نظــر

پر عبدالله برید چا وکړ؟ / سپین سپیڅلی

د دیني اجتماعي فطرت دا قانون به مو اوریدلی وي چې: من اعان ظالما سلطه الله علیه . . . څوک چې د ظالم مرسته وکړي الله تعالی به همدغه ظالم ورباندې مسلط کړي، د ډاکټر عبدالله او شورای نظار کیسه د همدې حدیث کټ مټ مصداق دی.

د پنجشیر شورای نظار چې د غربي یرغلګرو لپاره یي په افغانستان د حملې پر مهال د ټانګې د یابوګانو رول ادا کاوو،

د زمانې او شرایطو په لټ خوړلو سره اوس د امریکا په دیکته د افغاني غرب زده ګانو له خوا له یوه نا اعلان شوي جنګ سره مخامخ دي، چې د همدې جنګ لومړی قرباني فهیم او دوهم یي شاید عبدالله، یونس قانوني او عطا محمد نور واوسي.

امریکایان او نور غربپال قطعا نه غواړي چې شورای نظار او نور د مجاهدینو په نامه عنوان شوي شخصیتونه په افغانستان کي واک ته ورسیږي، ځکه دوی د دیموکراسۍ او دولتدارۍ هغه موډل ته د زړه له تله اعتقاد نلري چې غربپال یي غواړي له بلې خوا شورای نظار له روسیې سره د تودې ملګرتیا سابقه هم لري، په افغان سیاست کې د خیل سیکولر فکره غربپال او کمونیستان چې امریکایي یوازینۍ سرمایه بولي ټول په دې هڅه کي دي چې د شورای نظار او پخوانیو مجاهدینو د واکمنیدو مخه ونیسي له همدې امله د حنیف اتمر، جبار قهرمان، دوستم او جنرال واسع غوندې پخواني کمونیستان او نور یو شمیر غربپال شخصیتونه ټول د اشرف غني په ټیم کي رایوځای شوي، حتی ویل کیږي چې حامدکرزی هم په پټه کې له اشرف غني سره ملګری دی او د شورای نظار بیخ ایستلو ته یي مټې رابډوهلي دي.

د اشرف غني او حامدکرزي په مشرۍ د غرب فکره ټلوالې لومړنی هدف قسیم فهیم وو، قسیم فهیم له مړیني یوه میاشت وړاندې له اشرف غني او حامدکرزي سره په ارګ کې شخړه کړې وه او دواړه یي تورن کړي وه چې په راتلونکو انتخاباتو کي دده په خبره د مجاهدینو د واکمنیدو مخه نیسي او د همدې لپاره یي کمونیستان په غیږ کې نیولي، له دې شخړې وروسته فهیم پیوسته شکایت درلود چې په وړاندې یي دسیسې جوړیږي او ښایي ووژل شي. د نوموړي د ناڅاپي مرګ په اړه د ده ځینو ملګرو ویلي چې نوموړی په ډیرو پرمختللو زهري توکو وژل شوی دی. د شورای نظار استخباراتي مسؤلین انجینر عارف، دولت میر او صالح ریګستاني ټولو همدا ویلي چې باید د نوموړي د وژل کیدو پوره تحقیقات وشي او په حکومت باندې دعوه وشي خو د فهیم کورنۍ د نوموړي د جایداد او ملکیتونو د ساتنې په خاطر له دې دعوې صف نظر کړی.

د شورای نظار چارواکي چې په وروستیو کلونو کې یي له سي آی اې سره اړیکي ساړه شوي دي اوس کوښښ کوي چې په سیمه کې بدیل استخباراتي ملاتړي پیدا کړي، په سیمه کې یوازې هندوستان هیواد دی چې له شورای نظار سره اوس هم ژور استخباراتي اړیکي لري، د شورای نظار کسانو هغه مهال چې د افغانستان په ملي امنیت کي یي زیات واک درلود د هندوستان د پروګرام سره سم یي د پاکستان د بلوڅو بیلتون پالو د تقویي او روزنې لپاره د پام وړ کارونه ترسره کړل، د همدې ملګرتیا د تازه کولو په خاطر څه موده وړاندې د صالح محمد ریګستاني په مشرۍ د شورای نظار یو هیئت هندوستان ته سفر کړی وه، چې په ترڅ کي يي د هند له استخباراتي چارواکو سره ګڼي کتني درلودې، داسي ویل کیږي چې له څه مودې راهیسي شورای نظار د حزب اسلامي په توسط د پاکستان له استخباراتو سره هم د اړیکو تار غځولی او هڅه کوي پخواني انډیوالي تازه کړي.

شورای نظار دغه لاس تپونې په داسې مهال کوي چې دامریکا په ټونګ په نظام کي دخیلو غربګرایانو ورته ژورې لومي غوړولي دي، چې له مخې یي شاید نه یوازې دغه ډله په دوهم دور ټاکنو کې له صحنې لري کړای شي بلکي امکان لري چې دسر لوړپوړي کسان یي هم په مرموز ډول ترور شي.
په ډاکټرعبدالله وروستی برید د همدې جریان وروستۍ پیښه ده، د افغانستان په امنیتي ادارو کې موجود غربګرایان چي د امریکا لخوا واک ته د اشرف غني د رسولو دنده ورسپارل شوي ده، ښایي د شورای نظار په کسانو دغه ډول نور مرګوني بریدونه هم ترسره کړي.

دا چې په ډاکټر عبدالله له برید وروسته نوموړي طالبان تورن نه کړل، بلکې په اشاري ژبه یي د پړې ګوته په نظام کې موجودو سیاسي رقیبانو ته ونیوله داسې ښکاري لکه نظار شورا هم چې د دې ناعلان شوي جګړې په ماهیت پوهیږي، د اشرف غني په مشرۍ غربګرایان چي د امریکا کلک ملاتړ ورسره دی په دې پوهیږي چې امریکایان د نظار شورا له یوې لسیزې زیات فاسدې واکمنۍ، اداري فساد او اختلاس ستومانه کړي دي او یوازې دوی دي چې ورباندې غربیان د اوږدمهالي شتون او ستراتیژیکو اړیکو پاللو لپاره اعتماد کولای شي، دوی همدا موقع یو غنیمت بولي نو ځکه یي د ښکاره مقابلې غوندې د شورای نظار د انحصارطلبۍ د پای ته رسولو لپاره نورې لارې هم په کار اچولي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x