ﺩ ﻧﻮﺭﻭﺯ ﻟﻤﺎنځل!

قنداغا همت

ﺩ ﺍﺳﻼﻡ ﺩ ﻣﻘﺪﺱ ﺩﻳﻦ ﭘﻪ ﺭﺍتګ ﺳﺮﻩ، ﺩ ﺟﺎﻫﻠﻴﺖ ﺩ ﺩﻭﺭ ټوﻝ ﺧﺮﺍﻓﺎﺕ ﺍﻭ ﺟﺎﻫﻞ ﺭﺳﻤﻮﻧﻪ ﻣﺮﺩﻭﺩ ﺍﻋﻼﻥ ﺷﻮﻝ، ﺩ ﺟﺎﻫﻠﻴﺖ ﭘﻪ ﺯﻣﺎﻧﻪ کې چې ﮐﻮﻡ ﺍﺧﺘﺮﻭﻧﻪ ﻣﺮﻭﺝ ﻭﻭ، ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﺑﺎﻃﻞ ﺍﻋﻼﻥ ﺷﻮﻝ، ﺍﻭ ﭘﺮ ځاﯼ یې ﺩﻭﻩ ﺍﺧﺘﺮﻭﻧﻪ ﺩ ﻓﻄﺮ ﺍﺧﺘﺮ ﺍﻭ ﺩ ﻗﺮﺑﺎنۍ ﺍﺧﺘﺮ مینځته ﺭﺍﻏﻠﻞ .

ﺟﻨﺎﺏ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ چې ﮐﻠﻪ ﻣﺪینې ﺗﻪ ﻫﺠﺮﺕ ﻭکړ، ﺩ ﻣﺪینې ﭘﻪ ﺧﻠﮑﻮ کې ﺩﻭﻩ اختروﻧﻪ ﻣﺮﻭﺝ ﻭﻭ، چې ﺩﻭﯼ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ کې ﺧﻮﺷﺤﺎلۍ ﺍﻭ میلې ﮐﻮﻟې، ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻭﻓﺮﻣﺎﻳﻞ : ﺩﺍ ﺩﻭې ﻭﺭځې ﺩ څه ﺩﻱ ؟ ﻫﻐﻮﯼ ﻋﺮﺽ ﻭکړ: ﻣﻮنږ ﺑﻪ ﺩ ﺟﺎﻫﻠﻴﺖ ﭘﻪ ﺯﻣﺎﻧﻪ کې ﭘﻪ دې ﺩﻭﻭ ﻭﺭځو کې ﺧﻮﺷﺤﺎلۍ ﺍﻭ ﺑﺎﺯۍ ﮐﻮلې . ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﻭﻓﺮﻣﺎﻳﻞ : ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﺗﺎسې ﺗﻪ ﺩﻭې ﻭﺭځې ﺩ ﻫﻐﻪ ﭘﺮ ځاﯼ ﺗﻌﻴﻦ کړې، چې ﭘﻪ ﻫﻐﻮ ﺩﻭﻭ کې ﺩ ﺩﻧﻴﺎ ﺍﻭ ﺁﺧﺮﺕ ﺧﻴﺮ ﺍﻭ ﺑﺮﮐﺖ ﺷﺘﻪ : ﺩ ﻓﻄﺮ ﺍﺧﺘﺮ ﺍﻭ ﺩ ﻗﺮﺑﺎنۍ ﺍﺧﺘﺮ ” ﺍﺑﻮﺩﺍﻭﺩ ( ۱۱۳۴ ) ﺍﻭ ﻧﺴﺎﺋﻲ ( ۱۵۵۶ ) .

ﻳﻮ ﻟﻪ ﻫﻐﻮ ﺍﺧﺘﺮﻭﻧﻮ چې ﺩ ﺟﺎﻫﻠﻴﺖ ﭘﻪ ﺯﻣﺎﻧﻪ کې ﺍﻳﺮﺍﻧﻴﺎﻧﻮ لمانځلو، ﻫﻐﻪ ﻧﻮﺭﻭﺯ ﻭﻭ، ﺩﺍ اختر ﺩ ﺟﺎﻫﻠﻴﺖ ﺩ ﺯﻣﺎنې ﺩ ﻣﺸﺮﮐﻴﻨﻮ، ﺍﻭﺭ ﭘﺮﺳﺘﻮ ﺍﺧﺘﺮ ﺑﻠﻞ کېږی، ﻧﻮ ځکه ﺩﺍ ﻫﻢ ﺩ ﮐﻔﺎﺭﻭ ﺩ ﻧﻮﺭﻭ ﺍﺧﺘﺮﻭﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﺎﻥ ﻳﻮ ﺍﺧﺘﺮ ﺩﯼ، چې ﻟﻤﺎنځل یېﺣﺮﺍﻡ ﺩﻱ .

ﺍﻟﻠﻪ ﺳﺒﺤﺎﻧﻪ ﻭ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﻓﺮﻣﺎیې : ﴿ﻭَﺍﻟَّﺬِﻳﻦَ ﻟَﺎ ﻳَﺸْﻬَﺪُﻭﻥَ ﺍﻟﺰُّﻭﺭَ ﻭَﺇِﺫَﺍ ﻣَﺮُّﻭﺍ ﺑِﺎﻟﻠَّﻐْﻮِ ﻣَﺮُّﻭﺍ ﻛِﺮَﺍﻣًﺎ﴾ [ﻓﺮﻗﺎﻥ ۷۲ ] ” ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﺑﻨﺪګاﻥ ﻫﻐﻪ ﮐﺴﺎﻥ ﺩﻱ، چې په ﺯﻭﺭ ( ﻧﺎ ﻣﻨﺎﺳﺒﻮ ﺍﻭ ﻣﻨﺤﺮﻓﻮ ) ﻣﺠﺎﻟﺴﻮ کې ﻧﻪ ﺣﺎﺿﺮیږﻱ، ﺍﻭ ﮐﻠﻪ چې ﻧﺎګهاﻧﻪ ﺩ ﺍﻫﻞ ﺑﺎﻃﻞ ﭘﻪ ﭘﻮﭼﻮ ﺧﺒﺮﻭ ﻭﺭ ﺑﺮﺍﺑﺮ شې، ﭘﻪ ﺷﺮﻳﻔﺎﻧﻪ ډﻭﻝ ﻟﻪ ﻫﻐﻪ څخه ﻣﺦ ﺍړﻭﻱ ﺍﻭ ﺗﻴﺮﻳږﻱ .

” ﺍﺑﻮﺍﻟﻌﺎﻟﻴﻪ، ﻃﺎﻭﺱ، ﺿﺤﺎﻙ، ﺭﺑﻴﻊ ﺑﻦ ﺍﻧﺲ ﺍﻭ ﻧﻮﺭﻭ ﺍﻟﺰﻭﺭ ﺩ [ ﻣﺸﺮکینو ﭘﻪ ﺍﺧﺘﺮﻭﻧﻮ ] ﺗﻔﺴﻴﺮ ﮐړﯼ ﺩﯼ . ﺍﻭ ﭘﻪ ﻳﻮ ﺭﻭﺍﻳﺖ کې ﻟﻪ ﺍﺑﻦ ﻋﺒﺎﺱ ﺭﺽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﺭﻭﺍﻳﺖ ﺩﯼ، چې ﻫﻐﻪ ﻓﺮﻣﺎﻳﻲ : [ ﺩ ﺍﻟﺰﻭﺭ ﻣﻘﺼﺪ ﺩ ﻣﺸﺮﮐﻴﻨﻮ ﺍﺧﺘﺮﻭﻧﻪ ﺩﻱ . ] [ ﺗﻔﺴﻴﺮ ﺍﺑﻦ ﻛﺜﻴﺮ ﺝ ۳، ﺍﻭ ﻛﺘﺎﺏ ﺍﻗﺘﻀﺎﺀ ﺍﻟﺼﺮﺍﻁ ﺍﻟﻤﺴﺘﻘﻤﻴﻢ ﺝ ۱ ]

ﻧﻮ ﻭﺍﺿﺢ ﺧﺒﺮﻩ ﺩﻩ، چې ﺩﺍ ﻋﻴﺪ ﻳﺎ ﺍﺧﺘﺮ ﭘﻪ ﻫﺮ ﻧﻴﺖ چې ﻭﻱ، ﭘﻪ ﻣﺸﺮﮐﺎﻧﻮ پورې ﺗړﻟﯽ ﺩﯼ، ﺍﻭ ﺩ ﺟﺎﻫﻠﯿﺖ ﻣﯿﺮﺍﺙ ﺩﯼ.

ﺩ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﺩ ﺗﻌﻈﻴﻢ ﻭﺭځې ﻣﻌﻠﻮمې ﺩﻱ، لکه ﺟﻤﻌﻪ ، ﻋﻴﺪ ﻓﻄﺮ ﺍﻭ ﻋﻴﺪ ﻗﺮﺑﺎﻥ ﺩﯼ، ﺩ ﻧﻮﺭﻭﺯ ﻋﻴﺪ ﺩ ﺟﺎﻫﻠﻴﺖ ﺩ ﺯﻣﺎﻧﻲ ﻧﻪ ﺭﺍ ﭘﺎﺗﻲ ﻋﻴﺪ ﺩﯼ، چې ﺩ ﺩﯼ ﻟﻤﺎنځنه ﺩ ﻣﺸﺮﮐﺎﻧﻮ ﺳﺮﻩ ﺗﺸﺒﻪ ﮐﻮﻝ ﺩﻱ .

ﭘﻪ ﺣﺪﻳﺚ ﺷﺮﻳﻒ کې ﺭﺍﻏﻠﯽ ﺩﻱ : ” ﻣﻦ ﺗﺸﺒَّﻪ ﺑﻘﻮﻡٍ ﻓﻬﻮ ﻣﻨﻬﻢ ” ( ﺍﺑﻮﺩﺍﺅﺩ ) یعنې څوﮎ چې ﺩ ﮐﻮﻡ ( ﮐﺎﻓﺮ ) ﻗﻮﻡ ﺳﺮﻩ ( ﺩ ﻫﻐﻮﯼ ﭘﻪ ﻣﺬﻫﺒﻲ ﺍﻭ ﺩﻳﻨﻲ ﻣﺮﺍﺳﻤﻮ کې) ځان ﻣﺸﺎﺑﺢ ﮐﻮﻱ، ﻟﻪ ﻫﻤﻐﻮﯼ څخه ﺑﻪ ﻭﺷﻤﻴﺮﻝ شې.

همدارنګه ﻗﺎﺿﻲ ﺧﺎﻥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻓﺘﺎﻭﻱ کې لیکلې : ” ﺭﺟﻞ ﺍﺷﺘﺮﻯ ﻳﻮﻡ ﺍﻟﻨﻴﺮﻭﺯ ﺷﻴﺌﺎ ﻟﻢ ﻳﺸﺘﺮﻩ ﻓﻲ ﻏﻴﺮ ﺫﻟﻚ ﺍﻟﻴﻮﻡ ﺇﻥ ﺃﺭﺍﺩ ﺑﻪ ﺗﻌﻈﻴﻢ ﺫﻟﻚ ﺍﻟﻴﻮﻡ ﻛﻤﺎ ﻳﻌﻈﻤﻪ ﺍﻟﻜﻔﺮﺓ ﻳﻜﻮﻥ ﻛﻔﺮﺍ. ” ( ﮐﻪ ﻳﻮ ﮐﺲ څه شې ﺩ ﻧﻮﺭﻭﺯ ﭘﻪ ﻭﺭځ ﻭﺍخلې، ﺍﻭ ﻫﻐﻪ ﺷﯽ ﺩ ﻧﻮﺭﻭﺯ ﺑﻐﻴﺮ ﭘﻪ ﻧﻮﺭﻭ ﻭﺭځو کې ﻧﻪ ﺍﺧﻠﻲ، ﺍﻭ ﮐﻪ ﻧﻴﺖ ﺩﺩې ﻭﺭځې ﺗﻌﻈﻴﻢ ﺍﻭ ﺍﺣﺘﺮﺍﻡ ﻭﻱ، ﻟﮑﻪ څنګه چې ﮐﻔﺎﺭ ﺩ ﻫﻐﻪ ﺗﻌﻈﻴﻢ ﮐﻮﻱ، ﻧﻮ ﺩﺍ ﻋﻤﻞ ﺩ ﺍﻳﻤﺎﻥ ﺩ ﺯﻭﺍﻝ ﺳﺒﺐ ګرځې ) .

ﻧﻮ څوک چې ځانته ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ ﻭﺍیې، ﻫﻐﻪ ﺑﺎﻳﺪ ﺩ ﻣﺸﺮﮐﻴﻨﻮ ﭘﻪ ﺍﺧﺘﺮ کې ګډﻭﻥ ﻭﻧﻪ کړې، ځکه چې ﺩ ﻫﻐﻮﯼ ﭘﻪ ﺍﺧﺘﺮ کې ګډون ﮐﻮﻝ ﺩ ﻫﻐﻮﯼ سره ﻣﺸﺎﺑﻬﺖ ﺩﯼ .

ﻧﻮ ځکه ﮐﻮﻡ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ چې ځان ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﺍﻭ ﺩ ﻫﻐﻪ ﺩ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﻣﺤﺐ ﺑﻮﻟﻲ، ﺑﺎید ﺩﺩې ﺷﺮﻋﻲ ﺣﮑﻢ ﺩﺭﻧﺎﻭﯼ ﻭکړﻱ، ﺍﻭ ﺩ ﺍﻟﻠﻪ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﺩ ﻗﻬﺮ ﺍﻭ ﻏﺼﺐ څخه ځان ﻭﺳﺎتې .

ﺩ ﯾﻮې ﻭﺭځې ﻟﻤﺎنځل ﭘﻪ ﺩې ﻣﻌﻨﯽ ﺩﻱ، چې سړی هغې ﻭﺭځې ﺗﻪ ﭘﻪ ﺗﻌﻈﻴﻢ ﺍﻭ ﺍﺣﺘﺮﺍﻡ ﻗﺎﻳﻞ شې، ﻣﺜﻼً ﺭﺧﺼﺘﻲ ﺍﻭ ﺩ ﮐﺎﺭ ﺗﺮﮎ ﮐﻮﻝ ، ﺩ ﻧﻮﻳﻮ ﺟﺎﻣﻮ ﺍﻏﻮﺳﺘﻞ ، ﺩﺩې ﻭﺭځې ﺩ ﭘﺎﺭﻩ ﺧﺎﺹ ﻃﻌﺎﻡ ﻳﺎ ﺧﻮﺍﺭﺍﮎ ﺑﺮﺍﺑﺮﻭﻝ، ﺩ ﺷﻴﻌﻪ ګانو ﻧﻤﺎیشې ﺯﻳﺎﺭﺗﻮﻧﻮ ( ﺩ ﺷﺮﮎ ﺍډﻭ ) ﺗﻪ ﺗﻠﻞ ﺍﻭ ﺩﺍسې ﻧﻮﺭ …

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د