شعـــــرونه

غزل – همت بدري

همت بدري…..

راشه خوښۍ راوړه خندا راوړه
سپرلیه ځان سره ښکلا راوړه

د بـدرنـګـيو دتـیارو کلي ته
یوه څپانده شان رڼا راوړه

له غمه ستړي شول بچي دشهید
دې غـم ځپـلو تـه مـوسکار اوړه

مرحم دمینې راوړه راشه راشه
رنځورو زړونو ته شِفا راوړه

سپرلیه ښکلې ډولۍ هم راواخله
د آزادۍ پــکــې لــیــــــلا راوړه

دګـل طـالـب په وینـو ولـمـبېـدې
خاورې دې رنګ دشت لیلا راوړه

همت راجمع کړل په یوکچکول کې
پــېــيـلو تــورو تـــه مـعنـا راوړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x