رسول الله صلى الله عليه وسلم او څلور یاران یی….لنډ تعارف

mohammadدمحمد(صلى الله عليه وسلم) دژوند تاريخ(نبوي سيرت)يوبيل علم او فن دى.دلته به تبرکاً په لنډ ډول ورته اشاره وشي. دڅه تفصيل لپاره زما ليکلى کتاب (نبوي ژوند)دهغه چا لپاره ګټور دى چي دژوندپه کارونولګيا او دژوند په ناخوالوکښي لالهانده وي. 

هغه څوک چي وخت لري اوخپله نيک مرغي دکتاب په ملګرتياکښي لټوي،دسيرت دنوروکتابونوترڅنګ دسيد سليمان ندوي(رح) تاليف،سيرت النبي (پښتوژباړه) دي وګوري…
محمد (صلى الله عليه وسلم) دعبدالله زوى دعبدالمطلب لمسى دهاشم کړوسى، قريشي عرب دى. ددوشنبه په ورځ د ربيع الاول دمياشتي په ٩يا١٢ نيټه دفيل دپيښي په کال چي٥٧١ ميلادي کال ؤ،په مکه مکرمه کښي زيږيدلى دى.
پلاريي دده ترپيدايښت دوي مياشتي وړاندي وفات شوي اومور بي بي يي، آمنه بنت وهب دمحمد(صلى الله عليه وسلم) دعمر په شپږم کال وفات شوه. دوه کاله يي نيکه عبدالمطلب روزنه په غاړه درلوده. خو هغه هم ژر له دي نړۍ څخه سترګي پټي کړي.تره يي ابوطالب پالنه او روزنه په غاړه واخستله.
دعمر په ١٢ کلني له همدي  تره سره دشام په تجارتي سفرلاړ.دعمر په ٢٥ کلني يي له خديجي بي بي(رض) سره نکاح وکړه. په ٣٥ کلني يي دقريشو ترمنځ هغه شخړه حل کړه کومه چي دحجرالاسود په ايښودلوپيدا شوي وه. دعمر يي څلويښت کلونه پوره شول،چي دلوي خداى(جل جلاله) له لوري په پيغمبري مبعوث شو.دحراپه غارکښي، درمضان په مياشت کښي داقراء (علق)دسورت لومړنې پنځه اياتونه دلومړنۍ وحي په څير ورباندي نازل شول. نبوي دعوت درې کاله پټ ؤ.کله چي ښکاره بلنه پيل شوه. محمد(صلى الله عليه وسلم)اونورمسلمانان دقريشوله لوري ډير وکړيدل.
دبعثت په پنځم کال يوشميرمسلمانان دپيغمبر(صلى الله عليه وسلم) په امرحبشي ته مهاجر شول،ترڅو له يوه لوري دمشرکوقريشو له زيان رسولواوکړولوخوندي وي اوله بل لوري هلته داسلام ددين تبليغ وکړي.
دبعثت په اووم کال مشرکوقريشو پريکړه وکړه چي له بنو هاشم سره به معامله اومناکحه نکوي.له همدي کبله محمد(صلي الله عليه وسلم) اومسلمان خپلوان يي دري کاله دابي طالب په دره(شعب ابي طالب)کښي د بنديانو په څير واوسيدل.
دبعثت په لسم کال خديجه(رض الله تعالى عنها)اوابوطالب وفات شول. پيغمبر(صلى الله عليه وسلم) دهغوى دمړينى له امله همدا کال دغم کال(عام الحزن)وباله.
دبعثت په لسم يوولسم او دوولسم کلونوديثرب (مديني) خلکواسلام ومانه اوهمدا وروستنى کال پيغمبر(صلى الله عليه وسلم)  او ملګري يي مديني ته مهاجر شول.
مسلمانانو ديثرب ښار دپيغمبر(صلى الله عليه وسلم) د ورتللو او هلته دميشت کيدلو له امله (مدينة النبي)ونوماوو.
دهجرت په لومړي کال، نبوي اودقبا مسجدونه جوړ شول. دانصارواومهاجرو تر منځ دمواخات(ورورګلوي)په ټينګولو اتحاد راغي. په مدني ژوند کښي اذان پيل،روژه فرض او قبله
له بيت المقدس څخه کعبي ته بدله شوه.
په مدني ژوندکښي پيغمبر(صلى الله عليه وسلم) له قريشو،يهودو اونورومشرکوقبايلوسره په مدينه کښي دننه اوبهرجګړي وکړي. مشهوري پکښي دبدر،احد،خندق(احزاب)، خيبر، د مکي فتح،دحنين او تبوک جګړي او له بنوقينقاع،بنوقريظه او بنو نضيريهودو سره مقابلي وي.
په کوموجګړوکښي چي پيغمبر(صلى الله عليه وسلم) په خپله ګډون کړي،هغه غزوي بلل کيږي او په کوموکښي چي دجګړي مشري ديوه صحابي په غاړ وه، هغه سريه بلله کيږي.
دهجرت په نهم کال داسلام حج دابوبکر(رض)په مشري ادا شواو دهجرت په لسم کال محمد(صلى الله عليه وسلم)  د وداع حج وکړ.
دمدني ژوند په وروستنيوکلونوکښي لري سيموته وفدونه واستول شول اوله بهر څخه دقبايلو وفدونه هم راتلل. په همدي توګه په عربي جزيره کښي داسلام دين خپورشو.
محمد (صلى الله عليه وسلم) دهجرت په يوولسم کال،دربيع الاول په مياشت کښي د٦٣ کلونوپه عمر وفات شو.دجنازي لمونځ پرته دچا له امامت څخه ورباندي اداء اوپه هغي خونه کښي خاورو ته وسپارل شوچيري چي وفات شوى ؤ.هغه د نبوي مسجد په ګاونډکښي دعايشي(رضي الله تعالي عنها)حجره وه. اوس ورباندي شنه ګنبده ولاړه ده.
محمد(صلى الله عليه وسلم)  دري زامن(قاسم ،عبدالله او ابراهيم) درلودل چي په ماشومتوب کښي وفات شول اوڅلور يي لوڼي(زينب،رقيه،ام کلثوم او فاطمه(رضى الله تعالى عنهن)وي.
حضرت ابوبکر صديق(رضى الله تعالى عنه)
ابوبکر (رض)دابوقحافه (عثمان)زوي دى.په شپږم نيکه يي دنسب لړۍ له پيغمبر(صلى الله عليه وسلم) سره يوځاى کيږي. نوم يي عبدالکعبه ؤ.خو تراسلام منلو وروسته په عبدالله ونومول شو.لقب يي صديق او عتيق ؤ.دمور نوم يي ام الخير بنت صخر ؤ او په عمرکښي تر پيغمبر(صلى الله عليه وسلم) دوه کاله کشر ؤ.
لومړنى مسلمان ؤ او ډير مشهورو مسلمانانو دنوموړي په بلنه اسلام منلى دى.
ابوبکر(رض)دپيغمبر(صلى الله عليه وسلم)  دهجرت دلاري ملګري او دپيغمبر(صلى الله عليه وسلم)په ژوند کښي  يي په ټولو غزواتوکښي ګډون کړي دى.دپيغمبر(صلى الله عليه وسلم) تر وفات وروسته دصحابه وو(رضى الله تعالى عنهم) په اتفاق خليفه وټاکل شو.دخلافت په دوره کښي يي له مرتدوکسانو سره جګړي وکړي. تردوه کاله اودري مياشتوخلافت وروسته، د٦٣کلونو په عمر د١٣هـ  کال دجمادي الاول په مياشت کښي وفات شو.قبر يي دپيغمبر(صلى الله عليه وسلم)  دقبر تر څنګ دى.

حضرت عمر(رضىالله تعالى عنه)
عمر(رض)دخطاب زوى اوپه اتم نيکه يي دنسب سلسه له پيغمبر(صلى الله عليه وسلم) سره يوځاى کيږي.ترپيغمبر(صلى الله عليه وسلم) (١٣) کاله کشر ؤ.په فاروق ملقب اوکنيت يي ابوالحفص ؤ.دبعثت په شپږم کال په اسلام مشرف شو.مديني منوري ته يي هجرت وکړ.په غزواتوکښي يي ګډون کړي او ترابوبکر(رض) وروسته دمسلمانانو امير وټاکل شو. دعمر(رضى الله تعالى عنه) دخلافت په موده کښي داسلام لمن تر مصر،ايران او روم پوري خپره شوه.
دهجرت په٢٣ کال دمحرم په مياشت کښي دابولوءلوء  له لوري په توره ووهل شو او له هغو ټپونوڅخه شهيد شو.
دخلافت موده يي لس کاله او عمر يي ٦٣ کاله ؤ.قبر يي دپيغمبر (صلى الله عليه وسلم) او صديق(رضى الله تعالي عنه) ترڅنګ دى.
حضرت عثمان(رضىالله تعالى عنه)
عثمان(رض)دعفان زوى اوپه پنځم نيکه له پيغبر(صلى الله عليه وسلم) سره په نسب کښي يوځاى کيږي.دابوبکر(رضى الله تعالى عنه) په بلنه يي اسلام منلي، حبشي او مديني ته يي هجرت کړي.په نبوي غزواتوکښي حاضر خو،دبدر په جګړه کښي يي دخپلي ميرمني دمړيني له امله ګډون ندي کړى.
کله چي عمر(رضى الله تعالي عنه)دابولولوء له خوا زخمي شو. عمر (رض)مسلمانانو ته وويل:ترما وروسته دي عثمان، علي،سعد،طلحه،زبيراوعبدالرحمن(رضى الله تعالي عنهم) له خپله منځه يوتن دخـــــلافت دمنصب لپاره غوره کړي.اصحابو(رض)  له عثمان (رض) سره بيعت وکړ.نوموړي دوولس کاله د پيغمبر (صلى الله عليه وسلم)  خليفه او دمسلمانانوامير ؤ.دخلافت په دوره کښي يي دجهاد لړۍ روانه وه.په پنځه ديرشم هجري کال د ذالحجي په مياشت کښي د٧٢ کلونو په عمر
په داسي حال کښي په شهادت ورسيد چي دقرٰان کريم په تلاوت لګيا ؤ.

 

حضرت علي(رضى الله تعالى عنه)
علي(رض) دابوطالب زوي اودپيغمبر(صلى الله عليه وسلم) د سکني تره زوي کيږي.ترپيغمبر(صلى الله عليه وسلم) ٢٨ کاله کشر ؤ.په کوچينوالي يي اسلام منلى،مديني ته يي هجرت کړي او په غزواتوکښي يي ګډون درلود.دعثمان(رض)ترشهادت وروسته په مدينه کښي حاضرو مسلمانانو ورسره بيعت وکړاو امير وټاکل شو. معاويه(رض) چي هغه مهال دشام والي ؤ دعثمان(رض)  د وژونکو د نيولو او محاکمه کولو په دليل يي بيعت ونکړ. له علي(رض) سره يي په همدي موضوع جګړه هم وکړه. دا جګړه دصفِين په نوم مشهوره ده. عايشه(رض)هم ديوه پوځ مشري په غاړه درلوده او له علي (رض) سره يي د جمل په نوم جګړه وشوه.علي(رض) له خوارجو سره هم په نهروان کښي جګړه وکړه.علي(رض) دعبدالرحمن ابن ملجم له خوا چي د خوارجو له ډلي څخه ؤ.دروژي مبارکي په مياشت کښي په شهادت ورسيد. عمريي ٦٣ کاله او دخلافت موده يي څلور کاله اونهه مياشتي وه. دعلي(رض) له وصيت سره سم يي قبرله خلکوڅخه پټ وساتل شو.اوس په نجف(عراق)او مزارشريف(افغانستان) کښي دهغه قبرياديږي.
په څلورو راشده خلفاووکښي دوه(ابوبکر او عمر(رض)) د پيغمبر(صلى الله عليه وسلم) خسران وو،چي په شيخينو ياديږي او دوه (عثمان او علي(رض))يي زومان وو چي په صهرينومشهور دي.
عثمان(رض)  دپيغمبر(صلى الله عليه وسلم)  دوي لوڼي يوه په بله پسي په نکاح کړي، له همدي امله په ذي النورين ملقب ؤ.
ریان ویب پاڼه نه په مننه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.