یادونې وړ ده چې شمشاد تلویزون د روانې میاشتې په لسمه نېټه پخپله تلویزوني خپرونه کې پر کرېکټ بورډ تور پورې کړی و چې ګواکې دوی یو لوبغاړي ته په لوبه کې د شاملېدلو لپاره د یو لک شل زره ډالرو غوښتنه کړې.

سربېره پر دې افغان کرېکټ بورډ د یو شمېر چارواکو او د ټولنیزو رسنیو شنونکو لخوا له توندو نېوکو سره مخ شوی چې ګواکې دوی په لوبډله کې خپلولي، دوستي او میراثولي پالي، چې په لوبډله کې يې یو شمېر ستونزې راولاړې کړي دي، او په غوراوي سیالیو کې د پرلپسې ماتو لامل هم همدا دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د