fbpx
baran

نن شپه ډیر ښکلې باران وریږي‎

لیکوال: صادق « سالار»

ته پوهیږي نن شپه ډیر ښکلي باران وریږي ډیر ښه خوند کوي تناء او بریښنا هم ورسره کیږي زه خپل د زنداني اطاق تر کلکین ورته ګورم او تر سترګو مې ګرمې اوښکي تویږي خو زه نسم ور وتلي او تر تا پوري هم نسم راتللي.

زه اوس ډیر تنها یم ځکه خو باران ته د لري ګورم او ور وځم نه، زه اوس یوي بیلي نړۍ ته تللی یم ځینې ورته د خیال نړۍ وايي ځینې ورته د لیونتوب جهان وايي خو زه ورته د کائین تر خولي راوتلي توري ته زنداني نړۍ وایم.

هوکي زه اوس هم ولاړ یم او تر دي کلکین ورته ګورم باران ډير خوږ خوږ را وریږي او کله چې پر ځمکه مښلې نو کوبۍ جوړه کړي او په کوبۍ کښې ته ښکاره سې ته راته خاندي او زه هغسي درته ګورم لکه څنګه چې ما په اول ځل ستا سترګو ته ډير کتل.

ته وګوره نن شپه ډير خوږ باران وریږي او زما د خیال نړۍ ډيره پري ښکلې ښکاري هر خواته په هره آینه کښې راته ته ښکاریږې خو کله چې لږ ستا وخواته را نږدي سم نو ته ماته لاس را نکړې هغسې پټه خوله ولاړه سې لکه په اخیري ورځ چې را څخه ولاړي او بیا دي راته ونه کتل خو ته زما د خیالاتو سره هم دروغجنه لوبه کوي.

زه پوهیږم چې کائین مې درواغ وايي او نه راځې خو زما خیالونه په هغې ژوندي دي کچیري ددي مینه نه وايي نو ما به تر دي جهان ښکلې هغه د خیال نړۍ څنګه لیدله.

هوکی! ما نه سوای لیدلي هغه د خیال ښکلې نړۍ

خو همدا ستا مینه ده چې زه ځم او هر ځل ستا سره هلته خبري کوم خو چې کله را کښته سم نو د هغه ښکلي باران کیسه د کاغذ پر مخ تاته ولیکم او د رویبار په لاس يي ورکړم خو رویبار هم ستا رقم درغجن دي بیا را نسي مګر دا ځل یي زه خپله راوړم او ته دعا کوه چې زه ددی زندانه ډیر ژر خلاص سم او بیا به تاته په خپله خوله ددي بارانې شپې کیسه وکړم.

درنښت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د